تاند- دوه امریکايي څېړونکي وايي چې د اتلانتیک سمندر په شمال کې د هندوستان د خاورې هومره ساحه کې دومره بادي برښنا تولید کېدای شي چې د درستې نړۍ د برښنا اړتیا پوره کړي.
د پي اي ساینس د راپور له مخې، د دغو امریکایانو څېړنه، چې په کمپیوټر کې یې د خپلې پروژې طرحه چمتو کړې ده، ښيي چې د اتلانتیک سمندر په شمالي برخه کې د هند د خاورې په اندازه د بادي برښنا ستره پروژه به احتمالاً د ټولې دنیا لپاره کافي وي.
که څه هم دا ستره پروژه به له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخامخ وي.
د امریکا د کارنګي موسسې د دوو څېړونکو د محاسبې پر اساس د دې بادي پروژې مساحت به ۳ ملیون کیلومتره مربع وي چې د هند هومره ساحه ده او په دې کې به د کال ۱۸ تیترا واټه برښنا تولېږي.
د ټولې نړۍ اوسنۍ مصرفېدونکې برښنا تر ۱۸ تیترا واټه زیاته نه ده.
د څېړونکو په کمپیوټري طرحه کې داسې ښکاري چې هر بادي توربین په هر متر مربع ځای کې د هغو توربینونو چې په وچه یا مځکه کې درول شوي، ۴ برابره زیاته برښنا تولیدوي.
دوی باوري دي چې که د اتلانتیک سمندر په شمال کې له موجودو بادونو د برښنا د تولید لپاره کار واخیستل شي، په نړۍ کې به د برښنا د کموالي ستونزه پاتې نه شي.