په زرګونو کسان نن په دوبی کې د نړۍ تر ټولو له لوړې ودانۍ وایستل شول. د دې ودانۍ په نهه اویایم پوړ کې اور ولګید، لمړی اور په پنځوسم منزل کې بل شو او بیا پسې پورته نورو پوړونو ته خپور شو.
اطفاییه هڅه کوي چې اور کنټرول کړي خو شمال د دوی هڅې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.
د اوربڅري ښکارې چې له دې لوړې ودانۍ لاندې راغورځي.

7 thoughts on “د دوبۍ په برج الخلیفه کې اور لګېدلی”
  1. په نړۍ کښي او بیا خاصتا په دوبي کښي تر ټولو جګ تعمیرد برج الخلیفه تعمیر دي. نن د فبروري یوویشتم تاریخ په دغه ذکر سوي تعمیر کښي هیڅ کومه ستونځه نه ده پيښه سوي. دغه اور لګیدنه په دوبي مرینا کښي په یوه جګ تعمیر کښي وه، نه په برج الخلیفه کي. ما ستا په خاطر د بی بی سی انګلیسی راپور وکتۍ په هغه کښي هم نه دی ویل سوی چي اور په برج الخلیفه کښي لګیدلي. نوځکه ما ستاسو خدمت ته ولیکل چي اصلا اور لګیدنه چیرته وه. خو په هر حالت کښي که چیری زما دغه خبره ستاسو د خفګان سبب سوی وي معذرت مي ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *