نظر

ګرانوهیوادوالو ! امنیتي ځواکونو تر اوسه پورې پینځه دیرش داعشیان وژلي او اته ویشت تنه ټپیان دي. جګړه په شدت سره دوام لري. یوه هیله لرم ! که چیرې مې چارواکي غږ آوري نو له جګړې وروسته په هغه صورت کې چې مونږ ته د داعش مړي، ټپیان او روغ کسان په لاس راغلل دا کابل ته انتقال کړئ.

تر هغې چې د اورکزو، اپریدو او نورو اخوا میشتو پښتنو کورنۍ او مشران نه وي راغلي مړي یې څلور سوه بستر روغتون کې وساتي. کله چې هغوی راغلل نو د میلمه پالنې په خوا کې به یې پوهوو چې د دوی زامن د پنجاب تر امر لاندې د خپلو پښتنو په وړاندې غپول کیږی.

دوی به لیکلی تضمین کوي چې هلته به پښتانه پوهوي چې د دوی بچیان د پنجاب لپاره جګړه کوي نه د اسلام لپاره. کله چې د مړو جسدونه ورسپارل کیږي نو نړیواله میډیا باید حضور ولري او د پاکستان سفارت ته د دوی په حضور کې وسپارل شي.

په دې توګه به له یوې خوا پاکستان بربنډ شي او له بلې خوا به هلته میشت پښتانه وپوهول شي. مننه قوماندان زړور ذاهد صیب تانه هیله کوو چی دا کار وکړې

6 thoughts on “د داعش مړي کابل ته یوسئ/ پښتون زلمی”
  1. ډیر ښه پیشنهاد دی
    که دولت دا کار ونه کړی نو معلومیږي چي زمو رهبران ټګان دی

  2. زه له دی نظر سره موافق یم باید د قومی مشرانو ډله راشی او داکسان له تضمین ورسته ورکړل شی او پوره وه پوهول ش

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *