حنیف اتمر د پوهنې وزیر و ـ غالباً د ملګرو ملتو لخوا یې د کابل په لومړنیو ښوونځیو ځانګړي ليپ ټاپونه وېشل. ده د دغو ليپ ټاپو وېشل په داسې کچه تبلیغول لکه د افغانستان معارف د انګستان او امریکا له پوهنیز سیستم مخ په بره او پرمختللی وي.
ښاغلي اتمر رسنۍ څو ورځې په سر اخیستې وې، چې تر ۲۰۰۷ کال پورې به یې د افغانستان پر ټولو لومړنیو ښوونځیو ليپ ټاپونه وېشلي او کمپیوټر او انټرنیټ هر کور ته رسولی وي…
وېشل شوي ليپ ټاپونه څه شول ـ څومره اغېزمن وختل، په څومره ښوونځیو ووېشل شول. دا نه چې هر لومړني ښوونځي ته اتمر صاحب ليپ ټاپ ونشوای رسولای، بلکې یو شمېر لومړني ښوونځي یې پرانیستی هم ونشوای ساتلی…
****
د یوې مشاعرې په اړه مې چاپ شوي کتاب کې د څو ټولنو لخوا یو والي د مډالونو، ستاینلیکونو تر باران لاندې لوند خیشت لیده، چې د غوره چارو له امله د دغو ټولنو لخوا پر بېلابېلو مډالونو او ستاینلیکونو لمانځل شوی و ـ لونګۍ، پکول ور په سر شوي و، چپن یې پر اوږو غوړېدلې وه.
ما وې که څو کاله وروسته یو ژڼی دغه کتاب او د اتمر صاحب لخوا په کالنۍ کې د هېواد ټولو لومړنیو ښوونځیو ته د ليپ ټاپو وېشلو زیری لولي او خپل شاوخوا ته لېرې لېرې د لېپ ټاپ درک نشي لګولای، څه به ګڼي چې ليپ ټاپونه څه شول، د اتمر صاحب درواغو به یې زړه داغلی وي. که به یې د کرپشن کومي او ګېډه کې لټوي، دغسې په ګڼو مډالو او ستاینلیکونو نازول شوی والي، ولایت که هماغسې خاورې ایرې ګوري، د والي صاحب بریا او د ټولنو دغسې لورینې به په کومه تله تلي…؟
کلونه وړاندې یوه شاعر د خپلو شعرونو ټولګه خپروله، غوښتل یې له یوه یاد او ښاد لیکوال پرې تقریظ واخلي، څرنګه چې د تقریظ لیکوالان د ګوتو له شمار هم لږ ختلي ـ ځکه خو په ګرانه له دوی د تقریظ چانس ترلاسه کېدای شي، چې دوی ته وار له مخه کتارونه لګېدلي وي، ځکه خو یې زه دغه لیکوال ته واسطه کړم، خو لیکوال زما سپارښتنه ونه منله، چې شعرونه کمزوري دي او دی د سباني نقاد او کره کتونکي د ځواب مخه نه ویني…
څو ورځې وروسته زموږ دغه شاعر په حق ورسېد، ما لیکوال ملګري ته کړه: ښه شوه د سباني نقاد له ځوابه دې غاړې خلاصې کړې…؟
ادیب او لیکوال له سباني نقاد څرنګه دومره وېره لري، خو سیاستوال یې ګرد سره په کیسه کې نه دي. ماته یوه چارواکي وویل، ټول عمر مو پر چټي او بېځایه خبرو خلک له تاریخ، د خلکو قضاوت، د ولس له محاکمې او دې خبرو وېرولي، تاریخ د چا ډګه لنډه کړې…؟
تاسې په حقیقت کې خلک اکټیو او فعال نشئ لیدای، شل او شوټ یې غواړئ… په داسې حال کې چې تاریخ خپله محکوم دی، د چا د محکومیت پرېکړه نشي کولای، دا تاسې لیکوال یاست چې له دغسې اوهامو خلکو ته ببو جوړوئ…
خو که سبا څوک د یوه والي د بري دغسې بابولالې لولي، چې پر یوه وخت دریو ټولنو پر مډالونو، ستاینلیکونو نازولی او ورسره د خپل ولایت خواره خواري ګوري، پړه به د چا پر غاړه غورځوي ـ ددغه نازولي والي د بري ورکې نښې به چېرې لټوي…؟
زما مخې ته د افغانستان پېنځه ویشت کالنۍ پرتې دي ـ خو ما پکې داسې څه نه دي موندلي چې د سرکاري درواغو تور پرې پورې کړای شم… تردې د مبالغې او وچو تبلیغاتو اړخ یې هم غوښن نشي موندل کېدای.
موږ راتلونکي ته د درواغو بنډلونه پرېږدو … که څه کوو…؟ که بله ورځ څوک زموږ د نن او د پرون پاڼې را اړوي، کالنۍ ګوري ـ چاپي رسنۍ لولي خپل هېواد به څومره بسیا او پرمختللی ویني، هومره چې په ګرانه یې رښتینوب باوري ګڼل کېدای شي ـ راځئ راتلونکی د خپلو درواغو له عذاب وژغورو، له دغه سرټیټۍ او مختورۍ خپلې غاړې خلاصې وساتو. رښتیا ووایو، رښتیا ولیکو.
له محور ورځپاڼې په منننې.