په تېرو ټاکنو کې منظمو او ماهرانه درغلیو ته په کتو سره په دویم پړاو ټاکنو کې هم د پراخو درغلیو وېره موجوده ده.

اوس چې افغانان په یوه ولسواکه ټولنه کې تر ټولو مهمه ازموینه ټاکنې ترسره کوي او خپل برخلیک ټاکي، ماهرانه درغلۍ او د پراخو لاسوهنو او صندوق ډکولو لپاره سازمان شوي پلانونه، کولی شي د خلکو پر دغه برخلیک لوبې وکړي او نوې را ټوکېدلې دغه ولسواکي وننګوي. د وري میاشتې په شپاړسمه نېټه ټاکنو کې د جمعیت ګوند د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خپلو قوماندانانو او دولتي نفوذ په کارولو صندقونه ډک او پراخې درغلۍ يې ترسره کړې. ښه بېلګه مزارشریف ښار کېدای شي، چې هلته ان د ټاکنو لپاره جعلي رای پاڼې را چاپ شوې وې او په لوی لاس په پښتني سیمو کې مصنوعي نا امني رامنځته شوې وه.

په افغانستان غوندې هېوادونو کې چې د نوې په پښو درېدلې ولسواکۍ لومړۍ تجربه کوي دا ډول ستونزې په بشپړ ډول ولسواکي تر سیوري لاندې راولي.

په ډېموکراسۍ یا ولسواکۍ کې تر ټولو ستر رکن ټاکنې دي، چې د یو هېواد وګړي وکولی شي په خپله خپل برخلیک روښانه او د خپلې خوښې نوماند واک ته ورسوي، خو چې کله درغلۍ او لاسوهنې په لوی لاس د خلکو د دغې ارادې د مخنیوي لامل شي، ډېموکراسي او ولسواکي په بشپړ ډول له ننګونو سره مخ کېږي.

د ټاکنو دوې سترې ترسره کوونکې ادارې، چې یوه یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او بل د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون دی دواړه وار له مخه د درغلګرې مافیا تر حلقې لاندې راوړل شوي دي.

په ټاکنو خپلواک کمېسیون کې څو تنه مسلکي کسان کار کوي او په پوره ريښتینولی سره غواړي، چې په معیار برابر او بې طرفه کار وکړي، خو د هغوی ژبه او سمت او قوم د دې لامل شوي، چې دوی وار له مخه په قوم پالنې او ژبپالنې تورن شي.

په ټاکنیزو شکایتونو کې هم ورته کار کېږي او د عبدالله عبدالله ټیم دغه کار قصدا او د ځانګړو موخو لپاره کوي، د عبدالله عبدالله د ټیم هڅه دا ده، چې وار له مخه د دوی له نظره یو شمېر کسان تورن او په راتلونکي کې د خپلې ناکامۍ لپاره توجېه ولټوي، چې کله د نه بریاليتوب په صورت کې ټاکنیز کمېسیونونه په بېلابېلو نومونو تورنوي.

خو تر هغه چې د عامو خلکو لپاره دغه پروسه څرګنده ده، ټاکنیز کمېسیونونه د دې پرځای چې دا تورونه پکې ريښتیا وي، دوی له دغو تورونو متاثر شوي او ان داسې محتاطانه ګامونه اخلي، چې په ډېری مواردو کې زیان باره وي.

د غبرګولي میاشتې په ۲۴ نېټه، چې د راتلونکې اوونۍ د شنبې ورځ ده او د ټاکنو له دویم پړاو سره برابره ده، یو ځل بیا خلکو ته پراخه او سازمان شوې درغلي ور په یادوي. یو ځل بیا د ټول هېواد په کچه په ټولو رای محلونو کې د درغلۍ لپاره تابیاوې نیول شوې دي.

که چېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او شکایتونو کمېسیون په دویم پړاو ټاکنو کې د پراخو او سازمان شوو درغلیو مخه ونه نیوله د افغانستان له ملت او نوې را ټوکېدلې ولسواکۍ سره به سخته جفا شوې وي، هغه مهال به افغانان له ولسواکۍ په ګټې اخیستلو نه بلکې درغلۍ به د افغان ملت سرنوشت ټاکي.

هغه مهال به ټول افغان ملت د یوې وړې ډلې پر وړاندې ماتې خوري، چې د ټول ملت ماتې ډېرې ناوړه پایلې هم لرلای شي.

له بلې خوا افغان امنیتي ادارې، چې په راس کې یې د جمعیت ګوند غړي او یا په یو ډول د عبدالله عبدالله د ټیم پلویان، چې وار له مخه یې په واک کې د پاتې کېدو ژمنې ترلاسه کړې دي، په لوی لاس په هغو سیمو کې چې هلته امنیتي وضعیت ډېر خطرناک نه دی په زرګونو محلونه د نا امنۍ په نوم تړل کېږي او په لوی لاس له میلیونونو خلکو د رایې حق صلبیږي.

ولې دغه کار ولې کېږي، ځکه دغه ټیم هېڅ باور نه لري، چې له هغو سیمو به رایې راوړي چې دا خپله د ټیم ملي والی تر پوښتنې لاندې راولي.

خو د ټاکنو ترسره کوونکو دواړو کمېسیونونو، امنیتي ادارو، ولسمشر او نوماندانو ته په کار ده، چې د خلکو له احساساتو او په هېواد کې له نوې رامنځته شوې ولسواکۍ سره لوبې ونه کړي.

امنیتي ادارې دې له قومي او ژبنیو مسایلو لېرې په مساوي ډول د ټولو افغانانو لپاره د رایې ورکولو زمینه برابره کړي او په لوی لاس دې په مشخصو سیمو کې مرکزونه نه تړي او همدا راز په ټاکنو کې دې لاسوهنه نه کوي.

ولسمشر دې هم خپله پوځي او ملکي برخه له نېږدې وڅاري او له خپل هغه فرمان دې په جدي ډول دفاع وکړي چې د دولتي ملکي او پوځي چارواکو د نه لاسوهنې په اړه یې ورکړی و.

او په پای کې تر ټولو ستره او مهمه دنده دې د ټاکنیزو کمېسیونونو ده، چې ټاکنې په پوره شفافیت ترسره او د درغلیو مخنیو او د کېدو په صورت کې رسېدنه ورته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *