لیکوال: تمهید سیلانی
 روسانو پر هېواد یرغل وکړ، دا چې کومو لاملونو د وخت سرې لښکرې زموږ هېواد ته د یرغل لۀ پاره وهڅولې، تاریخ خپل ناپېیلی قضاوت پرې کړی دی. د جهاد سپېڅلتیا، د عام ولس مقدس جهاد، سرښندنې او هېواد پالنې پۀ تمامه معنا درنښت لرم. بې لۀ شکه د روسانو پۀ ماتولو کې عام افغان ولس هر ډول سرښندې ورکړې، دوی ته د جهاد د مقدس نوم پۀ کارولو سره لۀ هر لوري تسلیحاتي مرستې وشوې…
 افغانان ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شول، تسلیحاتي مستندویه هېوادونو لۀ هېواده بهر خپلو سیاسي موخو د رسېدو لۀ پاره سياسي احزاب رامنځته کړل. زموږ د نالوستي ولس لۀ عقيدو او پر دیني مشایخو ددوی لۀ باوره پۀ ګټې اخیستنې سره دوی د هر حزب پۀ مشرۍ کې دیني او مذهبي مشایخ و ګومارل او مرستې یې ورسره وکړې. هېواد او ولس  لاندې ناورینونو ته غېږه پرانیسته:
په زرګونه ماشومان یتیمان شو!
پۀ زرګونه مېرمنې ګونډې شوې!
پۀ زرګونه میندې بورې شوې!
په زرګونه ځوانان ځوانیمرګ شو!
کلی، چم، ګاونډ او کودر ویجاړ شو!
باغونه، غرونه و رغونه، بیدیا او دښتې سپېرې شوې!
جوماتونه، ښوونځي او  تاریخي ځایونه مو لۀ خاورې سره یو شو.
د ښارونو ښکلا او فرهنګي زیرمتونونه مو د باروتو پۀ لوخوړو وپوښل شول.
انساني ناورین رامنځته شو، ټوپک د افهام و تفهیم وسیله شوه….
خو! مرستندویه هېوادونو خپل احکام او غوښتنې  د جهادي رهبرانو په توصل خپلو مجاهدینو ته وړاندې کولې…
باخره یوه ورځ را ورسېده چې سرې لښکرې لۀ هېواده ووتې، خو هېواد او ولس تر دې لا زیاتې قربانیانې ورکړې، هیواد لا ویجاړ شو. مګر کوم نظام رامنځته نشو چې د همدغو شهیدانو آرمانونه و پالي، هغه شهیدان چې دهېواد د آزادۍ لۀ پاره یې قربانۍ وکړې، کورنۍ یې لۀ لاسه ورکړې، میدنو زامن او مېړونه لۀ لاسه ورکړل…  برعکس د احزابو ترمنځ جګړې را منځته شوې، پر يو بل یې د تکفیر ټاپې ولګولې، د کابل څلور دروازې د جګړې لومړۍ کرښې و ټاکل شوې، پښتانه یې د جهاد په نوم له ازبک، تاجک او هزاروو سره په جنګ اخته کړل، هغوی یې برعکس د پښتنو پر وړاندې وکارول…
دا ولې وشول؟
داځکه! چې د غرب لخوا د جوړو شویو احزابو رهبرانو د هېواد، دین، مذهب او جهاد له کلمې څخه په استفادې پردۍ ګټې وپاللې،  جهاد یوازې او یوازې خوار  او نالوستي ولس د هېواد د ازادۍ او د اشغال پر وړاندې تر سره کړ. که چېرې داسې نۀ وی، نو د سرو لښکرو لۀ وتلو وروسته تنظیمي جګړو ته اړتیا څۀ وه؟ همدغو رهبرانو  ولس ته  د سرو لښکرو لۀ وتلو وروسته، د یو اسلامي او شرعي نظام ټټکرونه وهل، څه شو هغه اسلامي نظام؟ ولې یې بیا حګړې پیل کړې؟
ښکاره خبره ده چې روسان د مرستندویه هېوادونو پۀ مرسته چې سرلاری یې همدا امریکا ؤ، زموږ د عام ولس پۀ لاس ماته وخوړه. امریکایان خپلو موخو ته ورسېدل، رهبرانو د جهاد امتیازات تر لاسه کړل، هریو یې میلیارډران شو، یورپ او غربي نړۍ کې بېلډنګونه واخستل، پۀ هېواد کې یې نظامي او ملکي لوړې څوکۍ تر لاسه کړې، اولادونو یې یورپ کې زده کړې وکړې، پارلمان ددوی شو، حکومت د دوی دی، پر ولس حاکمیت د دوی دی، زورواکي دوی کوي او بلاخره مسلمانان هم دوی دی او جهاد هم دوی کړی. هغه ولس چې د جهاد په نوم وکارول شو، څوک یې د خیرک ادې هم نۀ شمیري، د شهیدانو میندې، خویندې، مېرمنې، ماشومان خیر ټولوي، خو د رهبرانو سترګې ړندې، غوږونه کاڼه او ژبې کونګۍ دي…
د مدرنې لسیزې ځوانانو او لوستو اشخاصو! تاریخ د دغو منفورو اشخاصو پۀ هکله خپله پرېکړه کړې ده، تاسو یې پۀ دقت او غور ولولئ. چې بیا د دویم ځل لۀ پاره و نۀ غولېږئ. امریکا، روس، انګلیس، عرب او ګاونډي هېوادونه هماغه پخواني هېوادونه دي، چې رهبرانو موږ ورته د جهاد لۀ پاره هڅولو، خو نن بیا نۀ جهاد شته او نۀ هم هغوی کفار دي. بلکې ټول د دوی نږدې ورونه دي او ناسته ولاړه ورسره جایزه ده.
پرون احمد خلقي و، کمونست و، پرچمي و، شوله یي و، ملحد و، اجنبي و، خادست و، واجب القتل و، مګر نن چې د ټولو لوړو څوکیو پۀ رئس کې همدا پخوانی خلقي، پرچمي، کمونست… کار کوي د رهبرانو ورونه او دوستان دي. اوس واجب القتل نۀ دي، پخوا ؤ. دا خبره نۀ سالم عقل او منطق مني، نۀ یې اسلام مني او نۀ یې هم عرف، دا خبره یوازې د رهبرانو منطق او عقل مني.
نو جهاد عام ولس کړی، رهبران پردي پاله وو، دي او وي به.
د سرو لښکرو پر وړاندې ټولو افغانانو ته پرته لۀ رهبرانو د خدای پاک لۀ درباره اجرونه غواړم، شهداوو ته جنت لفردوس او پاتې شویو ته یې صبر جمیل غواړم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *