د سهار اوونیزې د درېمې ګڼې ټاپ ستوري-
(سهار\ کابل) څه موده وړاندې برېتانوي رسنيو خبر ورکړى و چې د طالبانو مشر ملا منصور د روسيې له ولسمشر ولاديميرپوتين سره د ٢٠١٥ زېږديز کال په سپټمبر مياشت کې په تاجکستان کې ليدلي او د داعش پر ضد پر ګډې کړنلارې يې خبرې کړې وې، خو طالبانو دغه خبر رد کړی دی.
تر دې وړاندې هم د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف له رسنيو سره په خبرو کې څرګنده کړې وه چې د داعش د ځپلو لپاره يې د طالبانو له سرچينو سره اړيکې نيولې او هڅه کوي چې پر وړاندې يې سره لاس يو کړي.
د روسيې دا څرګندونې د عامو افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوې او امريکا هم په خپلو وروستيو څرګندونو کې وويل چې د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړ کول د روسيې او نورو هېوادونو په ګټه دي او امريکا په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تياره ده.
خو طالبانو په خپل وار سره د روسيې دا څرګندونې رد کړي او ويلي يې دې چې دوى د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره د چا مرستې ته اړتيا نه لري او روسيې هم څرګنده کړې چې موقف يې په رسينو کې ناسم تعبير شوى او له طالبانو سره اړيکې نه دي نيول شوې.
داعش وسله واله ډله چې اصلي مرکز يې په عراق او سوريه کې دى او په ناوړه وژنو او وحشتناکه پېښو کې ښکېله ډله بلل کېږي، شننونکي يې د بهرنيانو يوه دسيسه بولي چې د خپلو ګټو د تامين لپاره يې رامنځته کړې ده.
ددې ډلې نښې په وروستيو کې په افغانستان کې هم وليدل شوې چې لومړى فراه او اوس د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ ګڼې سيمې د هغوى د فعاليتونو او وژنو شاهدې دي.
د سياسي چارو شننونکى او د پوهنتون استاد پوهنوال اسدالله ساپى وايي چې د افغانستان داعش هغه داعش نه دى چې په عراق او سوريه کې فعاليت کوي.
نوموړي سهار ته وويل چې د افغانستان په سرحدي سيمو کې د داعش را پيدا شوي داعشيان د پاکستان د څارګرې ادارې او امريکا نوې لوبه ده چې غواړي طالبان له صحنې شاته او سيمه ييز قوتونه ورباندې ووېروي.
ساپي د روسيې د وروستيو څرګندونو په اړه وويل: روسيه له داعش دومره وېره نه لري او نه هم دا ډله دومره ځواکمنه ده چې روسيې ته دې سرخوږى شي، خو روسيه فکر کوي چې امريکا غواړي له دې لارې د روسيې د سيمه ييز نفوذ مخنيوى وکړي او ويې ګواښي.
د سياسي چارو بل شننونکى عبدالله مايار وايي چې روسيه د افغان حکومت له بهرنۍ پاليسي او روښانه عملي اقدام له نشتوالي ناهيلې شوې چې د داعش پر وړاندې کوم ځانګړى اقدام نه شي کولى، ځکه خو يې خپله طالبانو ته لاس ور اوږد کړ او طالبانو ته يې د “مشترک دښمن” په سترګه وکتل.
مايار زياته کړه:((روسيه پوهېږي چې افغان حکومت تر اوسه د طالبانو له مشرانو په اړيکو نه دى توانېدلى، د سولې پروسه ناکامه ده ، خو روسيه توانېدلې چى په تاجکستان کې د طالبانو له مشر سره د داعش پر ضد اړيکه ونيسي.))
په ورته وخت کې بيا افغان چارواکو له روسيې د افغان ملي ځواکونو لپاره د پوځي امکاناتو او وسلو د تر لاسه کولو هڅې پيل کړې او د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنيت سلاکار روسيې ته د خپل سفر په ترڅ کې دا موضوع لا ګړندۍ کړه، خو روسيه په دې موضوع کې له احتياط کار اخلي.
بلخوا په افغانستان کې د امريکا او ناټو حضور چې روسيه ترې په وېره کې ده او د داعش وروستي فعاليتونه د روسيې پوځي همکاري تر سيوري لاندې را وستلى شي.
مايار د روسيې او طالبانو د اړيکو د څرنګوالي په اړه وويل: فکرنه کوم چې روسيه دې د ناټو په شتون کې له طالبانو سره پوځي اړيکې تامين کړلى شي، خو روسيه به د داعش په اړه خپل استخباراتي معلومات له طالبانو سره شريک کړي.
د نوموړي له سهار سره خبرو کې وويل:” روسيه ته لازمه ده چې د جنايت له لارې د جنايت مخنيوى ونه کړي، ددې لپاره بايد افغان ځواکونو ته وسلې او تجهيزات ورکړي چې هم داعش او هم طالبان ورباندې وځپي چې دا کار د افغانستان او سيمې پر امنيت مثبت اغېز لري.”
په روسيه کې مېشت افغان او ليکوال سيدحبيب تڼى وايي چې د روسيې عام وګړي له داعش کومه وېره نه لري، خو دلته عامه ذهنيت داسې دى چې ګڼي امريکا غواړي داعش د روسيې پر ضد وکاروي او د روسيې وروستيو پوځي خوځښتونو ته ځواب ووايي.
تڼي سهار ته وويل:((امريکا هڅه وکړه چې د اوکراين له موضوع د روسيې پر ضد کار واخلي او روسيه چې اوس بېرته خپل پخواني پوځي ځواک ته رسېدونکې ده، له دې لارې له خنډونو سره مخ کړي، خو په ضمن کې غواړي چې د داعش په نامه يو بل سرخوږى او مرستندوى ګواښ هم ولري.))
په ورته وخت کې افغان حکومت وايي چې د داعش او طالبانو خپل منځي شخړې د افغانستان د امنيتي وضعيت په ګټه دي، خو داعش، طالب او نورو وسله والو ډلو ته د خپل دښمن په سترګه ګوري او پر وړاندې به يې يو ډول پوځي اقدام کوي.
د کابل پوهنتون د حقوقي او سياسي علومو محصل وحيد الهام وايي چې داعش يوه بهرنۍ پروژه ده چې افغاني رېښې نه لري او فکر نه کوي چې د طالبانو په څېر به خپل جنګي ماشين تر ډېره فعال وساتي.
نوموړي اندېښنه څرګنده کړه چې د داعش پر وړاندې د شخصي مليشو او له حکومتي چوکاټه بهر هڅې به موضوع لا ستونزمنه او ځينو زورواکو او د شخصي مليشو لرونکو ته به د شخصي موخو د تر لاسه کولو زمينه برابره کړي.
هېره دې نه وي چې په دې وروستيو کې يو شمېر ناراضي يا پخواني طالبان هم د داعش ليکو ته ورغلي او ددې ډلې لخوا خپل جنګياليو ته لوړ امکانات او تبليغات ددې سبب شوي چې ځينې عادي طالبان او يو شمېر ځوانان هم د داعش ليکو ته ور ګډ شي.
د افغانستان ولسي جرګې ځينو غړو هم په خپلو وروستيو څرګندونو کې ادعا کړې چې په ننګرهار کې د داعش ډلې راډيو”خلافت غږ” په دې ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له پوځي اډې خپرونې کوي او دا ډله د بهرنيانو يوه ځانګړې پروژه ده.