قریب الرحمن سعید

ټولو ته ډاګیزه ده چې  د مې د میاشتې  په دویمه او دریمه  ورځ  د قطر د هیواد  د مرکز دوحې په ښار  کې د افغانانو د خپلمنځۍ ناستې یو پروګرام ترتیب شوی و،  دغه پروګرام د یوې کاناډایی موسسې  (پغواش ) د ایټالوی مشر ( فاولو)  تر مشرۍ لاندې د ملګرو ملتونو د یوناما او د طالبان د غورځنګ په  شریکو هڅو  جوړ شوی و.

په دې پروګرام کې  ۴۴ کسانو ګډون درلود چې اته کسان یی د طالبانو دهیئت غړي ول.  دا لومړۍ ځل و چې د طالبانو هیئت په دومره دروند هیئت سره  په داسې یو بین الافغانې کنفرانس کې د ګډون له پاره  چمتو کیږي .

د طالبانو د پلاوي مشرۍ  شیرمحمد عباس ستانکزي کوله،  اوپه هیئت کې یی نور مخور کسان  لکه  قاري  ډین محمد حنیف،  عبدالسلام  حنیفې ، محمدسهیل شاهین ،  جان محمد مدني ، شهاب الدین دلاور او  سید رسول  حلیم  موجود وو ،  د حزب  اسلامي  هم  دوه کسیز هیئت  د حزب د سیاسي امورو  د رئیس  محترم بهیر تر مشرۍ لاندې هلته  موجود و چې بل غړي یې  په اروپایي هیوادو کې دح ا ا د سیاسي چارو او د سولې د شورا  مسؤل  قریب الرحمن سعید و.

د کابل نه د  راغلي هیئت ترکیب  هم  مختلف و ، په حزب اسلامي  پورې  اړوند کسان لکه  انجنیر قطب الدین هلال ، مولوي صاحب عطاءالله لودین  او مولوي صاحب شهزاده شاهد هم  هلته  موجود وو،  ترڅنګ  یی د کابل د ادراې  پخوانې وزیران، رئیسان  او یو شمیر نورو کسانو هم  ګډون درلود.  د ښځو نمانیدګې  یوازي د ملالۍ شینواري په غاړه وه ، د هغې سره دوه کسه نورې  نجونې د  وږمې  حضرتزۍ  او لینا شینوارۍ په نومونو موجودې وې .

همدا راز په دې کانفرانس کې، ډاکتر عبدالقیوم کوچې، ډاکتر فاروق اعظم ، سید اسحق ګیلانې،  پخواني وزیر وحیدالله شهراني، پخوانې وزیر انوارالحق احدي او …یو شمیر نورو کسانو هم ګډون درلود.

د ملګرو ملتونو د غړو څخه  په کې ، Mr Guy Griffin; Ms  Danielle Bell ; Mr Steve Brooking  Mr. Peter Semneby1 ګډون  درولد .

–     دا د ګردي میز سیمنار و چې د طالبانو په خوښه د پغواش د موسسې  له  خوا د یوناما په مرسته  او د قطر د هیواد په مالي مصارفو ترتیب شوې و . افتتاحیه  یی هم د طالبانو د دوحې ددفتر د منشي  شیرمحمد عباس ستانکزي  په وینا وشوه  او د بحث  زیات وخت یی هم  همدوی ته مختص شوی و.

–         د ګردې میز چلونکې محترم  عبدالاحرار رامیز پوراعلان  وکړ چې  دې کنفرانس کې به ډیر وخت د طالبانو  غوښتنو او شکایتونو او د راتلونکې په اړه  به د دوی د پالیسیو څرګندونو ته ورکول کیږي  اوبحث به پرې کیږي .

–         د حزب اسلامي  هیئت  په کې خپل  بارز  رول لوبولې دې، او د ټولو ملي  اوبین المللي مسایلو په اړه  یی  په  پوره توګه د حزب  اسلامي دریځ  وړاندې کړې او بحث  یی پرې کړی دی . همدا راز د کنفرانس  ګډون کوونکو هم بیا بیا د حزب اسلامي په وړاندیزو باندې بحث او ټینګار کړې دې .

–     حزب  اسلامي  خپل دریځ  لکه د پخوا په څیر د بهرنیو ځواکونو د مکملو وتلو او په هیواد کې د پردیو د لاسوهنو  نه پرته  د ازادو او بې  پرې  ټاکنو ترسره کول. او ددې  ټاکنو له لارې  یو  خپلواکه  او ولسواکه نظام منځته  راوړل .

–         حزب  اسلامي  اعلان کړې  چې  جنګ د حل  لار  نه ده  ،  مونږ تل د سولي له پاره وړاندیزونه کړې ، دبحث له پاره مو دکابل  د وخت  چارواکو او بین المللي ادارو ته  ورکړي ، خو جنګ  زمونږ په ولس د پردیو دموجودیت   اولاسوهنو په  واسطه  مسلط  کیږي . حزب تل په بین الافغاني مذاکراتو باندې ترکیز کړې  دې ، اوس  دغسې بین الافغاني  کنفرانسونه کولې شې  چې په ازاده فضا کې دهیواد په  مسایلو بحث وکړي او د پردیو دمداخلې  اولاسوهنې پرته   دپورتنیو یاد کړل شوو شرایطو سره سم  د یوه  بین الافغاني حل له پاره  لاره همواره کړی .

–         په ډیرو مسایلو کې د طالبانو دغورزنګ او اسلامي ګوند دریځونو  یو  شانتوالي درلود .

–         که څه هم په کانفرانس کې ګڼ شمیر  خلکو په حاشیه موضوعاتو بحث کاوه  ، خو په هر صورت  بحث   ګټور و .

–         دحزب اسلامي دهیئت او د طالبانو دهیئتونو تر منخ  لیدل کتل هم  په ډیره صمیمانه فضا  کې   کیدل .

–         داسې ډاګیزیده او طالبانو هم ویل چې دا ډول پروګرامونه دهغوې د امیر المؤمنین له اړخه  د همغه  د امر نه  وروسته   جوړوي  تر څو دطالبانو دریځ  څخه  ولس اوبین  المللي ټولنه خبره وساتي .

–         په دې سیمینار کې په ډیرو مهمو ټکو لکه : د بهرنیو ځواکونو وتل ، د یوه  موقت حکومت  جوړښت ،  د تورلست  خاتمه ، د بندیانو ازادیدل ،  طالبانو ته د یوه  ادرس  معلومول ، داسلام په  چوکاټ کې دښځو د حقوقو تضمینول ، دبشري حقوقو د ناورین نه مخنیوی ، په اساسي  قانون کې  اړین بدلونونه  راوستل  او یا نوې اساسي قانون تدوینول ، د اقتصادي رشد او وړتیاو  له پاره زمینه برابرول .  دګاونډیانو اوبین  المللي ټولنې څخه  غوښتل تر څو دافغانستان  د سولی په پروسه کې مرسته وکړي .او…..

–         نژدې   ډیره کیو  د افغانستان اوسني نظام یو ناکامه  او مافیایی نظام  ګآنه ، ویل یی دا نظام بیواکه  دې ، ورځ تر بلې ناامني زیاتیږي .  که په دې اړه  ګړندې ګاومونه وا نخستل شی  نو هیواد به  د یوې نوي انارشۍ په لور قدم واخلي .

–         دکنفرانس  ګډونکونکوټولو په یوه خوله  وغوښتل تر څو  داسې  غونډې په  نژدې ورځو کې بیا بیا  جوړې او په   مهمو مسایلو باندې د بحث له پاره لاره همواره شي .  په دا ډول غونډوکې  د دولت  اړوند کسان په  شخصې توګه  ګډون وکړي   .

–         طالبانو د دولت دکسانو د ګډون  سخت مخالفت وکړ او هغه یی  یو بیواکه او پردي پاله نظام وګاڼه .

–         دحزب  اسلامي  دهیئت نظر دا و چې که چیرې دولت نیغ  په  نیغه  په دې کنفرانس کې ګډون نشې کولي نو لږ تر لږه دې  مزاحمت  هم نه کوی ..

–         ددې غونډې د جوړښت  سره دولت موافقه نه درلوده ،په دې اساس په  کې ددولت  مسؤل  څوک  نه و ، اما  یو شمیر کسانو  په  غیر مستسقیمه توګه ددولت نه دفاع  کوله ….

–         دکنفرانس په اخر کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت  د کنفرانس دګډونکو د بحثونو او  دنیک تفاهم  په فضا کې  د بحث او څیړنو څخه  خوښې و ښووله او د بل کنفرانس دجوړښت  له پاره یی  هم  خپله  تیاري و ښووله .

–         دکنفرانس  په اخر کې  هیڅ  ډول  اعلامیه  خپره نه شوه ، ځکه دا کانفرانس   تفاهمي  بڼه درلوده او د تصویب  صلاحیت  یی نه درلود .

–         د کنفرانس په ټول  جریان کې فضا ډیره  صمیمي  او محبت  نه  ډکه  وه .  دوه  ورځې لمونځونه ، ډوډۍ  او بحثونه  ټول د بندو دروازو تر شا تر سره کیدل .

–         دقطر دولت  دسختو امنیتي شرایطو له کبله  هیڅ  بیرونې کس  هغه احاطي ته نه شواې راتلاې . په دې خاطر دکنفرانس موضوع دخبرنګارانو څخه  پټه پاته وه.

–         په درنښت

–         قریب الرحمن سعید

–         دمئ ۶ مه ۲۰۱۵ کال

2 thoughts on “د دوحې ددوه ورځني سیمینار په اړه/ قریب الرحمن سعید”
  1. Allah Di pa khpala khudai jorkre kana ta so kho ya na jorave Allah mo wa sharmawa da Taso Che kom hiwad ki gonda dar loada da da Afghanano na kha musalmanan wa..? Ao ka chirta kha wa da hagui na da kha hukomat dare chal zdakre

  2. محترمه
    ټوله لیکنه دی یو اړخیزه وه او کوښښ دی دا وو چه طالبان صاحبان په یوه لیکنه سپینی ملایکی کړی. د افغانستان د اوسنئ وضعی اصلی عامیلن هم همدا خلک دی او د پردیو په لمسون یی خپل پر ولس اور بل کړی دی. الله پاک دی دوی ته ددغه منافقت سزا ورکړی د خوار ملت خو نور څه ندی په وسعه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *