تاند، سه شنبه، د اسد ۸مه: د برېټانیا رسنیو راپور ورکړی چې د دوبۍ شېخ او د خلیج فارس مالدار ترین سړی محمد بن راشد المکتوم نن په لندن کې خپله پټه شوې مېرمن محکمې ته کش کړې.
راپورونه وايي، محکمه د شیخ محمد د شکایت په اساس شهزادګۍ حیا د هغه د دوه ماشومانو د تښتونې په تور وپوښتي.
د راشد شپږمه مېرمن حیا څو میاشتې وړاندې له دوبۍ څخه المان ته وتښتېده او څه موده وروسته بیا په لندن کې پټه شوه.
شیخ محمد له خپلو ټولو مېرمنو ۲۳ اولادونه لري.
ویل کېږي د اردن د شاهي کورنۍ لور شهزادګۍ حیا دریمه ښځه شوه چې د شیخ محمد المکتوم له درباره تېښته کوي، تر دې وړاندې د شیخ دوه لوڼې هم تښتېدلې وې.
د خلیجي هېوادونو امیران او شاهي کورنۍ له رسنیو خپل شخصي ژوند تر ډېره پټ ساتي، خو د دوبۍ امیرانو دا څو پېښې پټې نه کړای شوې، بلکې اوس خو د دوبۍ د شېخ او د هغه د تښتېدلې مېرمنې تر منځ د لندن محکمه کې لانجې هم له خلکو پټې نه دي.
همدا راز شیخ محمد په انسټاګرام یو تازه شعر هم خپور کړی چې په کې يې یوه نامعلومه ښځه په خیانت او بې وفایي تورنه کړې ده.
۶۹ کلن شیخ محمد بن راشد المکتوم د اس ځغلونې شوقي پاچا دی او اکثره بریټانیا کې د دغه ډول سیالیو پر مهال دویمې ملکې الیزبیت سره په خوا کې کتل شوی دی.
د شیخ محمد پیسې له ۴ ملیارده ډالرو زیاتې دي او په ۲۰۰۴ کال یې له شهزادګۍ حیا بنت حسین سره واده وکړ چې اوس هغه هم ۴۵ کلنه ده.
لوده خانه خپل چیلتار د تړه نو ستا څخه د انګلیسي لاردي درېشي او کلاه څه غواړي خو ان هغه خپله ښځه هم درڅخه لاړه !
!!! چې تور وهې خړ به دې زانګي ***** یو لونګ څلور یې سره