دلته نه ګورګاني شاه جهان قدمونه ایښي او نه د هغه ایرانۍ ارجمند بانو خپلې زلفې ږمنځ کړي. دلته نه د مغلو جنډه رپیږي او نه د ممتاز د پایزیبو شرنګا شته. دلته نه دنګې منارې شته او نه د سپينو مرمرو کټارې. نه د شرابو ویالې او فوارې شته او نه د سپینو کوترو ډمامې.
دلته نه شیش محل شته او نه د میو کړنګیدلي جامونه. نه وینځې شته او نه د غلمانو قطارونه. نه اورنګ شته او نه یی ترنګ. نه بازار شته او نه مزار. نه د آسونو طبیلې شته او نه د فیلانو خړتمونه.
د شاه جهان تاج محل خو د مینې، عشق او وفا سمبول دی، خو د دانګام هره جونګړه او سوزیدلی کور بیا د ولولې، مقاومت او سوز بیلګه ده. هره کوډله یی د خټو تاج محل دی. دلته ککرۍ دل شوې او ګام په ګام حماسې زیږیدلې دي. دلته د هر کس او ناکس ارادې تس نس شوي او د شګو په سراب بدلې شوېدی.
دلته په دانګام او شاو خوا کې د شینوارو، ماموندو او سالارزو باتورانو د مقدوني سکندر پښې ور ماتې کړي، د ګوجرو، مومندو او مشواڼو غازیانو د پیرنګي ورمیږ ورهلي او د مسودو، ودیرو او ګوربزو شاهینانو د روس ارتینه بوره او ملا یی ورله ماته کړېده.
دانګام والو د تل لپاره، د خپل ناموس، پت او هویت پخاطر د هر زورور په سترګو کې سترګې اچولي او پخپل راتګ یی پښیمانه او ستومانه کړیدی.
د یثرب او طیبې د لښکرو سالار چې کله د خلیل په سپینه ږیره او د ذبیح په تنکیو لاسونو جوړه کعبه فتح کړه، نو د لات، منات او عزی پیروانو ته یی بښنه وکړه. د لالهندې هاجرې په نازولو پښو د لاندی شوې صفا او مروی په غونډۍ اعلان وشو چې: انتم الطلقاء – تاسو ټول آزاد یاست ــ د هبل دوړې او ګردونه د حجاز اسمان ته پورته شول، د بلالي آذان انګازو د مکې غرونه ولړزول، د توحید ناره اوچته او شرک او وثنیت د تل لپاره د عربي ټاپو وزمې څخه کډه په سر او تری تم شو.
او رحمة للعالمین خپل امت ته د رحم، ایثار او ګذشت امر و کړ. د ویني حرمت خوندي او د انساني ژوند عصمت ته درناوی وشو. د ماشوم، سپین ږیرې او حیوان د نه وژلو او نبات د نه پریکولو حکم صادر شو او په بل ځای کی یی دا هم وفرمایل:( تاسو د مظلوم له دعا څخه وډاریږۍ، ځکه د هغه او الله تر منځ پرده نه وي).
نو دلته خو نه سومنات شته او نه د بګوان بندګان. بیا څرنګه کیدای شي چې د توحید لارویان دی د دانګام په موحدو خلکو ناتار جوړ کړي او د هغوئ خټین تاج محلونه دی په کنډرو بدل کړي؟ دا ولی په دی سوړ ژمې کې د خلکو کورونه سوځول کیږي؟ مال او متاع یی غنمیت شمیرل کیږي؟ ماشومان یی د میندو په غیږو او زانګو ګانو کې ژړول کیږي! پاک لمنې تور سرې یی بی کوره او د پګړۍ، د سترخوان، ژبې او د قلم د خاوندانو سرونه غوڅ او د سینو د پاسه ایښودل کیږي؟
آیا جنت ته تللې لاره، یواځی د ډیورند د لیکې د همدې سپیرو غرونو، ګړنګونو او ناوونو نه تیریږي؟ او آیا له دوزخه د بچ کیدو لپاره همدا ولسونه مباح الدم او وژل، رټل او شړل یی روا دي؟
ترسم نرسی به کعبه ای اعرابی ـــ کین ره که تو میروی به ترکستان است
د ملکزی صاحب او د تاند څخه په ممنه س.ره
د ملکزی صاحب او د تاند څخه په ممننه سره. ملکزی صاحب همیشه د بو ښه عنوان انتخابوی او د لوسونکو توجوع مطلب ته را اړوی.مونږ د ټولو هیوادوالو اوملی رسنیو څخه هیله لرو چی هره ورځ باید د کنړونو د وسنی کړکیچ په باره یو څه ولیکی او نشر ته یی وسپاری تر څومو خپله ملی او اسلامی فریضه سرته رسولې وی
ملکزی صیب، وايي د کوم سړي په سینه مار تیر شوی و او سړي ژړل نو چا ورته وویل ولې ژاړې نو څه چیچلی خو یې نه یې، سړي ورته په ځواب کې وویل هو چیچلی یې نه یم خو زما سینه یې لار شوه، کله چې په یو ځای باندې د چا لار شوه بیا شوه او په اسانه یې نه پریږدي په 1357 کې که مو دا خبره په زغرده کړې وه، چې د جنت لار له افغانستانه نه تیریږي نو دا به یې نه لار کیده خو له بده مرغه هغه مهال موږ خپله هم په همدې لاره تلوو او فکر مو کاوه چې د جنت لار له افغانستانه تیریږي ، موږ پوه شوه چې د جنت لار له افغانستانه نه تیریږي خو خلک لا هم په همدې انګیرنه کې دي چې د جنت لار له افغانستانه تیریږي او اوس یې پوهول د معجزی په برابر دی.