سردار محمد داوودخان

اسرار ستانکزی-

په افغانستان کې د پېژندنې موظف کمېسيون وويل چې دغه مړي تر طبي پلټنو او د خپلوانو تر کتنې وروسته تشخيص شوي دي.

د دغو مړو د پېژندنې موظف کمېسيون وويل چې دغه مړي تر طبي پلټنو او د خپلوانو تر کتنې وروسته تشخيص شوي دي .

د کمېسيون مشر او د روغتيا مرستيال وزير ډاکټر فيض الله کاکړ درې کاله پخوا په یوه مرکه کې بي بي سي ته وويل چې په دوى کې د داود خان مېرمن زينب، د هغه دوې لوڼې – زرلښته او شينکۍ، زوى يې عمر، د هغه خور، لمسى او زوم شامل دي.

داکټر کاکړ وويل چې له دوو قبرونو نه ټول ٢٩ مړي موندل شوي چې ١٨ يې ښايي د داود خان کورنۍ او پاتې يې د هغه ساتونکي وي.

خو هغه وويل چې لا هم پخپله د لومړني ولسمشر محمد داود او د هغه د ورو محمد نعيم مړي تشخيص شوي نه دي.

ډاکټر کاکړ وويل چې د داود خان د غاښونو قالب يې چې په آلمان کې د هغه د معالج ډاکټر د کورنۍ په موزيم کې ساتل کېږي رغوښتى، چې له مخې يې دده د مړي پېژندنه وشي.

خو که په شتو مړو کې دى ونه موندل شو، ښايي د مرنجان غونډۍ په يوه قبر کې به وي چې مخکې يې ځاى پېژندل شوى دى.

داود خان او د هغه کورنۍ د ١٣٥٧ کال د ثور پر اتمه د خلق ديموکراتيک شوروي پلوه گوند تر کودتا يوه ورځ وورسته د کودتايي افسرانو د يوې ډلې له خوا ووژل شول.

ولسمشر حامد کرزي په تېر ثور کې د دغې وژنې د دېرشم کال په پوره کېدو سره يوه کميسيون ته دنده وسپارله چې هغوى ومومي او په خاصو مراسمو يې د خښولو چاره تر سره کړي.

د کورنۍ يو شمېر غړي يې وايي چې ښايي پخپله داود خان د کابل د جنوب په چهلستون کې پر هغه غونډۍ چې ده په کې د ځوانانو مېلمستون جوړ کړى و، خاورو ته وسپارل شي.

2 thoughts on “د داود خان د کورنۍ نهه وژل شوي غړي”
  1. یادښت ښه دی مننه، خو داسې پاراګرافونه کارول ډېر زوړ دود دی او هسې لوستونکی ستړی کوي او وخت ضایع کوي یعنې یو ځل کفایت کوي:
    په افغانستان کې د پېژندنې موظف کمېسيون وويل چې دغه مړي تر طبي پلټنو او د خپلوانو تر کتنې وروسته تشخيص شوي دي.

    د دغو مړو د پېژندنې موظف کمېسيون وويل چې دغه مړي تر طبي پلټنو او د خپلوانو تر کتنې وروسته تشخيص شوي دي .

  2. Does any body know, who ordered the killing of Dawood Khan and his family? in one report I read, it was Dastagir Panj-Sheri who ordered the killing of them.
    If this comes to be true then Mr. Panj-Sheri should be found by Interpol and brought to Kabul and be questioned by the court and the family members of Dawood Khan and Naeem Khan. For the purpose of justice to be served.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *