تاند- راپورونه وايي چې د افغانستان په شمال کې د افغان هوايي ځواک په حمله کې د داعش د ډلې د مشر له وژل کېدو وروسته د دې ډلې په منځ کې د مشرتابه پر سر اختلاف رامنځته شوی دی.
د افغانستان د شمال اکثره داعشیان د منځنۍ اسیا د هیوادونو اتباع دي.
د جمعې په ورځ د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالي کې د افغان ځواک په هوايي برید کې د داعش مشر قاري حکمت ووژل شو. د حکمت له وژل کېدو وروسته د دې ډلې یو قوماندان قاري حبیب الرحمان، چې د ازبکستان تبعه دی، د داعش مشر شو خو د داعش ټول غړي قاري حبیب الرحمان نه مني.
له درزاب څخه درز شوي خبرونه وايي چې حتي د داعش یو شمېر ازبکستاتي غړي هم حاضر نه دي چې قاري رحمان د مشر په توګه ومني خو یو شمېر نور ټینګ دي چې باید رحمان د دوی مشر وي.
د داعش اکثره غړي له پاکستان څخه ننګرهار ته ولېږدېدل او له هغه ځایه د دوی هغه غړي، چې د منځنۍ اسیا اتباع ول، شمالي ولایتونو ته لاړل. اوس دا ډله د جوزجان په درزاب ولسوالي کې مضبوط سنګرونه لري.