د ژمي په راتلو سره که د هوا د مرغانو طبیعي سندرو کډه کړې؛ نو د مشاعرو تاوده احساسات هم لږ تر غوږو کېږي، خو داسې سیمې هم شته چې ژمی یې د پسرلي هوا او رنګ لري.
یو له دغو سیمو سمسور لغمان دی چې له څه مودې راهیسې په کې د افغانستان د بېلو ولایتونو ادیبان- شاعران جرګه کېږي او د زړونو پټې خبرې رازدارې فضا ته سپاري.
د دې بهیر په وروستۍ مشاعره کې چې دانش فرهنګي مرکز وربللې وه، ځوان شاعر لطیف خالص د ترنم په ورېښمین لباس کې دا پسته خبره نغښتې چې لر او بر د پښتون وجود دوه لاسونه دي، که یو ته تاوان رسي نو بل ته هم رسي:
چې مونږ ته رسي ګله! نور به چرته تاوان رسي
په مینه محبت کې خو به، سر ته تاوان رسي
دواړه د یوه وجود لاسونه دي جوړه ښه دي
لر ته که تاوان رسيږي، بر ته تاوان رسي
د زابل د هنري باغ د خوږ ژبي بلبل سعید زابلي زړه د انسان او انسانیت غم ولکه کړی دی او دا خبره یې د خیال ګلاب ته اغزی شوې چې تر پایه انسان نه شو، په انسان مې زړه دردېږي:
په جانان مې زړه دردېږي، په ایمان مې زړه دردېږي
چې تر پایه انسان نه شو، په انسان مې زړه دردېږي
چې مو سر باندې ولاړ دی، په اسمان مې زړه دردېږي
په تاخچو کې هسې زوړ شو، په قرآن مې زړه دردېږي
بې سالاره دی سعیده! په افغان مې زړه دردېږي
د غزنویانو په استازیتوب همیم جلالزي په خپل غزل کې د انساني ارواپوهنې له یوه رازه پرده پورته کړه.
د یو دري شعر معنا ده چې د ښکاري ټیټ- ټیټ تګ خاکسارې نه ده بلکې د ښکار لپاره داسې کوي. ښاغلی جلالزی هم وايي چې خلک ستا قامت ته ګوري نو ټول مین درباندې نه دي، بلکې دې ته سترګې په لاره دي چې کله به دا قامت رالوېږي؟
څه مې پوښتې د دنیا سترګې کوم جهت ته ګوري؟
تاته هم ګوري، خو اول خپل ضرورت ته ګوري
تش منتظر دي چې به څه وخت ترې راولوېږې ته
بل مقصد نه لري چې خلک دې قامت ته ګوري
ښاغلي ناصري بیا د پښتو ادب د ښځینه شاعرۍ د یوې مخکښې شاعرې سلمی شاهین هغه نظم په ترنم کې زمزمه کړ چې شاعره ګلونه ټولوي، امېلونه جوړوي، سل ارمانونه یې په زړه کې ټوکېږي، دا هر څه خپل مئین ته ډالۍ کوي خو چې ځان ته یې پام شي نو د ژوندانه ماښام یې وي، د دې رومانتیکې تراژیدۍ یوه برخه دا وه:
دا ګلونه، دا د ګلو امېلونه
چې زما په لاس کې وینې
دا مې تا باندې پېرزو شي
خو در وړی یې درته نه شم
داسې وخت به چرې راشي؟
چې موسکۍ– موسکۍ فضا شي
دا د اوښکو امېلونه.
بدلون اوونیزه/ لومړی کال (۱۵) ګڼه/ چارشنبه/جدي ۱۰\ ۱۳۹۳