تاند، یکشنبه، د میزان ۲۱مه: د دوبۍ د حاکم او امیر محمد بن راشد المکتوم له کوره بریټانیا ته تښتېدلې ۶مه مېرمن یې وايي، خپل بچیان به شیخ ته ورنکړي.

د اردن د شاهي کورنۍ لور شهزادګۍ حیا بنت الحسین چې اوسمهال په لندن کې ده او له خپل مېړه سره یې لانجه روانه ده، د محمد بن راشد المکتوم هغه غوښتنه یې په کلکه رد کړې ده چې له مخې یې باید خپل دوه زامن د دوبۍ حاکم ته ورکړي.

 له لندنه خپرېدونکې القدس العربي ورځپاڼه کاږي، محمد بن راشد المکتوم، شهزادګۍ حیا ته په دې وروستیو کې د پیسو په بدل کې د هغه د دوه اولادونو (شهزادګۍ جلیله او شهزاده زاید) د ورسپارلو وړاندیز کړی و چې شهزادګۍ دا وړاندیز ټکر کړی دی.

 ورځپاڼه کاږي چې محمد بن راشد المکتوم، خپلې مېرمنې ته نه یوازې د پيسو وړاندیز کړی، بلکې ورته یې ویلي دي که له طلاق وروسته هر وخت وغواړي له خپلو بچیانو سره وګوري، دی به یې ممانعت ونکړي، مېرمن یې بیا ویلي، اولادونه د دې حق کېږي چې له ځان سره یې وساتي.

د دوبۍ د حاکم شپږمه  مېرمن حیا بنت الحسین څه موده وړاندې په څاپي ډول له لویه اندازه پيسو سره ورکه او بیا په لندن کې محکمې ته راښکاره شوه.

اغلې حیا له لندنۍ محکمې څخه وغوښتل چې له میړه څخه دې ورته طلاق واخلي، چې د جنجال د هواري لپاره پخپله محمد بن راشد المکتوم هم لندن ته ورغی، مګر نتیجه یې ورنکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *