تاند- د اسلامي دولت یا داعش ډلې یوه ویدیو خپره کړه چې په ��فغانستان کې د دې ډلې د غړیو له لوري د اسیرو طالبانو د سرونو پرې کېدا ښيي.

دا ویدیو د داعش د خراسان ولایت له لوري خپره شوې ده. د داعش په نقشه کې افغانستان، پاکستان او د ایران یوه برخه د دې ډلې د بغداد د خلافت یو ولایت اعلان شوی دی.

د طالبانو د سر پرې کولو ویدیو په انترنټ کې خپره شوې ده.(تاند دا ډول ویدیوګانې او بوږنوونکي عکسونه تروسه وسه نه خپروي)

په ویدیو کې د داعش له لوري د سر پرېکړیو طالبانو په منځ کې یو هم سعد اماراتي دی چې پخوا له طالبانو داعش ته اوښتی و او بېرته طالبانو ته واوښت او په همدې خاطر یې سر پرې کړای شو.

دا چې دا ویدیو به حقیقت ولري او که به جعل شوې وي، څوک څه نه شي ویلی او دولتونو هم تراوسه پوري هغه تایید یا رد کړې نه ده.

د داعش سرچینې وايي چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې یې د لسو (۱۰) طالبانو سرونه پرې کړي دي.

تر دې مخکې د افغانستان ملي اردو هم ویلي و چې داعشیانو په ننګرهار کې له لسو طالبانو سرونه غوڅ کړي دي.

5 thoughts on “د داعش غړیو په افغانستان کې د طالبانو سرونه پرې کړل”
  1. امارتی لا شته ، شاید دا ویډیو رښتېا نه وي.
    امارتی چې یو شوده غړپ بنېادم دی لا تر اوسه یې خپل وحشیت ته ادامه ورکړې.
    د لوګر له اړوندو چارواکو مو هېله ده چې دا سپېره د دوبندي په تېره د ټول لوګر له پاکې خاورې تری تم ورک کړي.

  2. Allaho akbar soomra neek karyee kary,dey mardodo talibanoo soomra beguna khalak qatal kral ow le zino nayee saroona pree kral allah dedoy per sar hamda zalim dayish muqarar kary

  3. د ظلم خانه آخر نسکوره او خاتمه یی تیاره ده.
    د ټالیب د پروژی تاریخ تیر شوی دی. نن وی او که سبا خدای تعالی به یی په خپل قهر او غضب ګرفتار کړی.

  4. Allah o Akbar. AJEEBA JIHAD DY KALA DA CHA SAR PREKEGEE AO KALA DA CHA.DA MOONG PA KOOM TARAT RAWAN YU ?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *