تاند- یوه کاناډايي جوړه د درېم ځل لپاره د ملیونونو کاناډايي ډالرو لاټرۍ وګټله.
مېرمن بابرا فینګ او ښاغلي داګلاس فینک دا ځل د ۸ ملیونو او ۹ لکو ډالرو لاټرۍ ګټلې ده.
دوی په ۲۰۱۰ کال د یو لک ډالرو او په ۱۹۸۹ م کال د یولکو ۲۸ زره ډالرو لاټرۍ ګټلې وې.
دوی د کاناډا د البرتا ایالت په اډمینټن ښار کې اوسي او وايي چې د لاټرۍ په پیسو به د خپلو بچیانو ژوند جوړ کړي.
مېرمن فینګ وايي چې لومړی دا پوی شوه چې لاټرۍ یې ختلې ده، خاوند یې وتلی و، هغه ته یې ټېلفون وکړ ځواب یې نه وایه خو طاقت یې نه کېده بیا بیا یې ټېلفون ورته وکړ تر دې چې زېری یې پرې وکړ.