۱. پښتانه؛ ورپېښې ستونزې او حللارې (يو ورځنی علمي سيمينار) دا یو ورځنی علمي سیمینار چې د لغمان په مرکز مهترلام، دانش فرهنګي مرکز کې د روان کال د لړم میاشتې په ۱۶مه جوړ شوی و، د لر او بر ګڼ شمېر سیاسي او ټولنیزو فعالانو، لیکوالانو، شاعرانو او ژورنالستانو ګډون پکې کړی و.

د غونډې مشران مېلمانه د افغانستان ملي تحریک مشر تکړه لیکوال او څېړونکی پوهاند دوکتور محمد اسماعیل یون، د پېښور پوهنتون استاد او د کوزې پښتونخوا نومیالی لیکوال ښاغلی نورالامین یوسفزی او د هېواد برلاسی لیکوال او علمي شخصیت ښاغلی شهرت ننګیال و چې د دانش فرهنګي مرکز د مشر ښاغلي اسدالله دانش ساپي لخوا یې کوربهتوب کېده.

غونډه چې د ښاغلي سعدالله فطرت له خوا یې د سټېج چارې پر مخ بيول کېدې په سر کې یې د قرآن کریم مبارک آیتونه تلاوت شول، ورپسې د دانش فرهنګي مرکز مشر ښاغلي دانش پرانستونکې وینا وکړه، ګډونوالو ته یې ښه راغلاست ووایه او د سیمینار پر څرنګوالي یې رڼا واچوله.

ورپسې د سیمینار لومړی ویناوال پوهاند دوکتور محمد اسماعیل یون و، نوموړي پخپله عالمانه وینا کې لومړی پښتنو ته په ورپېښو ستونزو رڼا واچوله او بیا یې حللارې په ګوته کړې.

استاد یون د لر و بر افغان خاورې پر یو کېدلو ټینګار وکړ او تر څنګ یې علمي مبارزه هم اړینه وبلله. نوموړي وویل، پښتانه باید د ماسټر پلان او مارشل پلان له مخې پر مخ ولاړ شي او ورپېښو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

استاد یون د لر و بر تر منځ د اړیکيو دوام اړین وباله او ویې ویل، اوسمهال د لر و بر افغان د یو کېدلو ارمان د پخوا په شان خوب نه دی، بلکې پدې اړه عملي کار روان دی او ډېر ژر به حقیقت بیامومي.

ښاغلي اسماعیل یون د لوی افغان وطن جیوپولیټیک او ستراتیژیک موقعیت ددې سبب وباله چې تل د پردیو سترګې ور کږې دي، نوموړي اوسمهال په هېواد کې د ښکېلو خواوو تر منځ سوله ډېره ارزښتمنه وبلله.

د سيمینار دويم ویناوال د هېواد تکړه لیکوال ښاغلی شهرت ننګیال و، نوموړي د استاد یون او ښاغلي یوسفزي خبرې ډېرې ګټورې وبللې او بیا یې په لنډ ډول د پښتنو د اوسني حالت جاج واخیست.

د غونډې وروستی ويناوال د پښتو ژبې نومیالی لیکوال او د پېښور پوهنتون استاد ښاغلی نورالامین یوسفزی و.

ښاغلي یوسفزي پښتنو ته د ورپېښو ستونزو په ترڅ کې وویل، د پښتنو دښمنان د جګړې بدمرغۍ پر پښتنو ورتپي او په ترڅ کې یې دوی پخپله لویې ګټې تر لاسه کوي.

نوموړي څرګنده کړه چې د جګړې له امله په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو ستر صنعتي مرکزونه برباد شول او هغه ښارونه چې پخوا پکې سترې فابریکې فعالې وې اوس د نوموړو فابریکو د کار درېدلو له امله د بېوزلۍ او تنګسیا تورې وزرې پرې خورې دي.

همدارنګه استاد نورالامین یوسفزي د هندي او پاکستاني پنجاب اړیکيو ته اشاره وکړه چې دوی پخپل منځ کې نژادي اړیکي پالي، خو پښتون قوم که داسې هڅې وکړي نو په ډېر ظلم او جبر یې په مخه کې خنډونه جوړېږي او د دوی تر منځ له ورورولۍ د ډکو اړیکيو مخنیوی کېږي.

د سیمینار دويمه برخه د ګډونوالو پوښتنې وې چې د مېلمنو له خوا قانع کوونکي ځوابونه ورته وویل شول.

د غونډې په پای کې ښاغلي سپین سهار ته بلنه ورکړل شوه چې د سیمینار د پایلې په توګه تیار شوی پرېکړه لیک ولولي.

په یاد سیمینار کې د پښتو ژبې دروند لیکوال استاد محمد آصف صمیم، د ملي ثبات ټولنې مشر ښاغلي ضیاء الحق امرخېل او د لغمان ولایتي ادارې یو شمېر چارواکيو ګډون کړی و.

که څه هم د لغمان والي ښاغلي اصف ننګ ته په سیمینار کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو په ډېر تأسف چې نوموړي د کوم عذر له وړاندې کولو پرته په سیمینار کې له ګډون څخه ډډه وکړه چې دا کار یې له علمي فعالیتونو سره د دوی د مینې پر نشتوالي دلالت کوي، په داسې حال کې چې د هېواد د پرمختګ یوازنۍ لاره علم او پوهه بلل کېږي.

له غونډې وروسته مېلمنو او ګډونوالو ته بلنه ورکړل شوه چې د دانش فرهنګي مرکز له خوا په جوړه شوې غرمنۍ مېلمستیا کې ګډون وکړي.

۲. نیمه پېړۍ یون (د څوارلس ټوکیزو کلیاتو مخکتنه)

نیمه پېړۍ یون، د پوهاند دکتور محمد اسماعیل یون د پنځوسو کتابونو څوارلس ټوکه مجموعه ده چې د هغه د عمر په پنځوس کلنۍ کې د کلیاتو په بڼه چاپ شوي دي.

په لغمان کې دانش فرهنګی مرکز ددې کتابونو په ویاړ د مخکتنې غونډه جوړه کړه چې ګڼ شمېر لیکوالو، شاعرانو او د علم او پوهې مینه والو پکې ګډون کړی و.

غونډه د ۱۳۹۸ل کال د لړم میاشتې پر شپاړسمه ماسپښین د قرآن کریم پر تلاوت پيل شوه چې په سر کې یې د دانش فرهنګي مرکز مشر او د غونډې کوربه اسد الله دانش ساپي پرانیستونکې وینا وکړه.

نوموړي د استاد یون د کلیاتو اهمیت ته نغوته وکړه او هغه ته یې ددې ستر کار مبارکي وویله. ورپسې د هېواد وتلي لیکوال او ادیب استاد محمد آصف صمیم عالمانه وینا وړاندې کړه، نوموړي د ښاغلي یون دا هڅه وستایله، علمي تحلیل یې ورباندې وکړ او مبارکي یې ورکړه.

د غونډې بل ویناوال د پېښور پوهنتون استاد، د پښتونخوا تکړه لیکوال او کره کتونکی نورالامین یوسفزی و. نوموړي پخپله وینا کې د اسماعیل یون دا نوښت وستایلو او نور یې هم وهڅول چې ورته کار وکړي، ښاغلي یوسفزي استاد یون ته ددې هڅې مبارکي ورکړه او هیله یې وښوده چې ښاغلی یون خپلې هڅې همداسې جاري وساتي.

له ښاغلي یوسفزي وروسته تکړه افغان لیکوال او څېړونکی شهرت ننګیال وغږېد، نوموړي وویل، د استاد اسماعیل یون له نوم سره د پښتنو هره لوستې کورنۍ اشنا ده چې دا د نوموړي د بې درېغه هڅو پایله ده. ښاغلي ننګیال استاد یون ته مبارکي ورکړه او داسې کارونو ته یې لا نور وهڅاوه.

د غونډې درې نور ویناوال ځوان لیکوالان او شاعران ول چې د استاد یون د کلیاتو په اړه یې خپل اندونه له ګډونوالو سره شریک کړل.

په پای کې پوهاند دوکتور اسماعیل یون وینا وکړه، په خپل وار یې له دانش فرهنګي مرکز او ګډونوالو څخه مننه وکړه، همدارنګه یې څرګنده کړه چې هڅه کوي د پښتو ژبې د نورو لیکوالو اثار هم را ټول کړي او د کلیاتو په بڼه یې چاپ کړي. نوموړي د پښتو کتابونو د چاپ او خپراوي په برخه کې د افغان دولت د جدي پاملرنې غوښتنه هم وکړه.

یاده غونډه مازیګر مهال پای ته ورسېده.

 

یادونه کیږي چې د یادې ورځې پر ماسخوتن د دانش فرهنګي مرکز او لغمان ښاروالۍ له خوا د (یو مېلمه، یو کوربه) تر نامه لاندې مېلمستیا، مشاعره او تفريحي پروګرام هم جوړ شوی و چې په مشاعره کې د کوزې پښتونخوا څخه راغلی شاعر ښاغلی انور مانېروال مېلمه و او لغماني شاعر ښاغلي شېرين توکلي یې کوربهتوب کاوه.

د مشاعرې په سر کې د لغمان ښاروال، یو شمېر چارواکو، لیکوالو او شاعرانو خبرې وکړې، وروسته ازاده مشاعره پيل شوه او هغه ماسخوتن د شعر په کلماتو خوشبویه شو.

درنښت.

راپور: مومند محمدي اڅړ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *