کابل – مرمرینه ماڼۍ دغبرګولي ۲۰مه
د دنیا خصوصي پوهنتون لخوا د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان ته دهغه د ښو کړنو له امله دغبرګولي په ۲۰مه ستاینلیک ورکړ.
د دنیا پوهنتون مشر پوهنیار احمدشا سنګدل د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ته د ستاینلیک ورکولو پر مهال و ویل :(ستاسوخدمتونه ددې وړ دي چې د علمي او اکادمیک مرکزونو لخوا باید تقدیرشی).
د سنګدل په وینا، دنیا پوهنتون چې یو لوی علمي مرکز دی پریکړه وکړه چې ستاسو د هیوادنۍ مینې او هغه کړنو په اړه چې د پوهنې، ښې حکومتدارۍ او ټولینزو چاروکې د پرمختګ په خاطرمو تردې مهاله ترسره کړې وستایل شي اوقدر داني مو وشي.
سنګدل وویل چې دوی دهغه شخصیتونو په اړه چې د لوړو زده کړو د کیفیت په ښه والي کې هڅې کوي پرې ویاړي او قدرداني يي کوي.
د دنیا پوهنتون مشرددې ترڅنګ له نوموړي څخه غوښتنه وکړه چې خصوصي پوهنتونوته ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅوخصوصي پوهنتونه وکولای شي دهغو سیمو ځوانانوته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي کوم چې دولتي پوهنتونونو د ځنې لاملونو له امله نه دي جذب کړي.
دنیا پوهنتون چې د اقتصاد مدیریت او ادارې، کمپیوټر سانیس، حقوق او سیاسي علومو او ژورنالېزم پوهنځي لري او کابو ۵۰۰۰ محصلین په کې زده کړې کوي، د دې تر څنګ نوموړی پوهنتون د عامه حقوقو او حساب دارۍ او مدیریت په څانګو کې د ماسټرۍ په کچه د کورنیو او بهرنیو استادانو لخوازده کړې ورکوي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمد خان د دنیا خصوصي پوهنتون له مشرتابه څخه مننه وکړه چې د علمي کدرونو په روزنه کې يې په عملي ډول ګامونه اوچت کړي دي.
انجینیر محمدخان وویل چې خصوصي پوهنتونودامهال دهیواد د پرمختګ او جوړونې په څانګو کې ځانګړی ځای لري او زرګونو ځوانانوته يې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې.
د نوموړي په وینا، خصوصي پوهنتونونو له یوې خوا په کور د ننه افغان ځوانانوته دزده کړې زمینه مساعده کړې اوله بلې خوا يې د علمي کدرونوڅخه دنوي نسل په رزونه کې ګټه اخیستې.
په پای کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال له دوی څخه غوښتنه وکړه چې د لوړو زده کړو په برخه کې د کمیت پرځای کیفیت ته ټینګه پاملرنه وکړي.