د دلوې ۲۶ مه چې له افغانستان څخه دروسانو د وتلو له ورځې سره برابره ده د افغانستان دتاریخ یوله سپینو ورځو څخه ده .
افغانستان ته دشوروی له راتلو سره سم زیات شمېر خلک دجهاد له لیکو سره یوځای شول او دهیواد له ګوټ ګوټ یې دروسانو پر و‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ړاندې حرکتونه پیل کړل دا چې د روسانو پر وړاندې دا جګړه له کومه تمویلېد له بیله موضوع ده، خو دروسانو سره دجنګ په لیکو کې د هیواد په مختلفو برخوکې دری جهادی ‌ډلې په مختلفو نمونو راپورته شولې دغه ډلې د احمدشاه مسعود، ګلبدین حکمتیار او حقانی له خوا رهبري کېدلې چې دا په افغانستان کې د قومی او سمتی تجزیې لومړنئ پیل وو.
له روسانو سره دمجاهدینو دغه مقاومت کابو لس کاله دوام وکړ چې په پای کې دډاکټر نجیب له لوری دسولې طرحه وړانده شوله اود طرحې مطابق روسان له افغانستان څخه ووتل، خو مجاهدین له دې سره سره بیا هم په آرام پاتې نه شول د ډاکټر نجیب د حکومت مخالفت یې وکړ او یو نوی په پښو درېدلی حکمت یې له پښو وغورځولو چې له دې سره د افغانستان پر تاریخ یوځل بیا تورې ورځې راغلې .
د ښاغلی صبغت الله مجددی ، استاد برهان دین ربانی او ملامحمد عمر له دریو لنډو رهبریو وروسته د آمریکا په منځګړیتوب نوی موقت حکمت رامنځ ته شو دنوی حکمت دغه پریکړه دآلمان ښار دبن په کنفرانس کې وشوه چې ښاغلی حامد کرزی یې دیادې پرېکړې پر اساس دهیواد ولسمشر وټاکه چې له موقتې دورې وروسته هم ښاغلی کرزی د دوه انتخابی دورو له پاره پر خپل ځای پاتې شو، دې موقت حکمت له رامنځ ته کېدوسره سم دآمریکا اوناټو نوی ماموریت په افغانستان کې پیل شو جهادی جبهې په څوبرخو وویشل شوې چې یوازې یوه برخه یې د حکمت پلوې پاتې شوه آمریکا دخپل نوی ماموریت دپیل سره سم په افغانستان کې دوه مخی رول ولوباوه چې له امله یې په افغانستان کې دکورنیو جګړو ترڅنګ قومی او سمتی شخړې هم رامنځ ته شوې،آمریکا په افغانستان کې دجنګ شکل تغیرکړ فزیکی جنګ یې په یو روانی او فکری جنګ بدل کړ.
دا جنګ د دې لامل شو چې د جهادی جبهو دحکومت مخالفې ډلې د دوی به مقابل کې راپورته شی او افغانستان دخپل جیوپولوټیکې موقیعت سره سره چې دسیمې او منځنی آسیا پر وړاندې یې لری یوځل بیا د جنګ مرکز وګرځي.
همداشان د سیمو دهیوادونو په همکاری چې پاکستان او ایران یې ښه مثالونه دی په هېواد دننه یو شمیر مافیایې کړی هم رامنځ ته شوې چې زیاته برخه یې د پخوانیو حکومت پلوه جهادی مشرانو په واسطه مدریت کېدلې او لا هم شتون لري داهغه څه دی چې په هیواد کې د جنګی تروریستانو وروسته دهیواد له پاره یو لوی ګواښ دی .
روسیه که په هره موخه افغانستان ته راغلې وه دهیواد دآبادی له پاره یې دبیا رغونې کارونه دهیرولو وړ نه دی له افغانستان څخه یې ایستل په ځای خبره ده دجهاد درښتینو شهیدانو دکارنامو هیرول به دافغان پالنې له اصولو خلاف کار وي خو هغه څه چې د ننیو ناخوالو زېږنده ده دجهاد له نامې څخه نا سمه استفاده او د مړو رهبرانو په مکتبونو پورې دځان تړل دی چې لایې هم ځینې ځوانان دې ته اړ کړي دی چې د تېر په شان یې دنوم په اورېدوسره دحورا او الله اکبر نارې غبرګې کړی .
په تاسف باید ووایم چې د آمریکا له وتو وروسته به یو ځل بیا دا ناخوالې د دریم ځل له پاره تکرارشی اود دلوې هیلې به دحوت بادونه یوسي .
دیو آباد او سرلوړی افغانستان په هیله
پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *