تاند- د اسلامي دولت یا داعش غړیو په ننګرهار ولایت کې له ۶ وسله والو طالبانو سرونه پرې کړل.

سیمه ییز چارواکي او شاهدان وايي چې د داعش غړیو د جمعې په ورځ د ننګرهار په د اچین ولسوالۍ په پخه سیمه کې له لمانځه لږ وروسته د ګڼو خلکو په مخکې د طالبانو سرونه پرې کړل.

شاهدان وايي چې د طالبانو د سرونو د پرې کولو لیدلو ته د سیمې خلک په زوره حاضر کړای شوي وو.

په همدې منځ کې یوه شاهد وویل چې د داعش غړیو د ۴ طالبانو سرونه پرې کړي ول او په داسي حال کې چې د پنځم سر یې غوڅاوه هوايي بمباري پرې وشوه.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي تایید کړه چې د داعش پر غړیو په اچین ولسوالۍ کې هوايي بمباري شوې ده چې په ترڅ کې یې د داعش لږترلږه ۴ غړي وژل شوي دي.

له بلې خوا د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دولت ۱۹ وسله وال مخالفان وژل شوي. له لاندې خبرپاڼې سره د وژل شویو کسانو عکسونه هم تاند ترلاسه کړي خو تاند د مړو عکسونه نه خپروي.

د ننګرهار ولایت دامنیه قوماندانی

         ۱۳۹۴/۱۰/۱۶                           ددفتر مدیریت

دمطبوعاتو امریت

په ننګرهار کی دمیشتو دولتی او غیر دولتی رسنیو محترمو ادارو ته !

دننګرهار په بتی کوټ ولسوالی کی د داعش ډلی او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کی نولس تنه مخالفین وژل شوی او یو شمیر نور ټپیان دی .

دنښتی په سیمه کی دداعش ډلی اته جسدونه پاتی شوی چه دپولیسو له لوری ولسوالی ته انتقال شوی دی .

دامنیه قوماندانی دمطبوعاتی دفتر خبر !

دچهارشنبی په سهار اوه بجی شاه وخوا دبتی کوټ ولسوالی اړوند دڅلورم فارم دبړوک په سیمه کی دداعش ډلی او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کی اتلس تنه دداعش غړی او یو تن طالب وسله وال وژل شوی او یو شمیر نور یی ټپیان شوی دی .

په وژل شوو کی دداعش ډلی له لوری بتی کوټ ولسوالی ته ټاکل شوی قوماندان حاجی عبدلاحد او دیادی ولسوالی لپاره ټاکل شوی قاضی مولوی عطیع الله شامل دی .

درامنځ ته شوی نښتی په اړه دامنیه قوماندانی مطبوعاتی مسول حضرت حسین مشرقیوال معلومات ورکړ .

دننګرهار امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شیرزاد په لارښونه دبتی کوټ ولسوالی ملی او سیمه ایز پولیس دنښتی سیمی ته ورغلل ، چی وسله وال مخالفین سیمی پریښودو ته اړ شول .

دنښتی په سمه کی دداعش دډلی اته جسدونه پاتی شوی ، چی دیاد محل دپولیسو له لوری ولسوالی ته انتقال شوی دی .

دیادونی وړ ده چه تیره ورځ هم دبتی کوټ ولسوالی په څلورم فارم سیمه کی دپولیسو په برید کی پنځلس تنه دداعش ډلی وژل شوی و.

په درنښت

سمونمل حضرت حسین(مشرقیوال)

دمطبوعاتو امر

One thought on “د داعش غړیو له ۶ طالبانو سرونه پرې کړل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *