لیکوال : حمزه یاسر ([email protected])

په یوویشتمې پیړۍ کې د دریمې نړۍ هیوادونه که له پرمختګ څخه لرې پاتې دي؛ نو پر مختللي هیوادونه پرې هره چاره تر سره کولای شي او د خپل بازار هر ډول محصولات هان چې له ټیټ کیفیت او تاریخ تیریدو څخه زهري کیدو ته هم رسیدلي وي پر دوي یې له بیلابیلو لارو تیرولای شي او دې هیوادونو بر سیره پر دې چې په سیاسي او نظامي برخو کې یې د دریمې نړۍ پر هیوادونو د استعمار او لاندې کولو لارې ځانته هوارې کړي او په خپلو منځو کې یې سره پرې سیالي ده ؛ د خپلو هر ډول محصولاتو د مصرفولو او تیرولو پر سر هم سره سیالي کوي او هر یو یې له هر ډول لاروچارو هڅه کوي؛ څو تر خپل سیال مخته او د دریمې نړۍ په هیوادونو د اغیزې درلودلو او خپل ځانته مارکیټ کې د ځای پراخولو په هڅه او سیالۍ کې دي او دوي نه غواړي چې د دریمې نړۍ هیوادونه پر مختګ وکړي ، خپل کورني محصولاتو ته پراختیا ورکړي او تر وارداتو د صادراتو کچه لوړه کړي.

په دې برخه کې به یوې ژوندۍ بیلګې ته راشم او هغه دا چې زموږ په هیواد افغانستان کې د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو د درملو شرکت خپلې نماینده ګۍ لري او خپل محصولات، چې کیفیت یې صفر ته نږدې وي پر ځوریدلي افغان ولس د یو ډول مافیايي سستم له لارې مصرفوي، چې دلته به تاسو ته د موضوع لا روښانتیا لپاره د یوې عینې پیښې یادونه وکړم تر څو موضوع درته د لمر په څیر څرګنده شي.

یو ملګری مې درملتون لري او ښه یې کار جوړ دی ځکه ورڅیرمه ډاکټر چې ناروغان یې دده له درملتون څخه دوا اخلي له نږدې خپلوانو څخه دی. یوه ورځ یې درملتون ته د څه مشورې لپاره ورغوښتی وم او چې څو شیبې ورسره کښیناستم نو د درملو د یو شرکت له ویزیټور سره یې د درملو پر سر یې په دې خاطر لانجه راغله چې د درملو شرکت استازي ته یې هغه درمل چې د خرڅلاو لپاره یې ورته ایښې وو او ده ورته خرڅ کړي نه وو او اوس یې تاریخ کم پاتې ؤ او د درملتون څښتن ورته راټوله او بیرته یې ورکړه، خو هغه د درملو له بیرته وړلو په عامه اصطلاح پوخ قسم وکړ تر دې چې لانجه په اوږدیدو شوه او د دواړو لوریو خبرې دومره سره تودې شوې، چې شخړې ته نږدې شوې تر دې چې د درملو شرکت استازي له خولې په احساساتي شکل د راز دا خبره له پردې راووته چې ورته ویل یې :

  • زه دا تاریخ تیره دوا په هیڅ صورت نه اخلم ، ما دې له ډاکټر سره خبرې کړي چې دوا به په هر ډول چې شونې وي راته خرڅوې آخر په امتیاز کې مې یو وار دبۍ ته او بیا تاجکستان ته په سفر بیولی او له دې عیاشیو وروسته مې عمرې چانس او ټول سهولتونه ورته برابر کړل عیاشۍ به هم تاسې کوئ او بیا به یې بیرته د ګناوو د مینځلو چانس هم درته برابروو او اوس به تاریخ تیر درمل هم بیرته راکوې؟!.

ددې خبرې په اوریدو سره مې غونی راباندې خیګ شو او دومره په حیرت کې ورته ډوب شوی وم، چې ددوي تر منځ د نورې شخړې د خلاصون لپاره مې لاس هم وړاندې نه شو کړای، خو چې کله خبره اخ ډب ته ورسیده او یو هغه یې پر ما راګواز شو، نو دا وخت زه په هوښ راغلم او د دواړو تر منځ مې بیلتون ته مټې رابډ وهلې، خو لنډه دا چې هغه وخت ستونزه د منځګړو له لارې په یو ډول حل شوه، چې دلته یې ټوله تشریح ستاسو له حوصلې لوړه ده.

زه وروسته له دې پیښې په ټولو هغو ګنګوسو چې د ډاکټرانو او د درملو شرکتونو تر منځ پر بې وزله او خوار ولس د پنډونو پنډونو درملو تیرولو ناروا عمل په اړه مې اوریدلې وې بشپړ باور راغی او دا راته څرګنده شوه، چې ددوي دا ډول عمل کټ مټ د مافیايي کړیو او د غلو او انسان تښتوونکو عمل ته ورته او یا هم دا چې له هغوي څخه خطرناک دی. ځکه د مافیا او انسان تښتوونکو ډلو خو د کار او عمل اصلیت معلوم دی، چې پټ یا په توره تیاره او یا هم په ځینو مواردو کې په سپینه رڼا تر سره شي او بیا کیدای شي د خپل عمل په مقابل کې سزا وویني د قانون منګولو ته وسپارل شي او مجرم وپیژندل شي. خو د امپریالیزم اقتصادي نظام کې د آزاد بازار ډالۍ تر دې هم خطرناکه او د ولس ژوند ته ګواښوونکې ده.

په دولت کې د اداري فساد له پراخ شتون او د خصوصي سکتور په دې ډول او نورو دې ته ورته کړنو چې پر ځوریدلي بې وزله ولس یې تر سره کوي ډیر د اندیښنې وړ دی او په کار ده چې تر ټولو مخکې دې ټکي ته سرکار جدي پاملرنه وکړي او په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکړي، ځکه ځوریدلی ولس بله کومه اسره نه لري.

د ډاکټرانو او د درملو بهرنیو بیلابیلو شرکتونو تر منځ اړیکې او عمل د مافیايي کړیو ته ورته او یا هم لکه مخکې چې مې یادونه وکړه لا زیات خطرناک دی، ځکه ډیری ډاکټران د پیسو پیدا کولو لپاره د یو ناروغ بد حالت ته نه ګوري او زړه نه پرې سوزوي بلکې ددې پر ځای چې یې ناروغۍ لپاره د بسنې په کچه دوه ډوله درمل په کار وي دوي یې پنځه قلمه ورته لیکي او ددې ډول زیاتو درملو له یو یا دوه ځله کارونې وروسته د ناروغ یو تکلیف په دوو واوړي او د ډیرو درملو کارونې څخه ورته معدې ناروغي پیدا شي، ځکه په افغانستان کې به داسې ډیر کم کور وي چې د معدې یو یا دوه ناروغان ونه لري او دا د همدې یو شمیر وجدان پلوروونکو د زیات درمل سپارښتنې څخه ورته پیښیږي.

هو! لکه مخکې چې مې د یوې عینې پیښې یادونه وکړه یو شمیر څه چې ګڼ شمیر ډاکټران په پلازمېنه کابل او ټولو ولایتونو کې د درملو له پلوروونکو کمپنیو سره د پردې تر شا د مافیايي کړیو په څير نامشروع لاسونه لري او هغه دا چې د کمپنیو ایجنټانو له لورې ورته ویل کیږي، چې که چیرې دې په یو کال یا شپږو میاشتو یا یوې میاشتې کې یوه لازمه کچه درمل ورته پر خوار او ځوریدلي ولس چې د ناروغۍ لپاره یې پیسې پور کړي وي وپلوري نو په بدل کې به یې په هر پاکټ او یا بوتل درملو کې له لیکلې ټاکلې بیې څخه شل سلنه د ډاکټر ، پنځه یا لس سلنه پیسې د درملتون څښتن وي، خو دا ډول ډاکټران پر فیس او له لابراتوار څخه د ټاکلي کمیشن سربیره د درملتون له څښتن سره د ځانګړي کمیشن نوره معامله هم لري ، ځکه د درملتون څښتن خو ناروغ ته درمل پر درملو د لیکلې بیې له مخې نه ورکوي او که چیرې پرې قیمت پنځوس کالدارې لیکل شوی وي نو پر اخیستوونکي کې یې په پنځوس افغانۍ او یا هم سل کالدارې خرڅوي.

خو د ډاکټرانو او درملتون څښتنانو چې له کومو کمپنیو سره قرارداد وي د درملو کمپنۍ ورته پر یادې ګټې سربیره نور امتیازات هم ورکوي او هغه دا چې ډاکټرانو او درمل پلوروونکو سره ژمنه کیږي چې که چیرې یې په ټاکلي وخت کې له ټاکلې کچې ډیر درمل ورته وپلورل، نو بیا به یې د دوي له غوښتنې سره سم یا د دبۍ ، سینګاپور او تاجکستان د سیاحتي او عیاشۍ په سفر بیايي او ټولې زمینې به ورته مساعدوي او یا به یې د حج او عمرې لپاره سعودي عربستان ته پرته له کومو منډو ترړو بیايي او پر دې سربیره نور امتیازات هم لکه د ډاکټرانو لپاره د بزنیس کارتونو ، لوحو ، د نخسه لیکلو ځانګړو کتابچو د وړیا چاپ او د ډاکټر یا کلینیک د مشهورتیا لپاره په رسنیو کې د تبلیغاتي اعلانونو خپرول هغه څه دي چې خپل زهر پر بې وسه او بې کسه افغان ولس باندې مصرفوي او بیا دا ډول ډاکټران د خپل مسلک پر سپیڅلتیا ویاړي هم او د ډاکټرۍ مسلک ورته د ملا تر امامت ، د ښوونکې او امنیتي ساتونکي دندې هم سپیڅلی ښکاري او د حلالې روزۍ د ګټلو دعوه هم کوي، ځکه دوي چې له دې ډول او د دبۍ ، هند او تاجکستان د سفرونو دعیاشیو له ګناهونو مالامال شي، نو بیا د درملو یوې کمپنۍ ته وړاندیز وکړي چې د حج ، عمرې او یا نورو زیارتونو لکه کربلا ، سوریې او … د تګ سهولتونه ورته برابر کړي او په دې ډول خپل وجدان ته ډاډګیرنه ورکوي چې ځه د ګناهونو څخه وروسته خو حج ته ولاړې او په دې لړ کې د پام وړ او په زړه پورې ټکی دا دی چې د درملو شرکتونو ډیری استازي (نماینده ګان) په عصري اصطلاح ویزیټوران شیخان ډوله ، طالب مزاجه او یو شمیر یې کیدای شي قاري حافظان وي او په دولت کې دنده ورته حرامه او کفر ښکاري، خو دا ملموسه او په څرګنده حرامه دنده ورته جایزه او ترینه لاسته راتلونکې ګټه ورته د مور شیدو په څیر حلاله ښکاري، چې د درملو د ډیر خرڅلاو برخه کې دوي هم د ډاکټرانو په څیر د پام وړ مادي او سفري امتیازات لري، چې ددوي په اړه به بله ځانګړې لیکنه وکړم.

خو د لوی څښتن تعالي (ج) د برخو ویش بیا ډیر عادلانه دی او دا ډول ډیری ډاکټران او د ولس وینې سوداګر چې وجدانونه یې پلورلي ډيری یې په خپله په صعب الاجه ناروغیو اخته دي چې پوښتنه ترینه وکړې چې ډاکټر صاحب د ناروغانو خو درملنه کوې ، خو ته په خپله کومه ناروغي لري ؛ نو د شکر ، وینې غوړوالي ، پختورګو خرابوالي او هان عصبي ناروغیو څخه به سر درته وټکوي او په دې ډول ډاکټرانو کې یې یو شمیر په نشو لکه د شرابو څښلو ، چرسو او هان پوډرو باندې روږدي دي، چې ددې ډول لامل هماغه حرامې پیسې دي. که ددې لیکنې پر ټولو یادو ټکو د چا باور نه راځي او نه یې مني له ما سره دې په اړیکه کې شي او زه به ورته د دې ډول ډاکټرانو پتې ورکړم تر څو ټول څه په خپلو سترګو وویني او بشپړ باور یې راشي، خو دا ټکی هم یادوم چې ګڼ شمیر داسې ډاکټران هم شته چې هغه په ولسي اصطلاح په دې دنیا جنتیان دي او پورته ناوړه کارونه نه یوازې دا لاس نه په کې لري بلکې ډیر لرې ترینه ګرځي، چې دا ډول ډاکټرانو بیا خپل وجدانونه نه دي پلورلي او تر ټولو ښه او له سهولتونو ډک ژوند لري، چې عمل او شخصیت ته یې احترام او درناوی په کار دی.

په پای کې یو ځل بیا په دې ټینګار کوم چې د یو شمیر ډاکټرانو دا ډول ناروا مافیايي کړنو څخه مسؤل چارواکي خو یا خبر نه دي او یا ددوي هم په لویه کې له یادو شرکتونو او ډاکټرانو سره لاس دی، چې په دې برخه کې باید تر ټولو مخکې د اوسني نظام په سر ناست ستړی سرکار چې له هر لوري پرې فشار دی جدي پاملرنه وکړي او ددې شومې پدیدې له منځه وړلو برخه کې دي کوټلي ګامونه پورته کړي او دولتي او خصوصي سکتور ته دې جدي پاملرنه وکړي او دواړه دې تر جدي نظارت لاندې راولي. د یو سوکاله ، صحتمند او د بشپړې سولې له نعمت څخه برخمن افغانستان په هیله.

3 thoughts on “د دوا شرکتونو او ډاکټرانو مافیايي بانډ د پردې تر شا نوی راز”
  1. هو بلکل همداسي ده په کندهار کي هم دغسي کيسي سته خو ماته ډيره جالبه داده چي پر يو پاکټ ګولۍ کي 45 فيصده کمپني و دوا فروش ته ورکوي 15 فيصده هم خپله دوا فروش ګټه پر اچوي چي تقريبآ 60 فيصده سول يعني په سل کالداري يا افغانيو کي شپيته افغاني يوازي دواخانه والا وړي . چي دا يو ډير لوي ظلم دي حتي تر لاروي غلو هم دوي ډير زيات ظالمان دي .
    الله دي هدايت ورته وکړي کني الله ج دي ددي روژي مبارکي مياشتي په برکت دي ترۍ تم کړي چي پته يي نسي معلومه .
    امين
    ثم امين

  2. افسوس د ځوریدلي افغان ولس په حال چې له دې ډول مافیايي ډاکټرانو سره مخ دي ډیره زبردسته لیکنه ورور پرې کړې الله دې اجرونه ورکړي لیکنه یې په واروار اوریدلو ارزي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *