د هېواد د سکتوري وزارتونو مسؤلین وایي په هغه ولسوالیو کې چې د داعش څخه پاکې شوي،ډیر ژر به د تل پاتې ثبات په موخه د سلګونه میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پیل کړي .
دغه مسؤلینو د زمري په ۱۶مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یوې مهمې غونډې په ترڅ کې یادې څرګندونې وکړې.
د قبایلو او سرحدونو چارو وزیر محمد ګلاب منګل په مشرۍ د مرکزي ادارې په دغه مسؤلینو کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست،پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې مرستیال، د عامې روغتيا، ټولګټوچارو، پوهنې، کليو پراختيا،کرنې او مالدارۍ او کډوالو چارو وزارتونو مرستیال وزیرانو او یو شمېر نورو ګډون کړی و.
ننګرهار والي سليم خان کندوزي د مرکزي ادارې څخه مننه وکړه، چې په غوښتنه يې د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو پرمختیایي چارو لپاره بودیجه منظوره او د جګړه ځپلو ولسونو سره په تخریب شوي تاسیساتو جوړولو او نورو برخو کې مرستې ته یې چمتوالی وښود .
نوموړي د سکتوري وزارتونو څخه وغوښتل چې په يادو ولسواليو کې ژر تر ژره ټولګټې پروژې پيل او همدا راز له عملیاتو وروسته بېرته ستنيدونکو کډوالو سره په خپلو سيمو کې مرستې تر سره کړي.
هغه هیله څرګنده کړه،چې د ننګرهار په کوټ، اچين، هسکې مېنې او نازيانو ولسواليو کې به ډیر ژر د ثبات رامنځته کولو په موخه پرمختيايی پروژې پيل، مدرسې، جوماتونه، کورونه، کلينيکونه، ښوونځي، سړکونه او سربندونه چې د مخالفينو لخوا ويجاړ شوي د ولايتي او مرکزي ادارې پر مټ به په اساسي ډول ورغول شي.
ننګرهار والي همدا راز د کډوالۍ څخه را ستانه شوو کورنیو لپاره په اړونده ولایتونو کې د ښارګوټو د جوړېدو غوښتنه هم وکړه .
د قبایلو او سرحدونو چارو وزیر محمد ګلاب منګل وويل، حکومت پلان لري، چې په ننګرهار کې د امنيت تامين، ولسونه او دولت ترمنځ فاصلې را کمولو او تل پاتې ثبات په موخه د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې پرمختیایي پروژې پلي کړي .
د کليو پراختيا وزارت معين وويل، په يادو څلورو ولسواليو کې به د څلوېښت ميليونو افغانيو تر څنګ د يو ميليون ډالرو په لګښت يو شمېر پروژې پلې کړي او د کلیوالي سړکونو د بيا جوړولو ډاډ يې څرګند کړ.
د کډوالو چارو معين وويل، یوه منظمه ستراتیژي یې جوړه کړې،چې د کابينې له منظورۍ وروسته به د کډوالۍ څخه را ستنیدونکو کورنیو سروې تر سره او ورته به د سرپناه اسانتياوې برابره شي .
د پوهنې وزارت مرستیال په څلورو ولسواليو کې د ويجاړ شوو ښوونځيو د بیا ترميم او په يو شمېر سيمو کې ښوونځیو ته د نویو ودانیو د جوړولو ژمنه وکړه .
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال د یادو څلورو ولسوالیو د ویجاړ شوو او نورو کلینکونو د جوړولو په موخه د بودیجې له منظورۍ خبر ورکړ او زیاته یې کړه .د کوټ ولسوالۍ سيد احمد خېلو روغتيايي مرکز به لا تجهيزکړي، هسکه مېنه، کوټ، رودات، چپرهار اچين او نازيانو ولسواليو کې به د لسګونه میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت نوي روغتونونه جوړ او همدا راز نور روغتيايي مرکزونه به په اساسی ډول ورغوي.
د ټولګټو چارو وزارت معین وويل، د یادو ولسواليو ويجاړ شوي سړکونه، پلچکونه او معبرونه به په اساسي ډول جوړ کړي.
د کرنې وزارت معين ډاډ څرګند کړ، چې يادو ولسواليو ته به اته څلوېښت ټنه اصلاح شوي تخمونه او هرې ولسوالۍ ته به پنځلس – پنځلس ميټريکه غنم په واک کې ورکړي.
هغه زیاته کړه،يادو ولسواليو بزګرانو ته به شپاړلس عرادې ټراکټورونه هم په واک کې ورکړي، په هره ولسوالۍ کې به دوی لوی سربندونه د ولسونو په خوښه جوړ کړي او هغه باغونه، چې خراب شوي وي بېرته به يې را ژوندې کولو ته کار وکړي.
ده زياته کړه، په دغو څلورو ولسواليو کې به حيواناتو ته واکسين تطبيق او د دوه سوه په شاوخوا کې به د چرګانو فارمونو جوړېدو ترڅنګ دوه سوه سره شېدې ورکونکې اوزې بې سرپرسته مېرمنو ته ورکړي.
د پېښو پر وړاندې چمتووالې وزارت معين وويل، د لس ميليونو افغانو په لګښت يې جنګ ځپلو خلکو سره مرستې تر سره کړي او درې مليونو افغانيو مرستې به نورې هم وکړي.
د سيمه ييزو ارګانونو سرپرست ريیس نادر يما د دغې برنامې څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ او ډاډ يې څرګند کړ، چې د دې ولايت د ولسونو ستونزې به په کابينه کې د حل په موخه شريکې کړي.
د ولايتي شورا غړو د خبرو پرمهال د وسله وال پوځ سرښندنې وستايلې،خو غوښتنه يې وکړه، چې په يادو ولسواليو کې دې د ښې حکومتوالۍ لپاره زمينه برابره او بې ځايه شوو کډوالو سره دې د سرپناه اسانتيا برابرې شي .
د یادو څلور ولسوالیو قومي مشرانو هم د وسله وال پوځ قربانۍ وستايلې او زیاته یې کړه، ولسونه د خپل حکومت بشپړ ملاتړ کوي؛ خو غوښتنه يې وکړه چې په پاکو شوو سيمو کې دې امنیتي قواوې ځای پر ځای، د سیمه ییزو پولیسو تشکيل دې زيات او په وسلو دې مجهز شي .
دوی غوښتنه وکړه، چې پیل شوي عمليات دې تر هغې دوام وکړي، ترڅو سیمې په بشپړ ډول د داعش له شتون څخه پاکې شي.
د دغه غونډې په څنډه کې د عامې روغتیا رئیس نجیب الله کاموال غوښتنه وکړه،چې د تدارکاتو په ملي کمیسون کې دې د زر بستریزه روغتون د قرارداد چارې ژر تر ژره پای ته ورسیږي،ترڅو دوی د یاد روغتون د جوړولو چارې پیل کړي .