تاند- دا په دوبۍ کې د سیک مذهبو ګوردواره ده. دلته روژتیانو ته وړیا روژه ماتی ورکول کېږي.

دا ګوردواره په ۲۰۱۲ م کال د دوبۍ په زړه کې جوړه شوې او له هماغه وخته یې هر کال په روژه کې یوه ورځ مسلمانانو ته روژه ماتی ورکړی دی خو سږ کال (۲۰۱۹) د روژې په ټولو ۳۰ ورځو کې روژه ماتی وړاندې کوي.

هر څوک، لوی او ماشوم دې عبادتځای ته د روژه ماتې لپاره ورتلای شي. د ګوردوارې یو مسوول وايي، ټول دینونه ښايسته دي. هغه وايي چې دا عبادتځای په نړۍ کې د زغم یوه ښه بېلګه کېدای شي.

پر دې سربېره چې په ګوردواره کې روژه ماتی ورکول کېږي، دیني عالم د اسلام او روژې د ښېګڼو په اړه وینا کوي او د مسلمانانو ترڅنګ یې هندوان او سیکان هم په حوصله اوري. همداراز اذان کېږي او د ګوردوارې یوه برخه لمانځه ته ځانګړې شوې ده.

د ګوردوارې مسوول وايي چې دوی ته انسایت تر هر شي لومړیتوب لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *