د دهلې بند

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۱۰-۲۳

کندهار، افغانستان- د کندهار د دهلې بند د رغولو لومړۍ برخه بشپړه او نن سهار تر افتتاح وروسته پرانستل سوه.

د يادي پروژې د افتتاح په مراسمو کي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ سلاکار وزير حاجي اغالالي دستګيري، امنيه قومندان جنرال عبدالرازق او ګڼ شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.

د کندهار د دهلې بند د رغولو په لومړۍ تخنيکي برخه کي د عمومي برج نوې دروازه، يو پاور هاوس، نوی تونل، د اوبو ۴ دروازې او د بند د عمومي دستګاه لپاره اساسي تعمير جوړ سوی دی.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د کندهار ټولو اوسېدونکو ته د دې پروژې مبارکي وويله او زياته يې کړه د دهلې بند د رغولو لومړۍ برخه چي ټولي تخنيکي چاري وې، د ۷۱ ميلیونه ډالرو په ارزښت بشپړه سوه. نوموړي وويل د دې پروژې مالي لګښت د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) له خوا ورکول سو چي دوه کاله يې دوام وکړ.

د کندهار والي زياته کړه: د کندهار زراعت زياتو اوبو ته اړتيا لري، دغي اړتيا ته په کتو بايد د دهلې په بند کي ډيري اوبه ذخيره سي. دا چي بند زياتي اوبه ضايع کولې، نو لازمه وګڼل سوه چي د اوبو د ذخيره کولو لپاره اساسي کار وسي. موږ اوس د بند د رغولو په لومړۍ برخه کي دې ته زمينه برابره کړه چي د اوبو بند ۸ متره لوړ او زياتي اوبه ذخيره سي.

عزيزي وايي ولايت مقام هڅه کوي چي د دهلې بند د دوهمي برخي لپاره چي د بند لوړول دي، هم بودجه پيدا کړي تر څو دغه بند ۸ متره لوړ کړي او د اوبو د ضايعاتو مخه ونيسي.

هغه د خبرو په پای کي د امريکا له پرمختيايي ادارې، ترکي شرکت او ملي امنيتي ځواکونو څخه مننه وکړه چي د دې پروژې په برخه کي يې زياتي هلي ځلي کړي دي.

د ارغنداب د دريايي حوزې رئيس انجنېر شېرمحمد عطايي وويل چي د دهلې د بند پر تخنيکي پروژه ۷۱ ميليونه ډالر لګښت راغلی چي د USAID له خوا ورکول سوی دی. هغه زياته کړه د دې پروژې تخنيکي چاري د ۷۷ په نوم يوه ترکي شرکت له خوا مخ ته وړل کېدې چي دوه کاله يې دوام وکړ. نوموړی وايي د دې پروژې هدف د زياتو اوبو ذخيره کول دي او له دې سره به د ۱۰ فيصده اوبو د ضايعه کېدلو مخه ونيول سي.

نوموړی وايي ولايت مقام هڅه کوي چي د پروژې د دوهمي برخي لپاره چي د بند لوړول دي، هم بودجه پيدا کړي تر څو په زياته کچه اوبه ذخيره کړل سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *