د بدلون اوونیزې سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه\ دوهم کال/۱۴ مه / پرلپسي ۶۶ مه ګڼه/چهارشنبه/ سلواغه/۲۸/ ۱۳۹۴
د بدلون اونیزې په تېره سرلیکنه کې مو د کابل د افشار خونړی داستان در ته وړاندې کړ چې اصلي کرکټرونه یې د اسلامي تنظیمو جهادي اتل رهبران ول؛ نن دا دی له افغانستانه د سره شوروي پوځ د شکست او وتو د ۲۷– مې کالیزې په مناسبت در سره د جدي بحث پر ټغر کښېنو.
له بده مرغه زموږ د عامه شعور سطحه ډېره ټیټه ده ځکه همېشه له پېښو، پدیدو او جریاناتو سره د عقلاني- منطقې پر ځای، احساسي- عاطفي او عقیدوي- ایډیولوژیک چلن کوو او په دې ډول نو هیڅکله د واقعیتو او حقایقو ژورو ته نه شو رسېدای، ژورې لا څه چې په سطحې ډول یې هم نه شو پېژندای.
همدا علت دی چې زیاتره مهال له خپلو تحلیلو څخه سرچپه پایلې اخلو، مثلاً: هغه څه چې نه یوازې د افتخار وړ نه وي بلکې د مستقیم ذلت و خجالت سبب وي په نازیږو خو هغه پدیدې چې د رڼا و پرمختګ پر لاره مو ور سیخوي، په مرګ یې مخالفت کوو، دا مسئله به لږ وروسته د دلوې د ۲۶- مې په بحث کې لا ښه روښانه کړو خو دلته باید پر دې ټکي ټینګار وکړو چې نور باید د خپلو نظریاتو، تحلیلو او تبصرو میتودونه د نوو علمي پرمختیاوو پر بنیاد بدل کاندو، د احساساتو له ساحې څخه د عقلانیت قلمرو ته را کډه شو؛ دا زموږ د زمانې حتمي ضرورت او د عقلمنو فکري سازمانو و افرادو لوی مسؤلیت دی.
موږ باید په خپله ټولنه کې د ژور علمي- فلسفې بحث فرهنګ رامنځته کړو، هغه فرهنګ چې په افغانستان کې یې تر جنګو پخوا موږ زمینه و بنسټ درلود او پر دې ډګر مو پخې علمي سټې په جدي کار بوختې وې خو څنګه چې جنګ د سراسر و هراړخیزې تباهۍ نوم دی نو د تباهۍ په دغه ۳۷- کلنه زمانې مقطع کې زموږ اخلاق، افکار، اذهان او معنویات ټول له یوه مخه فاسد و منحرف شول؛ نن زموږ روشنفکري سیاسي- علمي بهیرونه مسؤل او مکلف دي چې د افغاني ټولنې د علمي- ذهنې بیا رغونې او د لوړ افغاني فرهنګ ماڼۍ د بیا راپورته کېدنې لپاره شپه و ورځ پر ځان یوه کړي.
نژدې څلور لسیزې وړاندې استاد محمد صدیق روهي زموږ د اوسنۍ موضوع لپاره داسې علمې کړکۍ پرانیستې وه:
«د ساینس له موندنو او د هرې ورځې له تجربو څخه موږ ته دا څرګنديږي چې ټول شیان او جریانونه دوه اړخه لري: یو یې بهرنی اړخ دی چې مستقیماً د لیدنې او پوهېدنې وړ دی او بل یې داخلي اړخ دی چې زموږ له سترګو نیهام دی او بېله ژورې او پېچلې څېړنې څخه د هغه په باب پوهه لاس ته نه راځي.
کله چې موږ د حسي غړو له لارې له شیانو سره آشنا کېږو، په لومړي سر کې یوازې بهرنۍ اړیکې ګورو او له همدې امله د شیانو په باره کې زموږ پوهه سطحې او قشري بڼه لري، په بله ژبه، موږ د ماهیت له پېژندلو نه مخکې له پدیدې سره مخامخ کيږو.
خو ساینس او بشري پراتیک یوازې په ساده لیدنه او د ځانګړو پدیدو، واقعیتونو او پېښو په پېژندنه بسنه نه کوي بلکې هڅه کوي د پدیدو، جریاناتو او واقعیتونو تر منځ ثابت او باقاعده اړیکي، د هغو د رامنځته کېدو علتونه او د انکشاف قوانین را وسپړي او رښتینی ماهیت یې وپېژني.
د پوهې (معرفت) انکشاف، په واقعیت کې له بهرني او څرګند اړخ څخه د پټ او ژور اړخ پر لوري د فکر نه بس کېدونکی او ناپاوه حرکت دی. د انسان فکر هر کله له پدیدې څخه د ماهیت پر خوا درومې او هر څومره چې انساني معرفت ژوریږي او پراخیږي، په هماغه تناسب د ماهیت په باره کې پوهه لا پسې زیاتیږي.
… په دې نړۍ کې انسان د دې امکانات پیدا کولای شي چې خپل حسي معلومات او خپلې کتنې ارزیابي کړي، د پديدو ژورو ته ور ننوزي او ماهیت را برسېره کوي….
… د ماهیت او پدیدې پېژندنه د علمي څېړنو له پر مختګ سره زیاته مرسته کوي. د علم وظیفه دا ده چې د پدیدې له لارې ماهیت ته ور ننوزي او د پدیدو په ژورو کې د شیانو او جریاناتو ماهیت را وسپړي.» (۱)
له دې نسبتاً اوږده اقتباسه منظور دا دی چې موږ د فکري تولید، ذهني روښانتیا، علمي پرمختګ او مثبتو نتېجو لپاره اړ یو چې پر پېښو او واقعیتو باندې د علمي چوکاټ بندیو په دننه کې غور وکړو، که نه نو د وچو احساساتو او تا ویلو ما ویلو د سنتي دود و میتود پر اساس به د ژوند لپاره هیڅ اساس و نه شو موندای.
د همدغې تیورۍ پر بنسټ باید د دلوې د ۲۶- مې پېښه تحلیل و تجزیه کړو او منطقې نتېجه ګیري وکړو، که څه هم دا د اوږودو او ژورو تحقیقاتو کار دی مګر دلته اړ یو چې لږ تر لږه دغسې دقیقو څېړنو ته د لار پرانیستو لپاره له فرصته په استفاده سره یو څو ټکي یاد او د جدي فکر کولو لپاره خپل ځوان سیاسي نسل وهڅوو.
د دلوې د ۲۶- مې په یادونه و تحلیل کې آن زموږ زیات شمېر لیکوال، سیاستوال او په اصطلاح کارپوهان د سطحیتوب او فکري پاشلتیا ښکار دي، ډېره جالبه ده، تاسو به په یوه واحده رسنۍ، حتا یوه لیکنه کې په دې باب داسې مبهم او متناقض قضاوتونه، ګډوډ نظرونه او د وچو احساساتو له مخې بیانونه ولولئ چې ور ته حیران به شئ چې آخر بې منطقې او سرسامي هم حد لري.
دلته یوه بله لویه بدمرغې دا ده چې موږ یا بې طرفه علمي سازمانونه نه لرو یا چې یې لرو نو دومره تاثیر نه لري چې د عامه شعور سطحه لوړه او افغاني جمعې ذهنیت د دغې او ورته نورو پدیدو له اصلي ماهیت څخه خبر کړي؛ دلته سټیج لا هم د هغو افرادو او جریاناتو په اختیار کې دی چې د دغې قضیې یو طرف وو، دوی که څه هم په خپل طرف کې، په خپل رنګ کې کوټ خوړلی او پوهیږي چې د خپل جهاد د حقانیت ثابتولو لپاره هیڅ دلیل و توجیه نه ده ور پاته؛ د دې پر ځای چې په عالمانه ډول سره صادقانه اعترافات وکړي او د خپل جهاد و جنایت ماهیت و مني، پر ابهاماتو او احساساتو سر وي؛ البته دوی دا کار د دوو احتمالو له مخې کوي، یا شومو شخصي ګټو لېوني کړي او یا هم د علم و عقلانیت له نعمته هماغسې چې بې برخې ول لا هم بې برخې دې؛ مګر موږ ته چې د دغې پېښې ماهیت مالوم شوی، مسؤل یو چې یو څو اړخونه یې روښان کاندو او د علمي تفکر و منطقې تحلیل د فرهنګ رامنځته کولو لپاره د معرفت ور پرانیزو؛ دلته به د یوې وړې بېلګې په توګه دلوې د ۲۶- مې په باب څو احساساتي نظریاتو، څو ابهاماتو، څو سرچپه نتایجو، څو تناقضاتو او څو سوالو ته سره تم شو:
ښاغلی کریم خرم، د حامد کرزي د حکومت د اطلاعات و فرهنګ وزیر او د دفتر رئیس، یو رسنیز ګروپ لري چې په کابل کې (کابل نیوز ټلویزیون، سپورمۍ راډیو، ویسا ورځپاڼه، سرنوشت ورځپاڼه، همیانۍ اقتصادي ورځپاڼه، اکسوس کتابپلورنځی او ځینې نور مرکزونه و بنسټونه) پکښې شامل دي، نوموړی او څو نور د سر کسان یې پخواني مجاهدین، د جهاد او جهادي ارزښتو مدافعین دي؛ دا خو څرګنده ده چې دوی د امریکا او غرب په امکاناتو و رهبري د شوروي اتحاد په مقابل کې جهاد وکړ، بیا همدغو مجاهدینو په کورنیو خپلمنځي جګړو کې د افغانستان مادیات و معنویات یو مخ تبا کړل، پر دوی بیا د شر و فساد په نوم طالبانو په کندهار کې د افغانستان د پنځلس سوه علماوو په لاسلیک د جهاد فتوا وایسته، وروسته دوی سیده د امریکا لمنې ته ولوېدل او د لویدیځ په مخامخ مدیریت و رهبریت یې ۱۳- کاله پر افغانستان حکومت وکړ، تر حکومت وروسته یې بیا پر خپله باداره امریکا د مخالفت مخ را واړاوه، اوس یې د استعماري یرعلګر په نوم یادوي؛ نن یې د واشنګټن پر ځای له بیجینګ څخه خپله سیاسي قبله جوړه کړې او هره شپه یې په کابل نیوز ټلویزیون کې د (سلام چین) په عنوان د چینې فکر و فرهنګ یرغل ته مستقیمه مخه ور کړې؛
دلته د دلوې د ۲۸-مې په مناسبت د دوی د څو مشرانو څو څرګندونې د نمونې لپاره را اخلو او په نتیجه کې یې د شوروي د یرغل او شکست د اصلي ماهیت مالومولو هڅه کوو.
ښاغلی محمد زبیر شفیقي، د ویسا ورځپاڼې مدیر، په سرمقاله کې لیکلي:
« که ولس له دې پېښو عبرت وانخلي، تاریخ به بیا- بیا پرې تکرار شي، هر ځل به په لکونو سرونه خاورې کيږي، خو که پنځوس- سل کاله وروسته کومه امپراتوري دلته سر خوري موږ ته به څه د ویاړ ځای وي چې موږ خپله حماسه او بریا خوندي نکړای شو؟»
نوموړی ښه خبره کوي چې ولس باید عبرت واخلي او د دوی غوندې درغلګرو د اسلام، جهاد او مجاهد په درواغجنو شعارو و نه غولیږي، د خبرې ښکاره مانا خو همدا ده، مګر دی بېچاره د خپلې خبرې په مفهوم خپله نه پوهیږي چې څه وايي او دا یي هم سمه خبره ده چې دا هیڅ ویاړ نه دی چې دلته امپراتورې سر خوري او موږ خپله بریا خوندي کولای نه شو خو بیا هم د خپلې دغې فقرې په مانا پوه نه دی، د ده د خبرې مانا دا ده چې د دلوې د ۲۶- مې حماسه او د روسانو د ماتې ماهیت د ویاړ نه دی ځکه د هغه نتیجه هغه فاجعه شوه چې همدوی مجاهدینو او رهبرانو یې لکه طاعون غوندې په داسې جنایتکارانه ابتکار سره پر افغانستان را نازله کړه چې کمونیزم د خپل ټول وحشت سره- سره ګوته په غاښ ور ته پاته شو ځکه خپله لیکي: «… د اقتدار لېونیانو یوه لویه حماسه او یوه تاریخي فتحه په کورنۍ جګړې بدله او بدنامه کړه چې د نړۍ په سیاسي قاموس کې د شلمې پېړۍ معجزه بلل شوې وه.
د شلمې پېړۍ معجزه لاړه د لرې او نژدې استخباراتې ادارو د توطیې او د جهادي مشرتابه د اقتدار پالنې تر هوس قربان شوه.»
مګر همدغه ورځپاڼه په همدغه ګڼه او همدغه موضوع کې د دوی د یوه بل ایډیولوژیک ملګري، فدا محمد فایض په لیکنه کې د حیرانوونکي تناقض ښکار ده، هلته چې هغه د ویاړ د غاړې لکېدو او د حریفانو د سپکېدو هڅه کوي؛ جالبه دا، نه پوهیږي چې خپله د ورځپاڼې مسؤل د اسلام او جهاد دښمن بولي او لا جالبه دا چې خپله د مسؤل هم سد نه په رسیږي، ویې لولئ:
«… د سلواغې شپږو یشتمه له هغې ورځې سره برابره ده چې د کائناتو ستر رب د افغان ولس په لاسو یو لوی مادي زبرځواک مات کړ… د خوشحالۍ ځای دا دی چې د روسانو لږ تر لږه درې پېړۍ ارمان له خاورو سره برابر شو او د خلق د نادموکراتیک ګوند مزدورې څېرې هم په ټوله دنیا کې وشرمېدې.
د روسانو چې څومره وس و په افغانستان کې یې جنایات وکړل او د خلق نادموکراتیک ګوند بې ضمیره غړو چې څومره کولی شول له روسانو سره په دې جنایاتو کې مرسته وکړه او د هغوی په چوپړ کې ډېر ذلیلانه او مزدورانه وځلېدل؛ خو د خدای فیصله بل څه وه او هغه دا وه چې د دنیا یو لوی مادي زبرځواک د نړۍ د یوه ډېر تش لاسی او بېوزله ولس په لاسو مات کړي….
… دا چې اوس د اسلام او جهاد دښمنان په جهاد او مجاهد پسې ډېر غیر مسؤلانه او بې مسؤلیته بې انصافه تبلیغات کوي دا جلا خبره ده خو دا چې د پاکستان پخواني ولسمشر به ویل «جهاد افغانستان؛ دفاع پاکستان» او یایې افغان جهاد د شلمې پېړۍ معجزه بلله هغه پر یو واقعیت اعتراف کاوه؛ خو حقیقت دا دی چې افغان جهاد د کمونېزم او شوروي پر وړاندې له ګردې آزادي نړۍ نه دفاع کوله؛ خو متاسفانه چې دغې آزادې نړۍ بیا له افغان ولس سره ډېره ستره جفا وکړه او خصوصاً د امریکا په مشرۍ لویدیځ؛ چې دې کار د لویدیځ رسوا څېره لا پسې رسوا کړه، که څوک ضمیر ولري هغه به هیڅکله د لویدیځ پر دوستۍ باور و نه کړي.»
عجبه ده! آیا همدا مجاهدین د جهاد په دوران او بیا د کرزي په ۱۳- کلنه واکمنې کې خپله د فایض، شفیقي، کریم خرم او امثالهم په شمول نه ول چې د لویدیځ پر دوستې یې باور درلود؟ او آیا دی خپله پر خپله بې ضمیرې اعتراف نه کوي؟ آیا دا د ده، شفیقي او نورو یارانو یې، په اسلام او جهاد پسې خبرې نه دي؟ او د ده په وینا، د خلق د نادموکراتیک ګوند د بې ضمیره غړو او د دوی څه فرق شو؟ او بیا د دغو دواړ و بې ضمیرو اړخو او روس د جنایاتو تر منځ څه توپیر دی؟
که څوک یوه ذره عقل هم ولري آیا د خپل جهاد د حقانیت د ثبوت لپاره د پاکستاني دکتاتور او پوځي ولسمشر، ضیاء الحق دا وینا راوړي چې «جهاد افغانستان؛ دفاع پاکستان»؟ یا به خپل جهاد د آزادې نړۍ دفاع وبولي؟ آیا دغه ډول استدلال پر خپل جهاد د مطلق بطلان کرښه راکښل نه دي؟ د لویدیځ د څېرې لا رسوا کېده څه مانا؟ آیا د لویدیځ څېره لا رسوا شوه که د دوی څېرې بربنډې او لا لګیا دي په خپلو دغه ډول څرګندوونو، تحلیلو، ویاړو او نتیجه ګیریو سره، خپلې لمنې پر خپل څټ را اړوي مګر په ځان نه پوهیږي؟
د هوش او خرد خاوندان پوهیږي چې دغه مجاهدین اصلاً په خپلو دغه ډول متناقضو، مبهمو او ګډو وډو لیکنو سره د خپل جهاد، د شوروي د شکست، د دلوې د ۲۶– مې او وروستیو ناوړو پرمختیاوو اصلي جنایتکارانه ماهیت بیانوي؛ کیسه دلته نه ختمیږي، نه یې سر خلاصیږي او پاراډاکسو ته دوام ور کوي: «… افغانان به دا ورځ هر کال د یوې تاریخي ورځې په حیث نمانځي او روسان به هر کال پر دې ورځ د شرم احساس کوي خو کاشکي چې هغوی په شرم پوهېدای…
افغان جهاد بې له شکه د خپل عصر حماسه وه، افغان مجاهد بې له شکه د خپل عصر قهرمان و، خو دا چې څو بوالهوسو خپله لار پرېښوده او پر نارواوو سر شول، د دوی د دې بدو اعمالو پړه پخپله د دوی پر غاړه ده، نه دا چې د دوی د بدو اعمالو ملامتي د هغه قهرمان مجاهد پر ولیو ور واچول شي چې لوی رب یې په لاسو د روسانو غوندې قوت مات کړ، هیله ده چې د دې اوسنیو ښکرورو شامت هم له روسانو سره ورته وي.
که د جهاد تر بریا وروسته چا خپله لار پرېښوده هغوی پوه شه او د مسؤلیت دروند بار یې خو بیا هم وایم چې زموږ جهاد یو مقدس جهاد او زموږ مجاهد د خپل عصر قهرمان.» (۲)
آیا ښاغلی فایض او مجاهد یاران یې د شرم په مفهوم پوهیږي؟ که شرم ور ته د درک وړ وي آيا همدا لیکنه ور ته د شرم وړ نه ده؟ آیا دا عاقلانه ده چې «جهاد افغانستان؛ دفاع پاکستان» دې د خپل عصر د ملي تاریخ په حماسو کې حساب کړو؟ آیا په دغو بې لارو و بوالهوسو کې خپله ښاغلی فایض، شفیقي، خرم او د افغانستان د تبا کوونکې ایډیولوژۍ یاران یې هم ځانونه شمیري که نه؟ داچې زموږ د عصر اصلي قهرمان مجاهد څوک دی، دا دوی نه معرفي کوي او هسې پر تړلي دکان حواله ور کوي؛ نه بوالهوس راپېژني، نه هم قهرمان مجاهد؛ او دا چې د اوسنیو ښکرورو (غالباً منظور یې امریکا ده) سرنوشت هم روسانو غوندې غواړي نو آیا همدا خرم خېل نه ول چې هم یې د جهاد په دوران او هم د کرزي په حکومت کې همدا ښکرور خپل امامان منلي ول او واشنکټن یې خپله قبله ټاکلې وه؟ او که د دوی د ماتېدو دعاوې کوي بیا خو نو آیا طالبان پر حق نه دي چې د دې ښکرورو ماتېدو ته یې ملا تړلې؟ که داسې وي نو بیا دې د اسلامي امارت بیعت اعلان کړي او څه کوي چې لا هم په کابل کې د همدې امریکایانو تر سیوري لاندې، د امریکایانو او لویدیځ په هغه لوښي کې، چې خوراک کوي، بیرته بښې هم وهي؟
دوی د دلوې پر ۲۶– مه، هم ځانو ته ښکنځل کوي، هم بل ته خو د خپل ویاړ او ذلت په توپیر نه پوهیږي، په اصل کې دوی د پېښو او پدیدو په ماهیت د پوهېدا او درک توان نلري خو دا زموږ د روشنفکر قشر ملي- علمي دنده ده چې خپل ولس ته د دغه ماهیت پوهېدو درس ور کړي.
د دلوې د ۲۶– مې د لمانځنې پر مهال، د استاد عبدالرب رسول سیاف، ډاکتر عبدالله عبدالله، استاد کریم خلیلي، حضرت صبغت الله مجددي، قاضي محمد امین وقاد او نورو مجدهدینو څزګندونې هم د عین تبصرې وړ دي خو دلته د سرلیکنې سینه اوس هم نژدې چاودلې ده، هیله ده چې د مشت نمونهء خروار په توګه مو د دې څو مهمو نقطو په توضیح و تشریح سره د دلوې د ۲۶- مې په ماهیت سم سر خلاص شوی او د نورو ورته پېښو سم و علمي تحلیل ته هم په ګډه ملاوې سره وتړو.
۱۳۹۴/۱۱/۲۷
۱- څېړندوی محمد صدیق روهي، فلسفې مقولې (ماهیت او پدیده)، کابل مجله، د میزان ګڼه، ۱۳۵۸ ل، کابل.