تاند- د افغانستان ولسمشر د اقتصاد، مخابراتو او فواید عامې وزارتونو ته نوماندان معرفي کړل.

د ارګ سرچینې وايي چې مصطفي مستور د اقتصاد، شهزاد اریوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او یما یاري د فواید عامې د وزیرانو په توګه نومول شوي دي.

د اساسي قانون د ٦٤مې مادې له مخې، وزيران د ولسمشر په وړانديز او د ولسي جرګې په تاييد ټاکل کېږي.

د مخابراتو او فواید عامې وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېدل خو د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د جمعیت ګوند یو مهم غړی او د حکومت پر ضد په روانو هلوځلو کې فعال کس و.

ښايي د ده لېرې کېدا د حکومت په داخل کې ناراضانو ته پیغام ولري.

مراد د کرزي د حکومت په مهال د کاپیسا والي و خو له دې کبله چې له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې یې ولسمشر بې کفایته وباله، له کاره څنګ ته شو.

شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې /جولای ۲۵/ ولسمشر غني د کندهار او ننګرهار پخوانی والي ګل اغا شېرزی د سرحدونو او قبایلو چارو او محمد حمید طهماسي د ترانسپورت او هوايي چلن سرپرست وزیران ونومول.

د دې لپاره چې د ولسي جرګې دوبنۍ رخصتۍ روانې دي، نومول شوي وزیران د باور رایې لپاره ولسي جرګې ته معرفي شوي نه دي.

ولسي جرګې تر دوبنیو رخصتیو مخکې له حکومته وغوښتل چې د سرپرستو وزیرانو پر ځای خپل کاندیدان وروپېژني.

One thought on “د درو وزارتونو لپاره وزیران ونومول شول”
  1. Salamooona
    Afsoos woolasmashara allah de tawfiq Der kri che asal ghal pa land wakht ke lari kri .
    De woolasmashar dagha ghalati da che wazarat kharija wazir rabani che tol moshkil hamdagha jor kri de bayad makhki lari karai shwai wai zaka che de parleman na Salbi etimad woo kher bayad da Rabani lari kawal jidi wanisi terso afghanan pa aram she
    De satar murad lari kawal sha kar washo waqighi khabis ensan woo kha shwa che lari shwo aw motlaq besewad de.
    De woolasmashar de la barya pa hela aw ziat omer pa hela.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *