تاند- د یوه تازه راپور له مخې، چې نن /دوشنبه/ سي این این خپور کړ، د اسلامي دولت یا داعش مشر ابوبکر بغدادي ټپی شوی و.

سي این این تلویزیون وايي چې څو امریکايي چارواکو ورته وویل، د اسلامي دولت د سختدریځې ډلې مشر بغدادي د تېر کال د مې د میاشتې په هوايي حمله کې ټپي شوی و چې له کبله یې نوموړي شاوخوا ۵ میاشتې د خپلې ډلې کنټرول په لاس کې نه درلود.

د امریکا استخباراتي ادارو سي این این ته ویلي چې بغدادي د د سوریې رقې ښار ته په یوه نژدې سیمه کې د یوه توغندي د لګېدو په نتیجه کې ټپي شو.

دوی وايي چې د دې خبرې پخلی د داعش نیول شویو غړیو او د سوریې شمال ته تللیو کډوالو هم کړی دی.

دوی ویلي چې بغدادي هومره هم نه و ټپي شوی چې ژوند یې له خطر سره مخامخ شي خو د جګړې د څارنې او قوماندې له چارو وتلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *