تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۶ میاشتو کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والو سختدریځو له لوري تر ۶۰۰ زیات افغانان وژل شوي دي.

دفاع وزارت نن/سې شنبه/ د داعش له لوري د وژل شویو افغانانو د شمېر د خپرولو په ترڅ کې وویل، اکثره وژل شوي کسان هغه ځوانان او زلمکي دي چې له داعش سره له یوځای کېدو یې ډډه کړې وه.

په تېر یو کال کې د افغانستان په ختیځ کې د داعش د ظلمونو او زیاتیو له کبله تر ۲۰ زره زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي دي.

په وروستیو کې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ننګرهار په تېره بیا اچین ولسوالي کې د داعش غړي زیات ځپلي خو لا هم د دې ډلې پناهځایونه یومخ ویجاړ شوي نه دي.

داعش په تېر یوه کال کې له طالبانو سره هم څو ځلي خونړۍ جګړې کړي دي.

One thought on “د داعش غړیو په ۶ میاشتو کې ۶۰۰ افغانان وژلي”
  1. داعش دیهودیانو زامن دخوار او بیچاره افغانانو دخمن او دپنجابیانو سپی دی هر هغه سوک چه داعش ته دمسلمان خطاب کوی هغه کس هم مسلمان ندی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *