اسدالله دانش

له اسدالله دانش سره مې په لومړي ځل په پېښور کې وليدل، هغه تصور چې په اړه يې ما لاره، معکوس وخوت، له کتاب سره چې بلد شوی يم، د دانش خپرندويه ټولنې له نوم سره هم بلد شوی يم، د کتاب په لومړۍ پښتۍ به چې د دانش خپرندويه ټولنې نوم راغلی و، ذهن کې به مې د يو لوی علمي مرکز تصور وکړ او ددې مرکز مشر به راته د يو پاچا غوندې د غرور او دبدبې خاوند ښکاره شو، خو کله مې چې اسد دانش وليد، هر څه راته بل ډول ښکاره شول، هغه د يو ملنګ او لوی انسان په توګه ما وپېژاند.

د دانش خپرندويه ټولنې له لوري، د زرګونو بېلابېلو تاريخي، سياسي، علمي، ادبي، ديني او نورو ډولونو کتابونو چاپېدل اسانه کيسه نه ده، په پښتنو سيمو کې د کتاب لوستو، د کتابپلورنځيو جوړېدو او د خپرندويه ټولنو رامنځ ته کېدو کې هم د دانش خپرندويه ټولنې رول د هېرېدو نه دی.

د مهاجرت په دېار کې که زموږ ډېر کادرونه وروزل شول، ادب مو هلته وغوړېد، افغانان له نورې نړۍ سره بلد شول، خو تر څنګ يې ځينې بدمرغۍ هم هېواد ته راغلې خو په دې ټولو کې چې بايد ډېره اتکا پرې وشي، هغه به زما لپاره د اسد دانش له لوري د پښتو او دري کتابونو چاپېدل وي.

زموږ په کور کې له ما وړاندې زما پلار، تره او زما نيکه هم لوستي وو، خو په کور کې مو کتابونه نه وو، د کتابونو د نشتوالي د نورو لاملونو تر څنګ يو لامل ما ته دا هم ښکاري، چې هغه وخت کتابونه نه چاپېدل او که چاپېدل هم خورا کم.

اوس چې زموږ د کور په هره کوټه کې له سلو پورته کتابونه موجود دي، تر ډېره د دانش صاحب په څېر د هڅاندو کسانو برکت دی.

په دې وروستيو کې چې په لغمان کې د دانش کمپليکس جوړېږي، ما ته د اطلاعات و فرهنګ وزارت کمزوري او د دانش د کاري ځواک تر منځ يو حيرانونکی او يو لوی واټن ښکاره شو.

په پکتيا کې له څو کلونو را پدېخوا د اطلاعات و فرهنګ رياست هڅه کوي، چې مجهز کمپليکس جوړ کړي، خو د ډالرو په دې سېلاب کې هم زموږ اطلاعات و فرهنګ رياست په دې ونه توانېد چې يوه وړه ودانۍ هم جوړه کړي خو دانش د مرستو او خپلو هلو ځلو له مخې د خپل پلان مطابق ډېر کار وکړ.

دلته چې ولايتي اداره پرې فخر کوي، هغه لا هم هغه جهادي کيسې، قومي مشرتوب او د چارواکو پرتم و جلال دی خو د خلکو د توقع خلاف او د مسوليت سم نه ادا کول به يې په هره شېبه وينې.

د هېواد په ټولو حکومتي ادارو کې وضعيت همداسې دی، هغه چې احساس لري، په هېواد يې زړه دردېږي، له خلکو سره د مرستې شوقيان دي، څوک يې د ملاتړ او مرستې نه پيدا کېږي، پيسې چېرته مصرفېږي، خدمت څوک کوي؟!

دانش صاحب به هم څو ځله د خوشال بيت لوستی وي خو لوړ همت يې زوال ته نه پرېږدي، چېرته کتابخانې جوړوي، چا ته کتابونه چاپوي او چېرته فرهنګي مرکز جوړوي.

زه يې چا لره وهم، قدر يې چا زده؟!

په اور وسېزه دا توري قلمونه

خو زموږ دانش توري او قلمونه سوزېدو ته نه پرېږدي، بلکې هڅه کوي، چې د همدې قلمونو او کتابونو قدر خلکو ته ور وپېژني.

په حکومتي ادارو کې به هم د هېواد ځينې خواخوږي وي خو دا بايد زيات شي او له يو داسې چا دې پېغام واخلي، چې ژوند يې هم دې ولس او همدې خاورې ته ځانګړی کړی وي.

د جنوبي افريقا پلار نېلسن منډيلا غوندې چارواکو ته ضرورت دی، چې په زندان کې يې هم د خپلو خلکو او خپلې خاورې سرلوړي غوښته.

هغه ومړ خو ياد به يې په ټوله نړۍ ژوندی وي، موږ هم داسې ډېر خلک لرو، که يې خدمتونه هېر نه شي نو داسې يې وګڼه چې موږ به په هره پېړۍ کې يو داسې څوک ولرو، چې په ټوله نړۍ يې ساري کم وي.

د سيد شاه سعود په يو نظم کې مې لوستي و، که چېرته د نړۍ هره مشهوره څېره زما خاورې ته راوستل شي، بيا به هم دلته د نورو خاورې شويو کادرونو په څېر خاوري کېږي او څوک به يې په قدر او پېغام نه پوهېږي، موږ د اسدالله دانش په څېر مشران او د پيغام رسوونکې څېرې لرو خو له بده مرغه چې نه يې د حکومت له لوري په خپل وخت مناسبه قدرداني کېږي او نه يې د ولس له لوري پيغام ته هسې هرکلی شوی، څومره چې ورته ضرورت دی.

وروستۍ خبره به دلته دا وکړو، چې افغان حکومت دې د نورو چارو تر څنګ د هغو مدني نهادونو او اشخاصو مالي ملاتړ وکړي، چې په رښتيني ډول غواړي، خپلو خلکو او هيواد ته خدمت وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *