داعش ډله چې په ۲۰۱۶م کال کې په ډير وحشت او دهشت راښکاره شوه، د څلور کلونو په اوږدو کې داسې له منځه لاړه چې چا یې فکر هم نه کاوه.

د داعش لپاره په افغانستان کې په کور دننه او بهر زیات تبلیغات وشول او ځینو ان دا ویل چې دا ډله به ننګرهار خپل مرکز خراسان وګرځوي او ډیرې سیمې به ونیسي.

خو د خلکو په ملاتړ او د افغان ځواکونو په قربانیو او میړانه باندې دا ډله داسې له منځه لاړه چې هره د فعالیت سیمه کې یې هدیرې جوړې شوي دي.

داعش ډله پاکستان له پراخ ملاتړ برخمنه وه او هڅه دا وه چې که طالبان سوله کوي او یا د پاکستان له دایرې وځي، نو داعش ډله به یې پر ځای باندې وکاروي.

کله چې پاکستان پوه شو چې طالبان ورته وفاداره پاتې کیږي او داعش ډله د افغانانو له فرهنګ او ټولنې سره هیڅ اړخ نه لګوي، نو مرستې یې ورسره کمې کړې، خو دا مرستې یې بندې کړي نه دي.

پاکستان لا هم د زیات وحشت او دهشت لپاره داعش ډله کاروي او داسې بریدونه پرې پلان کوي چې انسانیت ترې شرمیږی.

خو افغان ځواکونو د داعش خوارجې ډلې ته داسې سبق ورکړ چې د نړۍ ټولې ترهګرې ډلې به یې یاد ساتي.

داعش د طالبانو په دفاع کې سیمو کې خپل فعالیت کو، کنه افغان ځواکونو به دا وحشي ډله لومړیو ورځو کې له منځه وړی وی.

داعش ډلې اکثره هغو سیمو کې فعالیت کړی چې مخکې یې طالبان وي او شاته داعش ډلې خپل وحشت کو، طالبانو له یوې خوا خپله جګړه کوله او له بلې خوا یې هغو سیمو کې د عملیاتو مخه نیولې وه چې افغان ځواکونو غوښتل داعش پکې له منځه یوسي.

اوس چې ننګرهار ۲۱ ولسوالیو کې وضعیت ښه شو، طالب پکې مات شو، نو داعش یواځې پاتې شوی او ډلې ډلې د فشار له کبله افغان ځواکونو ته تسلمیږي.

یوه میاشت کې نږدې درې سوه داعش وسله والو له کورنیو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

په تسلیم شویو کې زیات شمېر یې د بهرنیو ځواکونو اتباع و چې افغانستان ته د جګړې لپاره راغلي و.

انشاءالله سږ ژمی به ننګرهار له داعش ډلې پاک اعلان شي او هغه ډلې چې پاتې دی، په دې لټه کې دي چې کله او کوم ځای کې تسلیم شي.

ننګرهار کې نور د داعش لپاره ځای نشته او کونړ کې کمه شمېره داعش چې پاتې دي، ډیر ژر به یا له منځه لاړ شي او یا به هغوی هم تسلیم شي.

پر خپلو ځواکونو باور ولرئ، تاسو له خپلو ځواکونو سره همکار شئ، دا ځواکونه به هیڅ ترهګرې ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د افغانانو ژوند ور تریخ کړی.

د طالبانو لپاره هم دا ورځ رارسیدونکې ده، دا چې ځینو سیمو کې طالبان خلک په زور خپل ملاتړ او همکارۍ ته مجبوروي، داسې ورځ رارسیدونکې ده چې لکه د نورو سیمو د طالبانو پرضد پاڅونونه وشي او له دې شر څخه هم خلاص شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *