تاند- امریکايي رسنۍ وايي، وروسته له دې چې داعش یا اسلامي دولت ډله تر ډېره حده وځپل شوه، متحد ایالتونه په افغانستان کې جګړې ته شدت ورکوي او نور د پخوا په شان په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد جګړې ته لومړیتوب نه ورکوي.
د اندپینډنټ جورنال ریفیو د راپور له مخې، د امریکا هوايي ځواک د لومړي ځل لپاره (A-10 Thunderbolt) جټ الوتکې افغانستان ته لېږلي چې د افغان او امریکايي پوځیانو له نژدې ملاتړ وکړي.
فکس نیوز هم وايي چې د متحدو ایالتونو هوايي ځواک (12 A-10) جټ الوتکې، (MQ-9 Reaper drones) بې پېلوټه الوتکې او (HH-60G) هیلي کوپترونه د کندهار هوايي ډګر ته استوي.
د فکس نیوز پر اساس له HH-60G څرخکو څخه به د امریکا خاص هوايي ځواک د کشف او ژغورنې په عملیاتو کې کار واخلي.
فکس نیوز وايي، امریکايي الوتکو په ۲۰۱۷ کې، چې ټرمپ واک ته ورسېد، تر ۲۰۱۲ هم زیات بمونه غورځولي دي، حال دا چې په ۲۰۱۲ م کال په افغانستان کې نژدې یو لک امریکايي پوځیان مېشت ول.
د تاند له معلوماتو سره سم، په وروستیو درو میاشتو کې، چې ځانګړو افغان ځواکونو د طالبانو پر ضد عملیات زیات کړي، د امریکا هوايي ځواک هم د دې ډلې پر ضد عملیات ډېر کړي دي.
د هلمند د باغران او د پکتیکا عملیات یې وروستۍ بېلګې دي.
د امریکا د هوايي ځواک د مرکزي قوماندانۍ مشر ډګرجنرال جیفري هاریګین فکس نیوز ته ویلي، په داسې حال کې چې امریکايي سلاکاران د افغان متحدانو د ملاتړ لپاره اوس د جبهې لومړیو کرښو ته نژدې ځي او اضافي هوايي ملاتړ یې زیات شوی څو په لا اعتماد په جګړه کې برلاسي شي.
اې ۱۰ وارتوګ (A-10 “Warthog) الوتکې د ۳۰ میلي متري (Gatling) ماشینګڼو په خاطر مشهورې دي چې په هره دقیقه کې ۳۹۰۰ مرمۍ ویشتلی شي.
خو اې ۱۰ الوتکې بیا د جګړې پر میدان په ټیټه ارتفاع الوت کوي او په شاوخوا کې یې زغره نصب ده چې ساتنه یې کوي.