تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۸مه: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، اروپا ته دا مهال ۲ زره داعشیان بطرته ورګرځېدلي دي او کله هم ترهګریز بریدونه کولی شي.
اولوغ سیرومولوتوف له تاس اژانس سره مرکه کې وايي، امکان شته چې دغه داعشیان په اروپا کې لوی بریدونه وکړي.
دغه روسي ډیپلوماټ ویلي، امریکا، اروپا، اسیا او نور هېوادونه له تروریستي بریدونو په امن نه دي، ځکه وروستیو څو کلونو کې له سوریې او عراق څخه ۲ زره داعش جنګیالي اروپا ته بېرته ګرځېدلي دي.
د بریټانیا د یو مطالعاتي مرکز د موندنو له مخې د داعش له ظهور څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې ۱۳ زره اروپایان سوریې او عراق ته له داعش سره د یو ځای کېدو لپاره تللي دي.
راپورونه وايي، په دغه موده کې د ټولې نړۍ له ۱۱۰ هیوادونو څخه ۴۰ زره جنګیالي له داعش سره د یو ځای کېدو لپاره عراق او سوریې ته تللي دي چې له دې منځه ۷۲۵۲ د شرقي اروپا او ۵۹۰۴ د غربي اروپا وګړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر هم بریټانیا ته په وروستي سفر کې له دغه هېواد څخه غوښتي چې د داعش د بیا ظهور مخنیوي کې مرسته وکړي او د بریټانیا تابعیت لروونکي داعشي زندانیان دي په ولکه کې واخلي.
مارک ایسپر دغه راز بریټانیا ته خبرداری ورکړی چې دغه هیواد کې د داعش ژوندي پاتې جنګیالي سیمه نا ارامه کولی شي.