تاند- د حضرت عیسي ع یوه رسامي، چې ۵ سوه کاله پخوا ایستل شوې او ګومان کېږي نامتو ایټالیايي انځورګر لیونارد داوینچي کښلې ده، په ۴۵۰ ملیون ډالره وپلورل شوه.
د دې انځور بیه، چې «سالوادور موندي» نومېږي او په نیویارک کې وپلورل شوه، د یوه پخواني انځورګر د هنري اثر لپاره تر ټولو لویه بیه ده چې په یوه لیلام کې ورکول کېږي.
د داونچي تر ۲۰ لږ هنري اثار پاتې دي.
ګومان کېږي چې داوینچي به دا انځورپه ۵۰۵ م کال کې کښلی وي.
په انځور کې د حضرت عیسي تصویر په داسې حال کې ښودل شوی چې څو ګوتې یې پورته نیولي دي.
دا اثر ۵۸ کاله پخوا په دې نوم چې د دواینچي د یوه شاګرد اثر دی، په ۶۰ ملیون ډالره په لندن کې پلورل شوی و.