د چهارشنبې په ورځ په نړۍ کې دوې هوايي پېښې وشوې. دواړه په دوو ټاپوګانو کې وشوې. لومړۍ پېښه د نړۍ په ختیځ کې د تایوان په (پیغو) ټاپو کې هغه مهال وشوه چې د ترانس ایشیا هوايي شرکت مسافري الوتکې له الوتو لږ وروسته اور واخیست.

په دې پېښه کې تر پنځوس تنو زیات ووژل شول. په الوتکه کې ۵۸ تنه سپاره ول خو څو تنه د الوتکې د بیړنۍ ناستې په نتیجه کې وژغورل شول.

بله پېښه د دنیا په لوېدیځ کې د امریکا د (Tutuila) ټاپو په پاګو پاګو ساحل کې وشوه.

۱۷ کلن حارث حیات، چې پېلوټي یې کوله، د امریکا د سموا لهTutuila پ ټاپو څخه تر الوتو وروسته ونه توانېده چې الوتکه کنټرول کړي. له ده سره په الوتکه کې پلار هم سپور و.

د حارث مړی موندل شوی خو د ده د پلار په مړي پسې ژغورونکي ګرځي.

عکس د دې الوتکې د لوېدو د ځای دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *