خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۴-۱۰-۲۴
کندهار، افغانستان- کندهار والي وايي د دهلې بند په پروژه کي د اختلاس څېړنه کوي.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي دا څرګندوني نن سهار په ولايت مقام کي د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وکړې. نوموړی وايي د دهلې بند پر پروژه ۷۱ ميليونه ډالر لګښت راغلی خو دا لګښت له رغول سوو تاسيساتو او ترميم سره هيڅ سمون نه خوري. هغه زياته کړه چي له اوبو او انرژۍ وزارت څخه يې رسماً کندهار ته د يوه تخنيکي پلاوي د راتګ او د دې پروژې د هر اړخيزي څېړني غوښتنه کړې ده.
عزيزي زياته کړه چي دوه کاله وړاندي د امريکا د پرمختيايي ادارې له خوا د ۷۷ په نوم له يو ترکي شرکت سره د دهلې بند د تخنيکي چارو قرارداد سوی خو د قرارداد اسناد نه ولايت مقام ته ورکول سوي او نه د اوبو او انرژۍ رياست سره سته.
نوموړی وايي: وړمه ورځ چي موږ د بند تونل، د اوبو دروازې او د دستګاه تعمير له نژدې وکتل، داسي ښکاري چي مالي لګښت او دومره کار هيڅ سمون نه سره خوري. موږ خپل دغه اعتراض له مرکز سره شريک کړ او له اوبو او انرژۍ وزارت څخه مو غوښتنه وکړه چي يو تخنيکي پلاوی کندهار ته راسي او د دې پروژې هر اړخيزه څېړنه وکړي تر څو زموږ شکوک رفع سي او که شفافیت نه وي سوی، د هغه مخنيوی وسي.
نوموړي د يوې پوښتني په ځواب کي وويل چي د دې پروژې مستقيم نظارت د امريکا د نظامي ځواکونو انجنېري ټيم کاوه او له ولايتي ادارې سره د قرارداد هيڅ ډول جزئيات نه سته. هغه زياته کړه چي د برېښنا د توربين نسبول د دې پروژې برخه ده چي تر اوسه دا کار پاته دی او تر هغو به دا پروژه تسليم نه کړي، تر څو د پروژې ټول کار نه وي بشپړ سوی.
د کندهار والي په تاسف سره وويل چي په تېرو دوو کالو کي له اوبو او انرژۍ وزارت څخه د دې پروژې د نظارت لپاره تخنيکي پلاوی نه دی راغلی. هغه زياته کړه چي د تخنيکي ټيم تر څېړني وروسته به جزئيات له رسنيو سره شريک کړي.