د متحده عربي اماراتو د صدراعظم او د دوبۍ د امیر محمد بن راشدالمکتوم کشرۍ تښتېدلې مېرمن په جرمني کې سیاسي پناه غوښتې ده.
راپور وايي، د محمد بن راشد المکتوم کشره مېرمن حیا بنت الحسین چې اردن د پاچا ناسکه خور هم ده، له کوره خپه شوې او له خپلې ۱۱ کلنې لور او ۷ کلن زوی سره جرمني ته رسېدلې ده.
نوموړې دعوای اچولې ده چې دوبۍ ته مې بېرته مه سپارئ چې هلته مې ژوند ته خطر دی.
حیا د محمد بن راشد المکتوم شپږمه مېرمن ده او د تېښتې په اړه یې د اماراتو حکومت لا تر اوسه هیڅ نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم د محمد بن راشد المکتوم یوه لور له کوره تښتېدلې وه او بریټانیا کې یې پناه غوښتله خو کور ته بېرته راستنه کړای شوې وه.
دغه راز یې د شیخ لطیفه په نوم یوې بلې لور هم د تېښتې هڅه کړې وه مګر د هند سمندري ځواکونو نیولې او بېرته یې دوبۍ ته استولې وه.
عرب شیخان په نشو او میلو کې غرق وي د دنیا له هرډول مادیاتو برخمن دي خداي پا ک ورته پريمانه زخایر ورکړي خو دي په داسې حرامو لارو مصروفوي لکه همدا چې دا یې شپږمه ښځه ده ، که څه هم مادیات انسان ته هرڅه نشي ورکولاي خوشحالي او د راحتئ احساس پري نشي اخیستي نو لا همدا یې لامل کیدلای شي چې دعربو شیخانو کله لور او کله هم ښځه تښتي، په افغاني ټولنه کې هم داډول کارونه ډیر کيږي خو هلته یې علتونه مختلف وي . هلته غربت، بي علمي، جهالت او د ټولني بدعوامل دي چې دوه میینان نه پریږدي چې سره یو جاي شي خو تر کومه چې د عربو شیخانو د تښیتي موضوع ده دوه د نیا له هر ډول مادیاتو برخوردار دي .