تاند- د نړۍ تر ټولو جګ سپی تېره اوونۍ په امریکا کې د خپل خاوند په کور کې مړ شو.
دغه سپی، چې د خپل خاوند له لوري پرې (جورج) نوم اېښودل شوی و، ۱۱ کیلو وزن او څه باندې ۷ فوټه ونه لرله.
د جورج خاوند (ډیویډ) ویلي چې د خپل سپي په مړینه سخت خوابدی دی. د ده په وینا سپی یې د اکتوبر په اتلسمه تر اتمې کالیزې یوازې یوه اوونۍ مخکې مړ شو.
جورج (سپی) په کوچینوالي کې د خپلې مور په دیارلس کوترو (بچیانو) کې تر ټولو کمزوری و خو چې لوی شو تر ټولو یې ونه لوړه شوه.
په ۲۰۱۰ کال د نړۍ د ریکارډونو د ثبت کتاب ګینس دا سپی د نړۍ په ژوندیو سپو کې تر ټولو جګ سپی ثبت کړی و.
دغه سپي د میاشتې پنځوس کیلو خوراک کاوه او کله چې به د هغه خاوند غوښتل چې په الوتکه کې یې بل ځای ته یوسي نو د درو سیټونو ټکټ به یې ورته رانیوه.