۱۳۹۴/۲/۱۷

د میدان وردګو ولایت په جغتو،سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې تېره شپه د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو درې قوماندانان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي .

د سیداباد ولسوالۍ په چیجان سیمه کې تېره شپه د یوه هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو دوه سیمه ییز قوماندانان احمد مشهور په حمزه او عبدالعلیم مشهور په حیدري ووژل شول .

همدا راز د دایمیرداد ولسوالۍ په کافر قلعه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو یو وزیرستانی قوماندان ملان نصیر وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي .

په ورته وخت کې د جغتو ولسوالۍ په اختر خیل او سیده سیمو کې د امنیتي ځواکونو او مخالفینو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې دوه مخالفین ټپيان شوي دي .

په ترسره شویو نښتو او عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

د یو بل خبر له مخې د جغتو ولسوالۍ په چهار قلعه سیمه کې د ځآی پر ځآی شوي ماین د چاودنې له امله د لسم ټولګي یو زده کوونکی ټپي شوی دی .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *