د دانګ تایي کورنۍ د ماشومتوب له وخته د ښکیلاکګر حکومت پر ضد و او دانګ خپل شپږ شپیته کلن عمر څخه یواځې څلویښت کاله د انقلاب په خدمت کې تیر کړل. نیکه یې د ۷۴ کالو په عمر په زندان کې له ژوند سره مخه ښه وکړه. پلار یې د پوئولو جزیره، چې په کوندر کې وه، په عمر بند محکوم شو او په ۱۹۲۳ کال کې ده هم دی نړۍ ته شاه کړه. کله چې خپله دانګ تایي مايي د لومړی ځل لپاره په ۱۹۲۷ کال کې زندانی شو؛ نو د ادیبانه مسلکه یې لاس واخیست. دی وایي:
که څه هم موږ د فرانسویانو پر وړاندې و جنګیدو؛ خو د هغوی د فرهنګ سره یو ځای را لوی شو. د فرانسې د ادبیاتو او هنر نه مو په پراخه پيمانه ګټه پورته کړه او د اروپايي فلسفی په مرسته مو خپل ژوند مخته یوړ. موږ د افلاطون، کانت، شوپنهاور او برګن آثار ولوستل. د لومړي نړوال جنګ وروسته د هوشی مینه له لیکنو سره په اورو او خپله کومه خپرندویه ټولنه، چې پاریا نومیده اشنا شو. د هغه د آثارو په واسطه مو د مارکس، انګلس او لینن آثار هم مطالعه کړل.
(( کله چې بروژوازی مبارزه د مستعمراتی سیاست پر وړاندې له ماتی سره مخ شوه؛ نو د هوشي مینه له زده کړي بې برخې شو، مګر تر اوسه زموږ لپاره یو ښه ښوونکی دی. د چینایانو انقلاب موږ نور هم سره یوځای کړو. په هغه وخت کې موږ به ویل: موږ ته رڼا له شماله راځي.
(( کله چې چیني ځواکونو پرمختګ وکړ؛ نو زموږ لپاره یو درس و، مګر موږ پوهیدو، چې زموږ هیواد ولی وروسته پاتې او د حل لاره یې باید پخپله پيدا کړو. د لومړي ځل لپاره په چین کې په یو نوی شکل انقلاب رامنځته شو، چې د استالین او تروتسکی له افکارو څخه یې سرچینه نه وه اخیستي. وروسته زموږ لپاره روښانه شوه، چې تاریخ نه پوهیږي، چې څوک او چیرته دغه پيښې پيښوي.
(( که څه هم د نیمه فیوډالي ټولنیز ژوند تر نسکوریدو وروسته چیانګ کاتیک د انقلاب مخه نیولي وه، حتی په چین کې په هغه وخت کې د ازادۍ څرک لیدل کیدو؛ خو په ویتنام کې، چې د ښکیلاک تر چتر لاندې و، د خپلواکۍ څرک نه لیدل کیدو. په عین وخت کې مو پر ادبیاتو ځان مشغول کړی و او کوښښ مو کاوه، چې د لیکنو له لارې په عمومي افکارو کې تغیر او د عمل جامه ور واغوندو.
(( ومو کولی شول، چې خپل پخواني ادبیات مظلوم، غلام بې سواد خلکو ته وپيژنو)).
(( لوشون زما یو مهم او مینه ناک لیکوال و. د انقلاب پر وخت د چینی خلکو څخه مې د هغه ډېر صفتونه اوریدل. هغه یو بې بدیله هنرمند، صاف او ساده زړی، جدي، ټوکي او تند و. په سیاست کې د اصولو پابند و، مګر په اثارو کې یې د انساني ویناو پر خلاف او نا همغږی لیدل کیده. هغه ماته وښودل، چې هیڅ ستونزه او مسئله د میخانیکي وسایلو او ماشینونو ( جنګي وسایل) پر مرسته نه شي حل کیدی.
(( کله چې په هندو چین کې د کمونیست ګوند رامنځته شو؛ نو مجبور شوم، چې په یوه شخصی لیسه کې استادي واخلم)). د فرانسي کلاسیک او مدرن ادبیات مې زړه ته ډېر نږدي و. په هغو کې مې اخلاقي او معنوي ارزښتونه پيدا کړل. په هر حال، دي هنر نه شو کولی، چې موجوده ستونزو ته د پای ټکی کیږدي. د دوهم نړیوالې جګړې څخه مخکې کلونو کې، چې په دغه وخت کې موږ په پټه ژوند تیروه، په محابسو کې به بیانې او شعرونه لیکل کیدل او یا به د بهر نه موږ ته راوړل کیدل او د ژوند لپاره نور د موجودیت چانس نه و. په ښار کې د خلکو، کارکوونکو، ډریورانو او نورو خلکو بدختی د توصیف وړ نه وه. په هانوی کې فساد خپل اوج ته رسیدلی و. خلکو د ولږي له لاسه په کوڅو کې مړه کیدل. ماشومانو به سوال کاوه. په حقیقت کې مو داسی دنیا ته ګام ایښی و، چې خلک یې پر مرګ محکوم ول.
د ښکیلاک پر وخت ډېری ویتنامی لیکوالو په حاشیه او یا د ټولنې نه بهر ژوند کاوه. که څه هم چې مدرسي ته تللی و؛ خو ډيری ورتوالی یې کارګرو ته پاتې کیدو. دومره غریب او بې وسه و، چې په روڼ اندو کې نه حسابیدل. ځينو د نورو کارګرو په قطار کې حسابیدل یعنی د نورو کارګرو په شان کار کاوه او ځینې نور یې بیا سیار ښوونکي او یا دهقاني کوله. ځینې وخت به که د هغو نه کوم یو ته چانس پيدا شو او د میز شاته به کیناستل او کوم کتاب به یې ولیکو. نګوین هونګ لومړی لیکوال و، چې د ښکیلاکی نظام پروړاندې یې قلم پورته او په ۱۷ کلنۍ کې یې په زندان کې په لیکلو پيل وکړ. نګوین دینه چیو کلاسیک ښوونځي پورې اړه درلوده او لیکونه به یې په خپل لاس خپرول. کوم موضوعات یې چې ټاکل هغه یې د ماډرن ادبیاتو مخکښ وټاکو. فرانسویانو ډېر کوښښ وکړ، چې هغه خپلې ټولنې ته راولیږدوي او خپلې ټولنې پورې یې ونښلوي؛ خو په دې کار کې بریالې نه شو او بلاخره دغه کړیدلې لیکوال په غربت او نابینایی کې ومړ. د لومړی نړیوالي جګړي لږ مخکي اورپايي لیک په ویتنام کې رواج شو. نوي ادبیات د اروپایانو په لاس چاپ شو، مګر ویتنامیان له اکاډمیکو تحصیلات څخه د فرانسې په پوهنتونونو کې محروم شول. یواځې په ۱۹۳۰ کال کې یوه ویتنامي ډاکټری واخیسته.
مدرن نثر تقریباً په ۱۹۲۰ کال کې پيل شو. هغه کتابونه چې چاپ شول د پرمختللی بروژوای پورې اړه درلودل. ددوی سبک او میل فیوډالیزم پر ضد و.
د هوشه مینه دا خبره، چې (( په سپيڅلي غربت کې ژوند وکړئ او د غریبۍ په جامه کې خپل نوم وساتۍ))، د خلکو په خولو کې اوړیدو را اوړیدو، چې دې وینا سیاسی زندانیان او هغو چې د پولیسو په پوستو او لیواوو کې کار کاوه، زور کارونو ته اړ کړل. د هوشه مینه وینا حقیقت په دې کې و، چې خبره به یې ساده او له ریا پاکه وه. د هغه خبرې به د کیسی په شکل کې وړاندې کیدلي. رسالې به یې کلیوالو درک کولي. د کلاسیک ادبیات انسان پالني سنت، چې د بشریت د عدالت لپاره یې هلي ځلي کولي، په ډیری هوښیارتیا سره یې سیاسی دندي سره اړیکه پيدا کړه. په ۱۹۴۱ کال کې هوشي مینه له تبعید وروسته د کائوبانګ شمالی برخې ته لاړ او هلته یې په یوې سمڅه (غار) کې خپل ژوند پيل کړ. دلته ده تصمیم ونیوه چې وسلیزه مبارزه به پيلوي او دغه شعر یې په دغه وخت کې ولیکه:
سهار زر زر د ویالی غاړې ته تلم
ماښام به بیرته سمڅې ته راګرځیدم
سوپ او د نی شاخ تیار دی
تیږي او ظروف زما لپاره خدمت کوي
انقلابي ژوند څومره ښکلی دی
کلونه وروسته د خپلو ملګرو سره، چې د انقلاب نقشه د ټولو په فکر کې ګرځیده، هغه سمڅې ته لاړل. تاسو مې کورته لاړ شئ، زه همدلته د ویالي په غاړه پاتې کیږم او پر کاغذ یې ولیکل:
شل کاله مخکې په دې سمڅه کې اوسیدم
تر هر قدم وروسته مې واښه بیرته صافول
چې د پښو خاپ مې څوک پيدا نه کړي
له دې ځایه د فرانسوي جاپانیانو ضد جګړه پيل شوه
انقلاب وګټله
نن غرونه او ویالي څومره ښکلې ښکاري
ځینې نصیحتونه یې:
مخکې له دې، چې یوه خبره وکړئ، فکر پرې وکړئ.
کله چې یو کار کوئ، قاطع اوسئ.
کله چې لیکل کوئ، احتیاط کوئ.
د بحران پر وخت ارامه او هوښيار اوسئ.
کله چې په احساساتو کې راځئ، پر خپل ځان مسلط اوسئ.
خپل غم هیروئ.
که یو غټ کار د ډېرو په ګټه و، نو خپلئ شخصي ګټې نه تیر شئ.
نګوتات تویکی د نوې نثر بنسټ ایښودونکی دی، چې د دندې تر څنګ یې د (کلیوالو ژوند) په اړه ډېری کتابونه لیکلي. کله چې دی ومړ؛ نو په ۱۹۳۸ کال کې ( څراغ مړکیږي) رومان چاپ شو. رومان یې د بې وزله بزګرانو د زجر او زورلو خبرې کوي. اصلي کرکټر یې یوه ښځه ده، چې همیشه د خپل مړشوي میړه مالیه ورکوي. د مالیاتو مربوط چارواکو سره یوځای کیږي؛ خو کومه ګټه ورته نه رسوي. مجبوره شوه، چې خپل زوی وپلوري او بیرته یې د شیدو ورکوول یعنی دایه دنده په غاړه واخلي.
په ۱۹۴۲ کال یعني کله چې جاپانیانو ویتنام ونیوه، نګوتات تو د ( نی کور) تر نامه لاندې یو بل رومان ولیکه، چې تاریخی اثر معلومیږي. په دغه رومان کې یې د ذهني غلامۍ او د فیوډالي ویتنام طبقاتی اختلافاتو په اړه خبرې کړي. کله چې د ټول دولت قومندان (ویشي) د جاپانیانو سره مرسته کوله؛ نو فرانسوي مطبوعات او تبلیغاتی ادارې سانسور ته دوام ورکړ. د تبلیغاتو رئیس، چې د کوسیو په نامه یادیده او په ویتنامي ژبه پوهیدو؛ نو د دغه رومان د ډیرې خپریدا مخه ونیوله او له صحني یې لري کړ، چې څو کاله وروسته یعني د مقاومت جنګونو په وخت کې نګوتات تو ووژل شو.
د سانسوریانو یو بل قربانې، چې کائوبود نومیده، په ۱۹۴۰ کال کې یې یو رومان ولیکه، چې بیا وروسته د (چې فیو) په نامه مشهور شو. دغه رومان دی یو پرمختللی ماډرن لیکوالو کې وشمیره. په دغه رومان کې یو کلیوال، چې ځمکه نه لري، انځوروي. دغه کلیوال د ډېر محرومیت او ناهیلیه شرابو ته مخه کوي. یو ورځ شراب وڅښي او ډېر مست شي او په همدې وخت کې د فوځ یو مشر ووژنې. دي مجرم نه دی، بلکې ټولنه ده، چې دی یې د یوې عادي ژونده محروم کړی.
کائو د معلمی، د ځمکي کاریګر او ډریوری ژوند تیر کړ، مګر مریضې هغه ناتوانه کړ او په کور کیناست. په دغه وخت کې یې یو بل رومان ولیکه، چې ( یو بې ګټې ژوند) په نامه و او دوه سوه صفحی و. دغه رومان موږ ته د هانوي د خلکو روحي او بدني زوال په اړه غږیږي، چې تر انقلاب مخکې نیول شوی و. ددی کتاب یوه کمه برخه به ۱۹۴۴ کال کې بشپړه شوي وه او لوستل شوي وه، چې همدغه اثر دی د ویتنام په لویو لیکوالو کې وشمیره. دغه رومان په ۱۹۵۵ کال یعنی د مرګ نه وروسته چاپ شو. د B ویټامین او قلبی ناروغی څخه ډېر کړیدو. په ځنګله کې یې ژوند کاوه او همالته یې د خاطراتو او د داستانونو یوه ټلګه ولیکله. یو جغرافیی کتاب یې هم ولیکه، چې په ازادو شو سیمو کې خلک تري ګټه واخلي. کله چې په شمالی برخه کې جګړه وه؛ نو د ( کښت ځمکو داستانونو) کتاب یې خپور شو او په ۱۹۵۱ کال یې په یوه ګوند کې کار کاوه، د ویتنام د سري بحیري په غاړه ونیول شوهاو د فرانسویانو لخوا اعدام شو.
نګوین تووان خپل کار د پخواني ویتنام څخه پیل کړ او په رومان کې یې د رټلو تصویرونه او صفتونه ډیر لیدل کیږي. د ( غږ او سویري) رومان یې د هغه وخت رومان دی، چې بروژوازی د فیوډالی لاره تعقیبه، له خوبه راویښه او د ښکیلاک سیاست پر وړاندې یې جګړه پيل کړه. هغه په سوفیسطايي ژوبه د خلکو دقیق انځور په دغه رومان کې انځوروي او د لاسه تللې هنر په اړه پاکې او ښکلي خبرې کوي. نګوین تووان په خپل دویم کتاب ( په خپل افتخار) کې خپل ژوند انځوروي. د سپکو او سپورو او رټلو څخه تیریږي او په ترخه ژبه پر خپل ځان نقد کوي. هغې صحني څخه خبرې کوي، چې خپل ځان یې ځان وژنط ته اماده کړی و. شپې خپله تفانچه اخلي او پارک ته ځي. په سیند کې خپل تصویر ویني او وايي:
د یو روڼ اندي څيره چې له خپل ځانه مایوسه شوی. تفانچه پورته کوي، مګر په همدې وخت کې د کوڅو نه د ژړا غږونه اوري: ژوند یې بې معنا دی. هغه مرمۍ، چې څو شیبې وروسته به یې ژوند ته د پای ټکۍ کیږي، هم بې معنا دی او حتی ځان وژنه هم نه شي کولی، چې هغه ته برم (شان او شوکت) ورکړي.
نګوین تووان د فردپالني او ښکلاپرستۍ په خاطر د انقلاب سره نښلي. مخکې به یې ډیری وخت د خپلو پریشانیانو او زورولو د حل په لټه کې تیراوه، اوس یې د ازادۍ بخښونکو فوځ کې ګډون کاوه. ناڅاپه یې د لس کلن کار پایله راښکاره شوه. مقدماتی کړنې، زغمل او د ګوندونو ثابت پاتې کیدل، د مسلح فوځ دقیقه رهبري د نوی عمل بڼې ته داخله شوه.
نګوین هغه څوک دی، چې په ډرامه کې یې مکالمه او غږ رامنځته کړ. لومړی نمایشنامه یې د (وونهوتو) په نامه ده. کله چې جاپانیانو ویتنام نیوه، دغه یې ولیکه، چې دغه داستان په ځان کې رانغاړي:
په پخواني ویتنام کې ظلم او ستم په خلکو حکومت کاوه، چې یو مشهور انجینر پکې ژوند کوي. امپراتور ورته امر کوي، چې داسې یوه ماڼۍ جوړه کړي، چې پر ټولو ماڼیو او کلاګانو غوره والی ولري. انجینر په دې کار کې ډیر متردد دی، ځکه پوهیږې، چې د داسې ماڼۍ جوړل ډېرو مالیاتو او زورولو ته اړتیا لري او دغه مالیات به خلک د مرګ کندي ته وغورځوي. ظالم امپراتور انجینر ګواښي، که دې دا ماڼۍ جوړه نه کړه؛ نو سره به دي له تني بیل کړم. انجینر نه تسلیمیږي؛ خو امپراتور ورته وایي، چې دا ماڼۍ زه ځانته نه جوړوم، بلکې د ټول ملت د سعادت لپاره یې جوړه وم. انجینر ومنله او د ښار د هر کونج نه یې صنعت جوړونکي او کاریګر راجمعه کړل. د ماڼۍ جوړول ډېر کلونه په بر کې ونیول، چې جوړه شي. د خلکو څخه په زوره ډېر باج اخیستل کیده. د خلکو بدختي، ولږه او ټول ښار سوالګر نیسي. کله چې ماڼۍ جوړيږي؛ نو د خلکو پاڅون پيلږي. خلک ماڼۍ ته ننوځي، ماڼۍ سوځوي او امپراتور بیرون راباسي. د انجینر په اړه پریکړه کوي، چې اصلي مجرم هغه دی. په مرګ محکومیږي او بلاخره انجینر دې سزا ته غاړه ږدي او سر یې له بدنه جلاکیږي.
تر دې ډرامې نه وروسته هغو روڼ اندو، چې د حاکمانو څخه پيسې اخیستي او د خلکو ګټه یې له پامه غورځولی وه، پند واخیست یعني هغه هنرمندان، چې اثارو به یې خلکو ته ګټه نه رسوله، ویښ شول او یو درس یې واخیست.
د تونګ یوه بله ډرامه باسون ته لیکلي ده. باسون د ویتنام په شمال کې یوه غرنۍ سیمه ده، چې ددي سیمي د فرهنګ او تمدن لومړنۍ سیمه بلل کیږي. ددی سیمې خلکو به چې هر کار او هره دنده درلوده او د ټولنیز ژوند سطحه یې چې هر رقم وه، سره راټول شول او پارتیزاني عملیات یې پيل کړل. د همدې ځایه ویتنامیانو د جاپاني ـ فرانسویانو استعماری ځواکونو پر ضد پاڅون پيل کړ.
د تونګ یو بل اثر (هغوی چې په وطن کې پاتې شول) په نامه ده. اصلي کرکټر یې یو ډاکټر دی، چې نه شي کولی په سمه توګه پریکړه وکړي. هغه د ازادۍ بخښونکو جنګ کې د انقلاب په نیمايي کې د انقلابه لاس اخلي.