د هیوادونو د نجات لپاره بېلا-بیلي ککرۍ وزیږي، څوک د حق په وړاندي سپر سي، څوک قلمي هڅي پیاوړي کړي، څوک د ولس د وېښتیا ږغونه کوي او څوک بیا د مالي امکاناتو په توسط د خپل هموطنه لاسنیوی کوي.
نن له بدلونه داسي سړی وپیژنئ چي پورتنۍ ډیري ځانګړتیاوي لري، شاعر دی، له نثر سره مینه لري او لیکي یې، د وطن پر بې دردۍ ژاړي او د فریاد تر څنګ د خپلو خلکو لاسنیوی کوي!
حاجي عبدالظاهر (څرک) په ۱۳۷۳ ش کال کي د کندهار په لومړۍ ناحیه کي د اول ځل لپاره ددې نړۍ دید وکړ، نوموړی مشهور په حاجي ظاهرجان دی، په هر فرهنګي محفل کښي ځلیږي او د خپل زړه خواله له خپلو دوستانو سره شریکوي.
ښاغلی څرک د مرحوم شیخ عبدالغفور زوی دی، دولسم ټولګی یې په کندهار مشرقي لیسه کښي لوستې او بیا د کندهار له عالي دارالمعلمین څخه فارغ سوی.
نوموړ له خپله ژونده ډیر خوښ دی، ښاغلی څرک یو ملي تجار دی، هغه د خپل مشر ورور(استاد احمد صمیم) د تشویق په وجه شاعر سوی خو په دا وروستیو کي یې د شعر له شاپیرۍ سره مخه ښه کړې او نثر ته یې ترجیح ورکړې.
څرک صاحب د وطن ټوله حالات له نژدې لیدلي هغه مهاجر سوی نه دئ، نو ځکه له ځوانانو سره د یوه ژوندي تاریخ په شان اکثره مباحثات مطرح کوي.
د دې سوال په جواب کي چي(د وطن د ورانۍ لاملونه څه دي؟) وویل، که د خلکو تعلیمي سطحه لوړه وای، شاید موږ له ډیرو ناخوالو نجات موندلی وای او همدا ډول زموږ مضر ګاونډیان هم زموږ په بدبختۍ کي تر چا کم ندي، د اداري فساد اوږدې جرړي هم د وطن په زیان دي او همدا ډول د ځینو کسانو تعصب او خودخواهي هم د بدبینۍ لوی لامل دي.
ښاغلی څرک د سالم سیاست پلوی دی، هغه وای د ملي ارزښتونو د خوندیتوب لپاره باید له هر ډول تکتیک څخه کار واخیستل سي او هغه کسان چي سیاست درواغ بولي، باید له پوره تعقله کار واخلي، که سالم سیاست وسي، هیواد به یو مثبت لوري ته سیخ سي.
حاجي صاحب څرک هر وخت د وطن د غریبو خلکو لاسنیوی کوي، د وطن پر هره سیمه چي یوه اوبا راسي، د نوموړي ونډه تر نورو کمه نده، نو ځکه په ډاډ ویلایسو (چي دستار تړي هزار دي— د دستار سړي په شمار دي)
د ښاغلي څرک د صحتمند ژوند لپاره لاسونه لپه کوو.
بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۲) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۹\ ۱۳۹۳