تاند- د شنبې د ورځې د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو د شکایتونو لپاره د ټاکل شوي مهلت په پای کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویندوی نن وویل چې دواړو کاندیدانو د درغلیو او بې نظمیو ۲۵۵۸ شکایتونه کړي دي.
نادر محسني وویل چې تېره شپه ۱۲ بجې د شکایتونو د ثبتولو وخت پوره شو.
دا په داسي حال کې ده چې دواړه کاندیدان وايي چې د رای ورکولو مرکزونو ته د دوی استولو څارونکو زیاتې درغلۍ ثبت کړي دي.
محسني په خبري غونډه کې وویل:«۲ زره ۵۵۸ شکایتونه ثبت شوي چې د هغو له منځه ۶۶۴ د عبدالله عبدالله پرخلاف او ۵۷۳ نور د اشرف غني احمدزي پرخلاف شوي دي.»
د ده په وینا د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون په ولایتي دفترونو کې سر له ننه پر شکایتونو غور پیل شوی دی.
ده دا هم وویل چې ۹۹۱ شکایتونه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر کارکوونکو شوي چې بیا هم تر ټولو زیات شکایتونه د انتخاباتو کمیسیون ته متوجه دي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویندوی د ولسمشرۍ د انتخاباتو له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې د ولایتونو شکایتونه تعقیب کړي او که یې قناعت حاصل نه شو د استیناف غوښتنه دې وکړي.
محسني وویل چې تر ټولو ډېر شکایتونه په پلازمېنه کابل او بیا په کندوز، کندهار او پنجشېر ولایتونو کې شوي دي.
د فکس نیوز خبري تلویزیون د راپور له مخې عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړي پړاو کې ۴۵٪ رایې ګټلې وې خو هماغسي چې څارونکو او شنونکو اټکل کاوه په دوهم ځلي انتخاباتو کې پښتنو، چې په افغانستان کې اکثریت تشکیلوي، اشرف غني ته رایې ورکړې او په دې ځل انتخاباتو کې تر خپل سیال وړاندې دی.
عبدالله لوېدیځو رسنیو ته ویلي چې سیال یې تر ده یو ملیون زیاتې رایې ګټلي چې په هغو کې درغلي شوې ده.
خو تاند کره معلومات ترلاسه کړي چې تر ښاغلي عبدالله د اشرف غني احمدزي رایې څه باندې ۱۳ لکه زیاتې رایې ګټلي دي.
تانده هروخت تاند اوسي
Mr. Karzai!
Please give democracy a chance in Afghanistan and do not interfere in election process. The people of Afghanistan have spoken out loud and have rejected corruption, warlordism, and nepotism. People are tired of wars, they want peace and a dignified life. We are tired of lawlessness and are very very tired of those groups, mafia that have hijacked the government of Afghanistan for many many years. If there were any attempts to decide against the wishes of the majority of the people, the people will never trust or support any government or elections in future. We hope you will listen to the millions of voiceless Afghans at least once.
د لوی او سپیڅلی څښتن تعالی په نامه؛
د خوښی او شکران ځای دی، چې نن د افغانستان غیور ملت، د ډیرو کړاوونو، جنجالونو، شخړو او نورو ناخوالو تیرولو وروسته دا ځل خپل زعیم د توری او ټوپک پر ځای د نوری نړی پر څیر د ګوتې په رنګولو او رایو کارولو له مخی ټاکی.
چې دا لړۍ په ګران هیواد کی د ۱۳ کلونو را پدیخوا روانه ده، او داسی به یی ژوندی ساتو. او د نعمتونو څخه یی هر افغان تر یوی اندازی برخمن شوی دی. ځینی په زیاته کچه، ځینی تر خپله وسه او ځینی د خپل حق د خوړلو بر سیره د نورو په حقونو د خوړلو پوری سپما نه ده کړی.
را ځم اصلی خبری ته چې ټاکنې دي، زما په څیر په میلیونونو افغانانو هیله او ارمان دې خاوری ته د ټیکاؤ، امنیت، پرمختګ، ودې او د بیوزلی څخه د خلاصون دی. یو شمیر وګړي چې دا به اړینه نه وي چې اشاره ورته وکړم، زه یې خپل ګران هیوادوال بولم دلید لورۍ یې ډیر لنډ او نږدي فکر او پوچ دید لری. غوښتنه می د ټولو ګرانو او د قدر وړ وروڼو څخه داده چې را شی نور دا کړیدلی او ځوریدلی ولس د الهی نعمتونو څخه د نورو په خوښۍ او ګټه مه محروموی.
دا شان زمونږ هوښیار او د پوهې خاوندان وروڼه بی ځایه خبرو او شخړو ته لمن وهی، تاسی وګوری د ټاکنو په ورځ چا د سترګو تور تر لاسه ورکړ، چا خپل عزیزان تر لاسه ورکړل او چا د خپل شیرین ځان غړی(د شهادت ګوتې) او اندامونه تر لاسه ورکړل.
ددی بر سیره لاهم زمونږ ځینې هیواد وال په دې سره ناندرۍ او ټینګار کوی، چې څنګه یو ولایت چې په لومړی پړاو کی یی په ډیر کم شمیر په ټاکنو کی برخه اخیستې وه او دا ځل یی دهغی دری برابره چې د نفوس نه هم زیاتیږی رایی کارولی دی. د بل لوری بیا ځینی وایی د چې زمونږ هغه ولایت چې په لومړي پړاو کی پوره ونډه اخیستې وو، د تقلب او درغلیو برسیره یی د رایو شمیر د (۴۳۰۰۰) زرو شا او خوا وو. او دا ځل همغه شمیر او هماغه وګړي څنګه د درغلیو او تقلب پرته (۷۲۰۰۰) رایې ولري.
په اخر کې مې له ټولو درنو هیوادوالو هیله او غوښتنه داده، چې هیڅکله دې د باندنیو کړیو په لاس خپلی ملی یووالی او وحدت مه خرابوی. که هر یو بریالی کیږی، د ټولو افغانانو پر حق دی چې غوښتنو ته رسیدنه او ګران افغانستان د اقتصادی او سیاسی بحران، بیوزلی، فقر او احتیاج څخه خلاص کړی.
د یو پر مختللی، ودان او سوکاله افغانستان په هیله
د لوی او سپیڅلی څښتن تعالی په نامه؛
د خوښۍ او شکران ځای دی، چې نن د افغانستان غیور ملت، د ډیرو کړاوونو، جنجالونو، شخړو او نورو ناخوالو یعنې څه د پاسه درې لسېزو وروسته د تیرو دوو دورو په څیر د بیا ځل لپاره خپل زعیم د توری او ټوپک پر ځای د نورې نړی په څیر د ګوتو په رنګولو او رایې پاڼو کې د قلم په کارولو سره ټاکې.
چې دا لړۍ په ګران هیواد کی د ۱۳ کلونو را پدیخوا روانه ده، او داسی به یی ژوندی ساتو. او د نعمتونو څخه یی هر افغان تر یوی اندازی برخمن شوی دی. ځینی په زیاته کچه، ځینی تر خپله وسه او ځینی د خپل حق د خوړلو بر سیره د نورو په حقونو د خوړلو پوری سپما نه ده کړی.
را ځم اصلی خبری ته چې ټاکنې دي، زما په څیر په میلیونونو افغانانو هیله او ارمان دې خاوری ته د ټیکاؤ، امنیت، پرمختګ، ودې او د بیوزلی څخه د خلاصون دی. یو شمیر وګړي چې دا به اړینه نه وي چې اشاره ورته وکړم، زه یې خپل ګران هیوادوال بولم لید لورۍ یې ډیر لنډ او نږدي فکر او پوچ دید لری. غوښتنه می د ټولو ګرانو او د قدر وړ وروڼو څخه داده چې را شی نور دا کړیدلی او ځوریدلی ولس د الهی نعمتونو څخه د نورو په خوښۍ او ګټه تمامیږي، مه محروموی.
دا شان زمونږ هوښیار او د پوهې خاوندان وروڼه بی ځایه خبرو او شخړو ته لمن وهي، تاسی وګوری د ټاکنو په ورځ چا د سترګو تور له لاسه ورکړ، چا خپل عزیزان له لاسه ورکړل او چا د خپل شیرین ځان غړی(د شهادت ګوتې) او اندامونه له لاسه ورکړل.
ددی بر سیره لاهم زمونږ ځینې هیواد وال په دې سره ناندرۍ او ټینګار کوی، چې څنګه یو ولایت چې په لومړی پړاو (د وري په ۱۶) کی یی په ډیر کم شمیر سره په ټاکنو کی برخه اخیستې وه او دا ځل یی دهغی درې برابره، چې د نفوس نه هم زیاتیږی رایی کارولی دی. د بل لوری بیا ځینی وایی د چې زمونږ هغه ولایت چې په لومړي پړاو کی پوره ونډه اخیستې وه، د تقلب او درغلیو برسیره یی د رایو شمیر د (۴۳۰۰۰) زرو شا او خوا وو. او دا ځل همغه شمیر او هماغه وګړي څنګه د درغلیو او تقلب پرته (۷۲۰۰۰) رایې ولري.
په اخر کې مې له ټولو درنو هیوادوالو هیله او غوښتنه داده، چې هیڅکله دې د باندنیو کړیو په لاس خپل ملي یووالي او وحدت ته زیان مه رسوی او فکر مو مه خرابوی. که هر یو بریالی کیږی، پریکړه یی ټاکلي کمیسیون ته پریږدئ. په بریالی نوماند د ټولو افغانانو حق دی چې غوښتنو او ستونزو ته یې رسیدنه وشي، او ګران افغانستان د اقتصادی او سیاسی بحرانونو، فرهنګي، ټولنیزو او قومي شخړو، بیوزلی، فقر او احتیاج څخه خلاص کړي.
د یو پر مختللی، ودان او سوکاله افغانستان په هیله
رحمن ولی مموزئ