د روان عيسوي کال د دستمبر د مياشتي دريمه نېټه چي د معلولينو نړيواله ورځ ده د چهار شنبې په ورځ په کندهار کي د يوې غونډي په ترڅ کي ولمانځل سوه او د افغان معلولينو د کارنامو څخه ياده ونه وسول . ياده غونډه چي د کندهار ولايت مقام ، کار ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو د رياست او د افغان معلولينو د بيارغوني ټولني  په ګډه همکاري جوړه سوې وه پکښي د افغان معلولينو د لاسته راوړنو او د دوئ په وړاندي د پرتو ستونزو د لري کولو پر موضوعاتو ويناوي وسوې .

په افغانستان کي تر یو میلیون زیات وګړي په معلولیت کي ژوند کوي او یوازي د هغوئ ۱۰ سلنه له کمو امکاناتو څخه برخمن دي چي ددې شمیرې نژدې نیمایي حرکي ستونزی لري.

د روغتیا وزارت وایي معلولینو ته یې د صحي خدماتو په رسولو کي ډېر څه کړي او په راتلونکي کي هم پراختیایی پروګرامونه لري.

افغان معلولین غواړي افغانستان دي د معلولینو د نړیوال فدراسیون غړیتوب پیدا کړي تر څو ددې هیواد معلولین هم له هغو امتیازاتو څخه برخمن سي لکه څنګه چي په نړۍ کي نور معلولین ورڅخه برخمن دي .

په هیواد کي د ملیونونو ماینونو شتون هم د خلکو د معیوبیت سبب ګرځیدلئ دئ . معلولینو ته دولت نه پاملرنه او ددوئ د ژوند بد حالت دوئ دېته مجبوره کړي چي په لوړ ژغ د دولت څخه ګیله وکړي.دوئ وایي د معلولینو په محافلو کي ددولتی چارواکو نه ګدون دوئ ته په سپکه سترګه کتل دي.

افغان معلولین غواړي چې دولت دي بهرنیو هیوادونو ته د دوئ د درملنې اسانتیاوي برابري کړي ځکه په هیواد کي جهاد د دوئ په مت ګټــل سوئ دئ . د کندهار د کار ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو رئيس نظرعلي قاطع  وايي په کندهار کي څه دپاسه دریو لسیزو جګړو په زرګونو کورنۍ د غم په ټغر کښينولي دي ، د هغه په وینا له دوئ سره تردې مهاله ۱۴۶۴۲ د شهیدانو کورنئ او معلولین ثبت او راجستر دي چې په دې کي ۸۵۲۶ تنه ملکي معلولین او ۵۱۹۴ د ملکي وژل شویو کسانو کورنۍ دي ، قاطع زياته کړه  ډېر داسي کسان هم سته چي تر دې مهاله له دوئ سره ندي راجستر سوي . هغه له دولت څخه غوښتنه وکړل تر څو له دوئ سره د معلولینو او دشهیدانو د ورثه وو په پالنه کي مرسته وکړي .

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیاله نادره حیات وایي د معلولینو د تداوۍ او صحي خدماتو لپاره یی ډېري هڅي کړي دي ، دا وایي ۸۹۴ تنه طبي پرسونل چي ۵۶۰ یې خپله معلولین دی لګیا دي ترڅو د معلولینو لپاره صحي اساسي خدمات رسوي او په دی وروستیو کي په ځینو ولایتونو کي د معلولو هیوادوالو لپاره د اور تو پیدي مرکزونه هم جوړ سوي دي او په راتلونکي کي به هم ددوئ دلپاره د فزیو تراپستانو د زده کړی زمینه برابره کړي.

دا وزارت همدا ډول په پام کي لري چي په راتلونکو ۵ کالو کي به معلولینو ته اساسي صحي خدمات په بشپړه توګه ورسوی . سکینه یوه کندهارۍ معیوبه میرمن ده چي د خیاطۍ کار کوي . سکينې خپله پښه د ماین چاودني په یوه پېښه کي د لاسه ورکړې ده ، دا وایی معیوبیت ددې د ناتوانۍ سبب نه دئ سوئ او دا خیاطۍ د لاري خپلو څلورو اولادونو ته یوه ګوله حلاله ډوډئ پیدا کوي .

په کابینه کي غړیتوب ، د معلولینو لپاره د مستقل وزارت شتون او د سولي په عالي شورا کی د معلولینو د استازي ګدون افغان دولت څخه د معلولینو جدي غوښتنې دي.

سرچینه : – د سولي کیسې پروګرام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *