تاند- په ننګرهار ولایت کې د داعش یوه غړي خپل ۱۱ ملګري ویشتي او په خپله له تښتېدو وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلی دی.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي رسنیو ته وویل چې د داعش یا اسلامي دولت یوه سرګروپ، چې زمین خان نومېږي او په ابوبکر مشهور دی، د ننګرهار د اچین ولسوالي په کرکڼې سیمه کې خپل ۱۱ ملګري وژلي دي.
د خوږیاڼي په وینا زمین خان په داسي حال کې چې ټپي و، د تېښتې په مهال د وسله والو طالبانو له لوري نیول شوی دی.
تراوسه پوري څرګنده نه ده چې حمله کوونکی زمین خان د داعش په لیکو کې نفوذي عنصر و او که یې له خپلو ملګرو سره په کومه مسله اختلاف راغلی و.
دا ډول بریدونه د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې نسبتاً ډېرې کېږي.
پرون /پنجشنبه/ په زابل کې یوه پولیس خپل ۸ ملګري پولیس ووژل او په خپله وتښتېد.