د تير سخت واورين ژمي يوه ورځ مې په کابل کې د يو شمير نورو ادبي ملګرو تر څنګ له درويش دراني سره تيره کړه، دى چې کوم سيمنار ته راغلى وو نو تصادفآ ورسره مخامخ شوم، په مجلس کې يې رامعلومه شوه چې د خپل شعر په څير خورا صميصي خوي خصلت لري، دقيقې، علمي خبرې په بيخي نرم انداز يې سخت تود اثر درلود، ما يې چې په وار وار شعرې مجموعې لوستې وې نو د شعر په سبک کې يې شخصيت راته بيخي اشنا ايسيده،
د ادب په بنيادي اجزاوو کې يو هم د سبک او شخصيت په تړاو بحث دى چې دلته يې د درويش دراني په شعر او شخصيت کې ځيرو، سبک چې د پنځونکي د شخصيت هنداره بللى شي او د انفراديت په حواله يې له يو او بل څخه په توپير ځانګړتياوې هم بيلې وي، تر هغې چې په پنځونه کې د شخصيت مطالعه په جريان کې ونه لرو، ممکن په اصليت يې سم ونه پوهيږو خو دلته بايد ووايو چې له شخصيت څخه دوه مفاهيمه اخلو چې يو شخصيت يې د ذات او بل شخصيت يې مطالعه او فکر دى، په ذات کې يې د شخصي کړه، وړه، خوي خصلت خبرې يا په مجموع کې هغه خپل عواطف يې چې د ذات په اندرون پورې يې اړه لري او په مطالعه کې يې بيا پوهه،علم،هنر او فکر د نقش وړ دي، د درويش صاحب هغه هنري مطالعه چې د څو لسيزو شاعرانه محصول يې بللى شو، د ده د ذات له شخصيت سره بيخي يوشان دى، يعنې د شعر سبک يې په خارجي حواله د ژابې او القظو او د هغې مناسب اوډون يې هغه څه دي چې د درويش صاحب د ذات، ذهن او شاعرانه مفکوره، جذبات او کيفيات يې سره په امتزاجي ډول يو کړي دي، د درويش د همدې امتزاجي سبک په پنياد ډيرې هغه توندې او تيزې خبرې يې هم په سوړ او نرم اندازلولو چې کيدى شي په نورو سبکونو کې يې دا ډول ونه لولو، دى وايي،
د وطن په هديرو کې وي درويشه،
هره شپه نرى ژړا او څراغونه،
پدې بيت کې وينو چې د وطن د خورا خونړى الميې بوږنونکى انځور کښل شويدى خو درويش صاحب معمولآ د خپل ګډ سبک له مخې په همغه نرم انداز بې له کوم عصبنيته دا تصوير زمونږ مخ ته ګدي، د دې سوړ سبک افاده د درويش صاحب د خپل سبک د حصوصياتو عمده ځانګړنه ده چې زما په فکر عمومآ په ادبياتو کې د هر چا لپاره له موضوعي پلوه دا سبک د اغيزپه مانا ډير جالب سبک دى، پدې اړه مونږ د قيصراپريدي نوم هم يادولى شو چې په ځينو بيتونو کې يې همدا رويه خپله کړې د قيصر يو بيت دى چې،
زمونږ د برخو پر وريځو تشدد شويدى،
زمونږ په کلو په شيبو شيبو وريږى وينه،
خو د درويش صاحب په سبک کې چې مونږ دې تمايل ته په دقت سره ځير يو، له شخصيت پرته يې د ژوند د ډيرو نورو جدي مسلو په موضوعاتو کې هم همدا سبک پاللى دى، حتى په عشقي مضامينو کې يې هم هغه نه برداشت کيدونکې صحنې پر همدې سبک پسوللى دي،
ما د يار دغه غوښتنه هم پرځاى کړه،
نه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم،
بيلتانه يم داسې حال ته رسولى،
يار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم،
د درويش صاحب د همدې نرم او سوړ سبک رويه مونږ په لنډيو کې په زبردسته انداز لوستلى شو!
پاس په کمر ولاړه ګله
نصيب د چا يې اوبه زه درخيږومه.
خو دا به پدې معنا نه وي چې ګواکې د درويش صاحب د سبک همدا رويد دې مونږ له لنډيو مستعار وګڼو ځکه د درويش صاحب د شعر حسې تجربې او فنى تکتيک لدې وراخوا يو شمير نوره داسې ځانګړنې لري چې مونږ يې د جلا سبک په توګه يادولى شو،
په هر صورت پورته ليک��ه کې مې څو ځايه د درويش صاحب همدې سبک ته د سوړ او نرم سبک اصطلاح وکاروله او پر تندي مې ورته دپيلوماتيک سبک ليکلي چې اصلآ همدې سوړ سبک ته اروښاد استاد روهي په سبک نومي ليکنه کې د دپيلوماتيک سبک اصطلاح کارولې، استاد په هغو څو ډولونو کې يو ډول همدا سبک چې ليکونکى يا ويونکى په نرمه او دوستانه لهجه خبرې کوي او د هغې په مقابل کې لوستونکى يا اوريدنکى د خپل فکر د کلا دروازې د روغبړ او صميمت لپاره پرانيزي، په همدې پيلوماتيک سبک نوموي. استاد د يو شمير نورو سبکونو ډولونه هم رامعرفى کوي چې يو يې د دپيلوماتيک سبک په خوا کې د احساساتي سبک ډول دى، احساساتي سبک يې هغه ته ويلي چې ليکونکى د احساساتي سبک په وسيله د خپلو مخطيبونو احساسات او هيجانات په خوځيدو راولي، نو نيجتآ د استاد خبرې مو پدې قايلوي چې د درويش صاحب همدې سوړ او نرم سبک ته دې دپيلوماتيک سبک ووايو،
د درويش صاحب د سبک د خورو ورو ګوټونو څړنيزه مطالعه خورا مهمه او جالبه ځکه هم ده چې درويش صاحب د شعر په حواله د دې دور مهمه حواله ده !!