تاند- د نړۍ تر ټولو په ونه لوړ سړي، چې سلطان کوسن نومېږي، او د ترکیې تبعه دی، نن /سې شنبه/ واده وکړ.

سلطان کوسن دوه نیم متره (۲ متره او ۵۱ سانتي متره) ونه لري.

ده له یوې سوریه والې سره، چې مروه دیبو نومېږي، واده وکړ. د دوی د واده مراسم د سوریې پولې ته نژدې د ترکیې په ماردین ولایت کې جوړ شول.

په سوریه کې د بشاراسد د رژیم پرضد له ولسي پاڅون او بلوا وروسته په لکونو سوریه وال ګاونډیو هیوادونو په تېره بیا ترکیې ته کډوال شول.

د سلطان کوسن نوم د نړۍ د ریکارډونو په کتاب (ګینس) کې تر ټولو د جګ انسان په توګه ثبت شوی دی.

One thought on “د دنیا تر ټولو جګ سړي واده وکړ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *