ابوبکر بغدادي

تاند- د شرق الاوسط ورځپاڼې د راپور له مخې، د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې مشر ابوبکر بغدادي د ایران له لارې افغانستان ته تښتېدلی دی.

ورځپاڼې نن /دوشنبه/ ویلي چې بغدادي د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان پولې ته نژدې مېشت شوی دی.

د پاکستان د امنیتي سرچینو پر اساس بغدادي د ایران له زاهدان ښاره، چې د افغانستان او پاکستان پولو ته نژدې دی، افغانستان ته اوښتی دی.

شرق الاوسط زیاتوي، د سرچینو پر اساس د داعش غړي د ایران د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک له لوري په زاهدان کې ساتل کېږي.

ورځپاڼه وايي چې د سپاه پاسداران له لوري د داعش ملاتړ دې ته په پام حیرانوونکی دی چې ایران په سوریه کې د داعش په شان له ترهګرو ډلو سره جنګېږي. ایران په سوریه کې د بشاراسد د رژیم د پلوي ځواکونو ملاتړ کوي او د سپاه پاسداران ځواکونه یې هم د همدې هدف لپاره سوریې ته لېږلي دي.

ګومان کېږي چې بغدادي د دې لپاره افغانستان ته تښتېدلی چې په سوریه کې د داعش او د سوریې د دیموکراتیک ځواک پر ضد د نړیوال ايتلاف له وروستیو پیل شویو عملیاتو څخه ځان وژغوري. دا عملیات د داعش له پاتې شونو څخه د سوریې د جنوب ختیځ د پاکولو لپاره د روانو هڅو درېم پړاو دی.

One thought on “د داعش مشر ابوبکر بغدادي افغانستان ته راغلی”
  1. یووخت ترهګر غلام رسول سیاف اسامه افغانستان ته راوبللو پریمانه پيسې یې ترې وشکولې، دجهاد په نوم افغانان یې پرې ووژل. دهغه په نوم جنګ اوس هم روان دی. اوس به شل کاله نورد بغدادي په نوم دلته جنګ روان وي. موږ خپله ترهګر یوو، کنه بغدادي ولې جاپان ته نه ځي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *