تاند- ډیلی اوس د دنیا په دویم نمبر لوی ښار بدل شوی دی او پنځه ویشت میلیونه کسان پکې اوسي. توکیو لا تر اوسه پورې د نړۍ تر ګردو ګڼ نفوسه ښار دی چې اته دېرش میلیونه کسان پکې ژوند کوي.

ملګرو ملتونو د ښاري ژوند په باره کې په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د توکیو نفوس نور نه زیاتېږي او بلکې ورو ورو مخ په کمېدو دی خو د ډیلي نفوس په چټکۍ سره ډېرېږي او شپاړلس کاله وروسته به یعنې په ۲۰۳۰ کال کې به د ډیلي نفوس شپږ دېرش میلیونو ته ورسي.

البته، تر هغې نېټې پورې به د توکیو په نفوسو کې د یو میلیونو په اندازه کموالی راغلی وي او اووه دېرش میلیونه کسان به پکې ژوند کوي چې بیا به یې هم تر ډیلي نفوس یو  څه زیات وي. د برازیل تر ګردو لوی ښار سواپولو، د مکسیکو مرکز مکسیکو سیټي،  په چین کې شانګهای او په هند کې  ممبۍ  په ترتیب سره ، له توکیو او ډیلي وروسته 1د نړۍ خورا پرنفوسه ښارونه دي. ممبۍ چې د نړۍ شپږم نمبر ګڼ نفوسه ښار دی، یوویشت میلیونه کسان پکې اوسي.

 د ملګرو ملتونو راپور وایي چې د خورا لویو ښارونو شمېر مخ په زیاتېدو دی خو لوی ښارونه به لوی مشکلات هم ولري. په دې ښارونو کې به د کورونو، بنیادي تاسیساتو، ترانسپورټ، انرژي ، کار پیدا کولو ، تعلیمي خدماتو او صحي اسانتیاوو مشکلات راپیدا شي چې له دغو مشکلاتو سره مقابله زیاته توجه غواړي.

 د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي دي چې د لویو ښارونو د ستونزو حل کول په یوویشتمه پېړۍ کې د انسانانو په مخ کې پروت یو مهم چلینج دی. رپورټ وايي چې په ۱۹۹۰ کال کې یوازې لس داسې ښارونه وو چې نفوس یې تر لس میلیونه زیات و خو اوس چې په هغه وخت څلرویشت کاله تېر دي، د نړۍ د هغو ښارونو شمېر اته ویشتو ته رسېدلی دی چې لس یا تر لس میلیونه زیات کسان پکې اوسي او په راتلونکو شپاړلس کلونو کې به د داسې ښارونو شمېر یوڅلوېښتو ته ورسېږي.

 په ډیلي کې د نفوسو د زیاتوالي په وجه پیدا شوې ستونزې سر له اوسه لا محسوسې دي. دغه ښار د اوبو، د بریښنا، د صحي او تعلیمي خدماتو، بنیادي تاسیساتو، پاکوالي او  امنیت په برخه کې نیمګړتیاوې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *