وحيدالله اورياخېل

د لاس په شا يې د تندي خوله پاکه کړه، په وچه ډوډۍ پسې يې د شړومبو غړپ وکړ. چورتونو په مخه کړ، له ځان سره يې وويل:

ــ  که کار نه پيداکېږي بېرته به کور ته لاړ شم. هغه خوارکۍ د ناروغۍ له لاسه راته مړه نه شي. د کورنۍ نور غړي هم زما په تمه وږي ناست دي. خدايه! ته مې چاره وکړې زه هم دلته بېکاره ګرځم، دې حالت خو له ژونده زړه توری کړم.

په همدې سوچونو کې د تلو په نیت د بخارۍ له څنګه پورته شو. هوټل والا ته يې شل زړې افغانۍ ورکړې. په سوچونو کې ډوب له هوټل نه را ووت چې له شانه یې یو غږ وارېد.

ــ کاریګر مې په کار دی، که کار کوې راسره لاړ شه.

اسلم له خوشالۍ هېښ پاتې شو، لږ شېبه يې همداسې ورته کتل او بیا یې سر د هو په نیت ورته وښوراوه ويې ویل:

ــ  په خوارۍ پسې له کلي راغلی يم، له ډېرو ورځو راهیسې بېکاره یم. له بې کارۍ نه داسې په تنګ شوم، چې بېرته مې کورته د تلو نیت وکړ. ما ویل که لوږه هم وي، له خپلو اولادونو سره به یې نیږدې تېره کړم. نور خو خیر، خو هغه ناروغه لورکۍ به مې هم لاره څاري.

ټېکه دار په مسکه خوله ورته وویل:

ــ اوه درېغی مخکې درسره مخ شوی وای. ما همدلته نږدې يو ښوونځی په ټېکه نيولی. ډېر نور کارکوونکي هم را سره دي. ټول مسافر دي د شپې د تېرېدو لپاره هم ځای لرم، د ورځې پنځه سوه افغانۍ ورکوم. که دې خوښه وي تاته هم کار درکوم.

د پنځه سوه افغانیو له اورېدو سره د اسلم په مخ باندې خوشالي ښکاره شوه، په موسکا یې وویل:

ــ تاته دې خدای خیر درکړي، زه به نو نور څه غواړم؟!

ټیکه دار یې په مټ لاس کېښود ورته ویې ویل:

ــ خو يو شرط لرم ، هغه دا چې مزدوري دې د کار تر بشپړېدو، وروسته درکوم.

اسلم وویل:

ــ سمه ده زه به مې کورنۍ ته د کلي د موټرو له تمځای نه خبر ولېږم چې د یوې میاشتې لپاره اوړه، غوړي په پور واخلي.‎

 ټیکه دار  وویل:

سمه ده، راځه لومړی به د کار ځای وګورې، بیا به د موټرو تمځای ته لاړ شې.

دواړه د ښوونځي د پروژې په لور روان شول.  اسلم په لاره کې له ځان سره تر ژبه لاندې بنګېده او له یوې میاشتې وروسته چورتونه يې وهل چې کور ته به ښه ډېره سودا هم واخلي، ناروغه لورکۍ به يې هم الله ج ورته جوړه کړي او د دوکانونو پورونه به هم يو څه ورکړي.

په همدي سوچونو کې ټېکه دار، د سوچونو له دریابه وویست.

ــ  وروره دا د کار ځای دی.

اسلم یو څو دقیقې شااوخوا کتل، د ودانۍ په فکر کې شو. په سرو پخو خښتو د ښوونځي ښکلې ودانۍ ولاړه وه چې کارونه يې بشپړ ښکارېدل، په انګړ کې يوې بلې خواته پخې خښتې، سمنټ، رېګ او د سمنټو خالي بوجۍ ښکارېدې.

له ځانه سره يې فکر کاوه چې په دې ودانۍ به يې څومره ډېرې پيسې لګولې وي، ټېګه دار ته به څومره پيسې پاتې شوې وې. لوی کار دی خامخا به يې ډېره ګټه کړې وي.

د کار خاوند يې د فکرونو لړۍ وشلوله، څنګه ځای دې خوښ شو.

اسلم وویل:

ــ ښوونځی خو جوړ دی دومره کار نه دی پاتې؟!

د کار خاوند وویل:

 ــ  هو همدا لږ لږ ټک پوک کارونه يې پاتې دي نور نو له خیره خلاص دی.

 اسلم د یوه ساړه اسوېلي له ایستلو سره  وويل:

 ــ خیر اوس همدا یوه میاشت هم زما لپاره ښه دی ګوزاره کوي، لاس به مې پرې خلاص شي.

ټېکه دار ته یې لاس ورکړ. او د موټرو د تمځای پر لور وخوځید.

د موټرو په تم ځای کې یې  د کلي د زېړ رنګه  ډاډسن په موټر وان سترګې ولګېدې چې موټر  يې د کلیوالو له سودا ډک و،سترګې یې یوې او بلې خواته واړولې، کوم  نیږدې خپلوان یې تر سترګو نه شو. همغه موټروان ته  یې وويل، چې کورنۍ ته يې احوال ورسوي. خپله بېرته د جوړېدونکي ښوونځي پر لور وخوځېد. د مني سړه هوا بده پرې ولګېده څادر یې په ځان پورې نور هم ټینګ کړ. په چټکو ګامونو یې لاره لنډه کړه او د راتلونکي لپاره په سوچونو کې ډوب ښوونځي ته ورسېد.

د کار له ملګرو سره يې په یوه داسې خونه کې واړول، چې لا بشپړه نه وه جوړه شوې. د سړې هوا د بندولو لپاره يې کړکیو ته پلاستیک ورکړی و. په یوه کونج کې د ګاز ډبه، له یوه خیرن دېګ او څو نورو خيرنو لوښو سره پراته وو.

اسلم په کوټه نظر تېر کړ. ځان ته یې د کوټې په کونج کې یو ځای غوره کړ یوه زړه سره کمپله یې په پښو را کش کړه، هڅه يې کوله چې د کوټې له ملګرو سره ځان آشنا کړي. شپه شوه له ملګرو سره يې ښه غوړ کچالو وخوړل. له ملګرو يې خوږ بنډار وکړ، د شپې له لمانځه وروسته د ملګرو په اجازه ویده شو.

سهار وختي راپاڅېد، ټېکه دار ورته ښودلی کار يې له چای نه مخکې پیل کړ.  کار يې ښه په صداقت کاوه، ځکه چې له ډېرې مودې وروسته یې کار موندلی وو.

په کار کې د اسلم مياشت په پوره کېدو وه، مازيګر د کار څښتن ور ياده کړه چې ښار ته په څه کار پسې ځي چې بېرته راشي پيسې به يې ورکړي.

خو اسلم ټينګار کاوه چې بايد همدا اوس يې پيسې ورکړي، ځکه چې نور کار هم پای ته رسېدلی.

خو د کار څښتن ورته وويل چې د خپلو کاريګرو پيسې يې هېڅ وخت نه دي خوړلې، د خپل مبایل شمېره يې ورکړه چې که ناوخته شي احوال يې پرې اخيستی شي.

کارکوونکي کورونو ته روان شول، اسلم ترې وپوښتل چې ولې دوی هم پيسو ته نه انتظار کېږي؟

کارکوونکو ور ياده کړه چې پيسې يې څو ورځې مخکې اخيستې دي.

 اسلم په ښوونځي کې د کار د څښتن په انتظار څو ورځې تېرې کړې، خو د هغه څه پته ونه لګېده.

شمېرې ته يې زنګ وواهه، له څو زنګونو تېرولو وروسته يوې نجلۍ په خواږه غږ وويل:

اورم، څوک يې؟

اسلم يم، شمېره د کار څښتن راکړې وه پيسو ته په انتظار يم.

او تاسې څوک ياست؟

زه يې په کور کې اخلی پخلی کوم.

د څه پيسو ته انتظار يې؟

يوه مياشت مې د ښوونځي په پروژه کې کار وکړ، بيا يې شمېره راکړه، ويل چې له ښاره راشي پيسې به مې راکړي.

نجلۍ په کړس کړس وخندل:

ــ  ته څومره ساده يې! بايد همغه وخت دې پيسې ترې اخيستې وای!

اسلم وارخطا شو، ژر یې ورته وویل:

ــ ولې! نو هغه اوس چېرته دی؟

نجلۍ ځواب ورکړ.

هغه يې له درېيمې نازولې مېرمنې سره چې دې ورځو کې يې نوی واده ورسره کړی و، د دوبۍ په چکر تللی.

پای

۱۳۹۲/۱۰/۲۰

One thought on “د دوبۍ چکر(لنډه کیسه) وحيدالله اورياخېل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *