بادام

تاند، سه شنبه، د میزان ۹مه: د کرني وزارت وايي، سږ کال د دایکندي ولایت د بادامو حاصلات ۴۰ سلنه زیات شوي دي.

یاد وزارت تاند ته نن سه شنبه په استولې خبرپاڼه کې ويلي، سږ کال به دغه ولایت کې د بادامو حاصلات ۲۵ زره متریک ټنو ته لوړ شي.

وزارت وايي، د دایکندي د بادامو د حاصلاتو زیاتېدو وجه دا ده چې سږ کال د ورښتونو کچه ډېره ښه وه: (( د بادامو د ونو ناروغیو کنټرول، د اصلاح شویو نیالګیو وېش او د بادامو د معیاري باغونو جوړول د دایکندي د بادامو د حاصلاتو زیاتېدو اصلي سببونه دي.))

خبرپاڼه وايي، تېرو کلونو کې به دغه ولایت کې ۱۵ یا ۲۰ زره ټنه بادام کېدل خو اوس به دا کچه ۲۵ زره ټنو ته لوړه شي.

بادام د دایکندي عمده کرنیز حاصلات دي چې د دغه ولایت نږدې لویه برخه ځمکه پرې پوښلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *