څېړنونکو پنځه بېزوګانې پهیوه قفس کې واچولې، د قفس په منځ کې یې یوه زینه کېښوده او په چت پورې یې یو څو کېلې وځړولي.
لږ وروسته چې بیزوګانې وږې سوې، نو هرې یوې چې به زینو باندې د ختلو هڅه وکړه چې کېلې وخورې. نو پوهانو به په نورو بیزوګانو باندې سړې اوبه تویې کړي. تر څه وخته یې داسې وکړل، وروسته داسې شول، چې کله به یوې بیزو کېلې ته ورپورته کیدو هڅه وکړه، نورو بېزوګانو به وهله او مخالفت به یي کاوه.
څه وخت وروسته څېړونکو یوه بېزو له قفس څخه ویستله او یوه نوې یې ورسره يو ځای کړه، نوې بېزو چې کله کيلو ته د ختلو هڅه کوله، نورو بېزوګانو به وهله او نه یۍ پریښودله.
که څه هم نوي بېزو د سړو اوبو په دې کیسه پوهه نه وه، خو زده یې کړل چې کیلو ته د ختلو هڅه باید ونه کړي.
څه وخت وروسته څېړنونکو یوه بله نوې بېزو قفس ته دننه کړه او یوه زړه یې ترې ویستله، په دی ډول یې ټولې زړې بېزوګانو له قفس څخه دباندې کړې او نوي یې وردننه کړې.
وروسته هیڅ یوې کیلو ته د ختلو هڅه ونه کړه، ځګه نورو به نه پریښوده او هیڅ یوه هم د سړو اوبو له اصلې کیسې خبره نه وه، په پټو سترګو به یې د یو بل تقیلد کاوه.
که پوښتنه ترې سوې وای، نو ځواب به یې حتمن دا و چې نه پږهیږم، دا زموږ رسم رواج دی، له پخوا هم دا و.
دا ځواب لږ اشنا ندی؟
درېیمه نړۍ ځای او موقعیت ندی، درېیمه نړۍ زه، دوی او ته یو، نه هغه سرحدونه یې چې ژوند پکې کوو.
درېیمه نړۍ هغه ځای دی چې د یو ټوپک سالار قدر تر یو څېړونکې ډیر وي.
درېیمه نړۍ هغه ځای دی، چې رشوت خور مامور ژوند د پوهنتون له یو استاد نه ښه وي.
درېیمه نړۍ هغه ځای دی، چې بې سواد سیاستوال قدر تر یو متخصص ډیر وي.
درېیمه نړۍ هغه ځای دی، چې دوافروش عاید تر یو پروګرامر څخه زیات وی.
درېیمه نړۍ هغه ځای چې په لاس يې د طلا ساعت وی، چې غاښونه یې له چټلې زیړ وی.
درېیمه نړۍ هغه ځای دی چې کور ته ۳۰ اینچه آیچ ډې ټلویزون اخلي، خو د کتابونو لپاره یو متر المارۍ نه اخلي.
درېیمه نړۍ هغه ځای دی چې د کیلوال د کور له شخصې ژوند نه خبر وی خو د خپل هیواد له تاریخ څخه خبر نه وي.
درېیمه نړۍ هغه ځای دی، چې چټلې په عمومې سرک اچوي، خو چې کله چیرته چې کینې د اروپا د سړکونو صفت کوي.
درېیمه نړۍ هغه ځای دی، چې دباندې له غربې ډیموکراسي خبرې کوی، خو د کور ښځو ته وایې بوجۍ بسته ګرځي.
درېیمه نړۍ هغه ځای د چې کله یو غریب ووینې ددي په ځای چې مرسته ورسره وکړي، موبایل راوباسي عکس ترې واخلي.
درېیمه نړۍ هغه ځای چې په یو ګومان يې تر ټول هدف تیر کړي.
درېیمه نړۍ هغه ځای دی، چې عقل په ځای د احساساتو له مخې پریکړې کوي.
لږ فکر په کار دی، چې څه کوم؟ د څه لپاره یې کوم؟، په ارزې کنه؟
ښه دا ده چې د پټو سترګو له تقلید نه ډډه وکړو، هغه څه چې کوو یو ځل بیا غور ورباندي وکړو.
له ۷۰ کاله هغه عبادت نه چې د عادت له مخې کيږي، یو ساعت مثبت تفکر بهتره دی.